تاند- یو شمېر پخوانیو طالب چارواکو او د حرکت انقلاب اسلامي د عالمانو او جهادي شخصیتونو ټولنې او همداراز مشارکت ملي ګوند نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

له ډاکتر غني څخه د ملاتړ کوونکو په ډله کې مولوي قلم الدین، عبدالحکیم مجاهد، مولوي خلیل الله فیروزي، پخوانی وزیر براهوي او د قیوم کرزي د انتخاباتي ټیم غړي شامل دي.

g2له دې جلا د نجیب الله کابلي په مشرۍ مشارکت ملي ګوند د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

په دې مناسبت په کوهدامن کې غونډه جوړه شوې وه.

د اشرف غني په ملاتړ کې د مشارکت ملي ګوند غونډه
د اشرف غني په ملاتړ کې د مشارکت ملي ګوند غونډه

تر دې مخکې هم ګڼو وړو او لویو ګوندونو او ټولنو د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ څرګند کړی خو د حمل د شپاړسمې نېټې د ولسمشرۍ مخکښو کاندیدانو بیا د عبدالله عبدالله ننګه کړې ده.

زلمي رسول، ګل اغا شېرزي او د سیاف مرستیالانو اعلان کړی چې د عبدالله عبدالله تر شا درېږي.

پرون د سیاف دواړو مرستیالانو د کابل د ودونو په یوه سالون کې اعلان وکړ چې د عبدالله تر مشرۍ لاندې د اصلاحاتو او همپالنې له ټیم سره یوځای کېږي.

همداراز نن د خوست دیني عالمانو په یوه غونډه کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ. تر دې مخکې د ننګرهار دیني عالمانو هم د اشرف غني ننګه کړې وه.

2 thoughts on “پخوانیو طالب چارواکو او مشارکت ملي ګوند د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ”
  1. مهمه داده جه عالمان ،ًدانشمندان ،بوهان ،أستاد ان ، روشنفكران
    به دي عقيده دي او وي جه ( داكتر اشرف غني احمدزي )يو بوه ،دانشمند عالم او كولي شي ددغي دروند بار مسوليت به غاره وأخلي اوخنكه جه دخلكو أزرو ده تر منزله ورسوي.
    لند دي وي دهغه جا لأسونه جه دوطن دا بادي او دخلكو دسوكالي به مخ خندونه اجوي
    جلالزوي

  2. د محـــترم اشرف غنـــــی احــــمدزی پـــــله په درندیدو ده انشااله دا ځکه چه ډیر معـــزز او درانده خلک چه په هــــــره ‌ژبه ګویاند دی دا درک کړه چه نومړی ښه او مناسب ټیم دی یو ځای شـــول او پـــروسه جریان لـــری که د خدای رضا وی

ځواب ورکول Assadullah sultanzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *