تاند- د جهادي قومندانانو په نوم نوې جوړې شوې شورا له حکومته وغوښتل چې د اساسي قانون د تعدیل لپاره ژر تر ژره لویه جرګه راوبولي.

دا شورا، چې ویل کېږي پخواني جګړه مار، تنظیمي مشران او پخوانی ولسمشر حامد کرزی یې ښکاره یا پټ غړي دي، وايي چې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د سیاسي موافقې پر اساس، چې په پایله کې یې د ملي یووالي حکومت جوړ شو، باید د ملي یووالي د حکومت په لومړیو دوو کلونو کې لویه جرګه راوبلل شي څو اساسي قانون تعدیل او د صدارت جوکۍ رامنځته شي.

که څه هم دې شورا ویلي چې د صدارت د چوکۍ د معلومېدو لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي خو ویل کېږي چې د دې شورا موسسان تمه لري چې د لویې جرګې په وسیله به د نوي حکومت، چې دوی پکې بیا نفوذ او واک ولري، د جوړېدو لار پرانستل شي.

One thought on “پخوانیو قوماندانانو د لویې جرګې د جوړېدو د رابللو غوښتنه وکړه”

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *