استاد احمل ښکلی

(موږ پخوانی ادب ولې لولو؟) د دې پوښتنې په مقابل کې بله پوښتنه دا ده، چې (موږ پخوانی ادب ولې نه لولو؟) دا دوه انتها دي؛ خبره اصلا د دې دواړو پوښتنو ترمنځ ده او هغه دا چې، موږ پخوانی ادب نه ټول خوښوو، نه له ټول نه کرکه کوو. يعنې انتخاب پکې کوو. دا انتخاب په کوم معيار ولاړ دی، زه هڅه کوم، چې دې پوښتنې ته ځواب ووايم.

ځينو خلکو ته پوښتنه پيدا کېږي، چې موږ ولې په معاصره دوره کې د خوشال او رحمان بابا غوندې ستر شاعران پيدا نه کړل. لومړی خو سړي ته دا خبره د تامل وړ ښکاري، چې خوشال او رحمان بابا څرنګه سړی د (ستر) د يوې مطلقې کلمې تر چتر لاندې راولي؟ بيا که ځير شو، نو خوشال به ستر وي؛ خو د (ستر) کلمه تر خوشال هم ستره ده. موږ د خپلو مشاهيرو په ستاينه کې کله کله مبالغه کوو. دا د هغوی تاريخي اصالت او زموږ اجتماعي حيثيت ته نقصان رسوي. اوس وخت بدل دی، خوشال او رحمان بابا تراوسه لوستونکي لري، دا د دوی د لويۍ نښه ده؛ خو دا به انصاف نه وي، چې سړی د معاصر ادب ټول پرمختګونه او لاسته راوړنې پرې نفې کړي. څوک چې له پخواني ادب سره دومره افراطي مينه لري، هغوی د فکر له پلوه ډېر وروسته پاتې دي او د معاصر ادب په ژبه او کمال نه پوهېږي.

له پخواني او اوسني ادب سره افراطي مينه يا ترې افراطي کرکه د ادب د معقول لوستوال نښه نه ده او د دې لپاره ښه دا ده، چې موږ د هر مهال پر ادب فکر وکړو، ورته ځير شو او له کمالونو يې خوند واخلو او نيمګړتياوې يې درک کړو.

موږ چې تراوسه پخوانی ادب لولو، ښايي يو علت يې پوهان دا وبولي، چې موږ لا له فکري او هنري پلوه دومره پرمختګ نه دی کړی، چې له پخواني ادبه پرديتوب احساس کړو او د رحمان بابا خبرې راته پردۍ خبرې ښکاره شي. ان د لومړۍ دورې ادب هم موږ ته نااشنا نه ښکاري. البته د د روښانيانو په اړه خبره يو څه مختلفه ده.

د پخواني ادب د لوست بل لامل به دا وي، چې موږ ډېر تار  يخي خلک يو، له خپلو ارزښتونو او خپل تاريخ سره په کلک زنځير تړلي يو، چې پرېښودل يې راته اسان نه دي او نوی پرمختګ په اسانه نه شو منلی.

خو بيا هم موږ پخوانی ادب بشپړ نه خوښوو. د خوشال دا خبره راباندې ښه نه لګي، چې:

که هر څو سعې کوشش څوک وکا

نه به ښه بد کا، نه به بد ښه کا

(د خوشال خان خټک کليات، د عبدالقيوم زاهد مشواڼي په زيار، څلورم چاپ: ٣٧٥مخ)

موږ که هر څو کم پرمختګ کړی؛ خو په دې کم پرمختګ دا هم راځي او دا ښيي، چې زمان که هر څومره ورو ورو وي، خو بدلون هرومرو راولي. د هغه مهال او اوسني مهال د غوښتنو ترمنځ توپير دی.

موږ چې د پخواني ادب ځينې برخې نه خوښوو، لوی لامل يې په ادب کې راغلی فکري بدلون دی. فکر که هر څو ځينو ادبي مکتبونو په ادب کې فرعي بللی؛ خو له چوکاټ سره يې ډېرې نېژدې اړيکې دي او که د خپل ادب تاريخ ته وګورو؛ نو فکري بدلون په چوکاټونو او طرزونو کې بدلون راوستی.

په پخواني ادب کې ځينې داسې خبرې دي، چې اوسنی ساينسي پرمختګ او تهذيب يې راسره نه مني او موږ ته خوند نه راکوي. مثلا: موږ په اوسني ښوونيز نظام کې د ماشوم له وهلو ډبولو سره مخالفت کوو؛ خو پخوانو د خپل ټولنيز اخلاقي تصور پر بنسټ روا باله او تبليغاوه يې.

په پخوانۍ شاعرۍ کې له ښځو سره توپيري چلن محسوسوو. خوشال چې تر نورو يې له ښځو سره ډېره ګوزاره کړې، هم کله مستقيم او کله نامستقيم ښځې کږلې.

پخوانو له تصوف سره کلکه رابطه لرله او په شاعرۍ کې يې هم د تصوف له مفاهيمو استفاده کوله؛ خو اوسني له تصوف سره هغومره دلچسپي نه لري، ځکه هغه شعرونه خوند نه ورکوي، چې د تصوف مفاهيم پکې وړاندې شوې وي: د ارزاني له دې وينا سره به اوسنی لوستونکی څه دلچسپي ولري.

   دا وينا ده معما

په څو پټه له اعما

مولا نه دی له چا لرې

دی دايم مع کما

کل اشيا د ده ثنا کا

هم په ارض او په سما

هر چې شته په دواړه کونه

کل پيدا له يوه ما

(هم) د دغ درياب دوه موجه

يو ګرما بل په سرما

(د ارزاني کليات، د مهجور خوېشکي دېوان: ۲۲۸- ۲۲۹مخ)

له روښاني ادب سره مو اوس ځکه ډېر نه لګي، چې نږه تصوف دی. تصوفي مسايل پکې دومره مهم دي، چې د دوی د آثارو ادبي ماهيت يې اغېزمن کړی دی او تصوفي مسايل، چې د ننني انسان له ژوند سره مستقيمه اړيکه نه لري، ډېر ترې نه اغېزمنېږي، نه خوند ورکوي. د روښاني ادب له مفاهيمو او ژبې سره چې اوس موږ ډېره اشنايي نه لرو، له تصوفه لرې شوي يو. هغه اصطلاحات چې هغه وخت عام وو، اوس خاص شوي، بلکې تر دې هم محدود شوي او سپړنه او پوهه پرې مسلکي زده کړې غواړي.

پخوا چې دا دنيا ناسمه تلقين کېده، خلکو ترې بېزاري ښودله او هڅه يې کوله، چې د تصوف غوندې د خلاصي لار ترې ومومي؛ نو نفسي خواهشات يې مروړل؛ خو اوسنی لوستونکی چې د دې دنيا له اړتيا او اهميته خبر دی، ارامه او سوکاله ژوند تېرول غواړي او هڅه کوي، چې خپل ژوند جوړ کړي. رحمان بابا وايي:

که د نفس لپاره سل محنته وکړې

يو محنت به دې پکار نه شي فردا

که تمام جهان په خپله ګېډه وخورې

ياد به نه شې په درود او په دعا

……………………………………..

مه درومه رحمانه په خلاف د دانايانو

مينه د دنيا پسندلې نه ده هېڅ دانا

په پخوانۍ شاعرۍ کې دنيا هم د ژوند په مانا ده، هم د شتو په مانا؛ نو دا دنيا بېوفا وه، چې سړی مرګ ته سپاري او لولۍ وه، چې کله د يوه په غېږ کې وي، کله د بل او تا ته خاندي. د رحمان بابا په لاندې غزل کې د دنيا په دواړه ماناوو غندنه وينو:

دا دنيا ده بېوفا

بېوفا ده، بې بقا

نه يې مخ شته، نه يې څټ

لکه لوټه د صحرا

په يوه ګړۍ يې مخ وي

په يوه ګړۍ يې شا

په يوه ګړۍ د ستا وي

په يوه ګړۍ زما

خدای څوک پېښ مه کړه رحمانه

په دا هسې رنګ بلا

…………….

چې دې زړي پوري تړلی استوار

دا جهان دې د نيکه دی که د پلار

ته خپل پلار او نيکه وګوره چې څه شو

هسې ستا دی هم په دوی پسې رفتار

تل ړومبی د وروستي پول دی پرې تېرېږي

کړی نه دی چا په پول باندې قرار

د دنيا په اړه دا رنګ فکر ښايي د پخوانۍ مضطربې زمانې زېږنده وي؛ خو اوسنی انسان له دنيا نه دومره افراطي منفي تصور نه لري، چې مرګ دې هم د دنيا بېوفايي وبولي او د انسان د خپل عمل له لاسه تلونکي شته دې هم پر دنيا ورواړوي.

خو له دې سره سره داسې اخلاقي پېغامونه هم په پخواني ادب کې شته، چې آفاقي دي او موږ انسانيت او انسانيتپالنې ته وربولي. رحمان بابا:

که يوه دانه د وږي په لاس ورکړې

هم دغه به دې توښه شي د عقبا

که يو څاڅکی اوبه تږي لره ورکړې

د دوزخ او ستا تر ميان به شي دريا

پخوانی اخلاقي نظام مطلق د جنت په ګټلو او د دوزخ په ويره ولاړ دی. هر کار د يوه مطلب لپاره کېږي. اوسنی انسان چې وږي ته ډوډۍ ورکوي يا تږي ته اوبه ورکوي، ښايي لومړنی علت يې درد او خواخوږی وي او دويم علت يې د اخرت ګټه. د پخواني اخلاقي نظام همدا يو مخ موږ ډېر وينو.

پخوانی ادب د پخوانو پر هر راز تقليد تلقين کوي، خو اوسني پر خپل ټولنيز تاريخ فکر کوي او له ړانده تقليد يې ځان ساتي.

اوسني ښايي د پخوانو پر ډېرو کړنو نيوکې وکړي، ځکه ړوند تقليد د درناوي مانا نه لري، بلکې ټولنې له پرمختګه راګرځوي. خوشال وايي:

ځان به په قدر هغه فرزند کا

چې چارې واړه د پلار پسند کا

روش يې واړه د پلار روش وي

خپل نوم تر پلاره نيکه بلند کا(کليات، د زاهد مشواڼي په زيار، څلورم چاپ: ٣٧٢مخ)

د چوکاټونو له پلوه راغلی توپير هم د اوسنۍ زمانې لوستونکی اړباسي، چې په پخواني ادب کې انتخاب وکړي. د اوسنۍ زمانې لوستونکی له صريح  پند و عظ ډکې مثنوۍ يا څلوريزې ښايي خوښې نه کړي او نه د شاهانو په مدحه يا هجوه يا وير کې ويلې بوللې ولولي. البته که د تاريخ د لوست تنده ورسره وي يا يې پکې مسلکي زده کړې کوي، بيا بېله خبره ده.

اوس چې ازاد نظم او سپين شعر او داسې نور شعري ژانرونه راوتي او اوسنی لوستونکی ورسره عادي شوی، ښايي له ترکيب بند، ترجيع بند، مثمن، مسدس، مخمس او داسې نورو ډېر خوند وانخلي؛ خو غزل تراوسه خپل پرتم ساتلی دی.

د پخوانۍ زمانې مسجع او مرصع نثر هم اوس ښايي لوستونکي ونه لولي. اوسنی لوستونکی به د پخواني پرخلاف د روښانيانو له مسجع نثر نه څه خوند واخلي؟ يا به د کاظم خان شيد سينګارلی او پېچلی نثر څه خوند ورکړي؟ چې لومړۍ ستونزه پکې د پوهاوي ده. پخوانو په نثر کې له سجعې نه د لوستونکي د اغېزمنولو لپاره استفاده کوله.

همداسې د سبک له پلوه د روښانيانو او نورو الفنامې، ساقي نامې او…نور هم اوسني لوستونکي ته زړه راښکونکې نه دي.

بل علت چې موږ په پخواني ادب کې انتخاب ته اړ باسي، هغه پخوانۍ لغوي پانګه ده. پخوانۍ شعري ژبه له يوه پلوه له عربي او فارسي نه متاثره وه، له بله پلوه پکې داسې پښتو کلمې شته دي، چې اوس متروکې دي يا يې بڼې اړولې دي يا يې ماناوې؛ خو دا خو طبيعي ده، چې د هغه وخت شاعر به له دې ژبني- ادبي جريانه اغېزمنېده. مثلا: د روښانيانو په شاعرۍ کې داسې کلمې دي، چې اوسنی لوستونکی لومړی اړ دی، چې مانا يې ومومي، بيا به يې چېرته په مانا پوهېږي.

له پخوانيو وسايلو سره د بلدتيا او عاطفي اړيکې نشت بله مساله ده، چې اوسنی لوستونکی يې په پخواني ادب کې له مخې انتخاب کوي. اوسنی لوستونکی له غشي، نېزې، زغرې، پتنګ، سمندر(د اور حشره)، د اسونو له بېلابېلو ډولونو او داسې نورو ډېرو شيانو سره-چې اوسنی لوستونکی يې نه کاروي، کومه خاطره يې ورپورې نه ده تړلې-عاطفي اړيکه نه لري.

دا د نوي لوستونکي لپاره په زاړه ادب کې حدود ټاکي؛ خو دا حدود مطلق نه دي، ښايي د هر لوستونکي د ذوق له مخې څه نا څه توپير وکړي.

مهال هرومرو پر ذوق اغېز کوي. موږ به هغه ادب خوښوو، چې د اوسني مهال له اړتياوو او زموږ له ذوق سره برابر وي.

له دې معيارونو سره سره پخوانی ادب پراخه دی او موږ ته د خپل ذوق د خړوبولو، د فکر د راکولو او د ادب د پنځولو لپاره ډېر څه لري. د خوشال څلورېزي د يولسم هجري پېړۍ دي؛ خو چې لولو يې، اوس هم پکې د ژوند لپاره ډېر څه موندلی شو. د حميد او شيدا شاعري اوسنۍ نه ده؛ خو اوس مو هم پرې له پاسنيو مواردو سره سره ادبي ذوق ماتېږي.

په تاند کې د لیکوال ځینې نورې لیکنې:

د مطلقو فعلونو املا،  د شاعرۍ لوری، د کلمو شاعري، معلومات که فکر، جدي لوستونکی، رغښتواله، استعاري عددونه او قیدونه، حسن تعلیل او مدعا المثل، له شاعرۍ سره مراعت، زموږ د کیسو پېښې، د معلوماتو خرڅول، تلمیح، فرد څه وايي، تجنیس، هېره ژبه ، معما مو اوس ولي نه لګي، ازاد نظمونه ، منحصره ژبه، د شاعر ایډیل کرکترونه . لاهو کېدل


2 thoughts on “پخوانی ادب ولې لولو؟/ اجمل ښکلى”
  1. ښکلی موضوع ته دي اشاره کړي وه، اوس هرڅه اسانه شوي دي.
    مخکې به هغوی داسی لغات کارول چې سړی به یې دي ته مجبور کړو چې کتاب بندکړي او یو بل څه باندې ځان مجبوره کړي.
    داسمه ده چې هغوی موږ ته د اخلاقو، تعلیم او داسی نور شیانو درس راکولو خو مسیر به یې دده نه بدل نه شو؛ خو معاصرشاعران بیا سړی ته داذهنیت ورکوي چې که اخلاق مهمه دي خو ترقي هم مهمه ده.
    خو خلاصه استاده تا ټولو شیانو ته اشاره کړي.

  2. عصري دنیا

    څه عصري، عصري دنـیا شوه *** ژوندون ټول فیزیک کیمیا شوه
    د لــمروړانــــګي مونږ ته کمې *** نرخ اتـــــم ( بیتا) ،(ګاما) شوه
    هــر څه بــاد اوبـه شي ډیـــرې *** مــونــږ تـه کـمــه بریـښنا شوه
    په شـمـسـۍ مـو چـــــاره نشۍ *** تـمــه ډیــــــــــره لـه پخوا شوه
    مـونــږه مـځـکـــــه کړه خرابه *** هـریـوګــوټ فـوکــوشـیما شوه
    شـیـمـیـائي اوبـه ډوډۍ زمـــــا *** پـلاسـتـیک دغـوا خوراک شوه
    خــلــک نن لمر ته په ختــو دي *** خــو زمـا تـل اپـــتـــــــــدا شوه
    پـه مـا تـل تـجـــــــــربـې کیـږي *** ګـــوانـتـانـمــو خـونه زما شوه
    بـــریــــالــئ ومـه په تـــــــوره *** نــن درونــن مـې پـه هـوا شوه
    انـټـرنـیـټ مې جــا وسوسي کا *** یـس،وي،سـکیـن راته بلاشوه
    څـومـره لـرې ،لـرې ګـرځـــــو *** مـیـنـه لــږه زمـا اوستـــا شوه
    زمــونـږ خبرې په ایمـــل شـي *** په فیسبوک کې مو خنــدا شوه
    د ژونـد چـارې رانــه هــیـــرې *** انـتـرنـیــت راته پـیــشــوا شوه
    دوه په دوو کې مې زده نشـول *** مشواڼې ،ډیواټ مې غــلا شوه
    ورور د خور سره دښـمن شــو *** خـور دښـمـن سـره پـخـلا شوه
    یـو له بـل نـه یـو پـه تـیـښـتـــه *** کرار تـــګ مو نن زغستا شوه
    خـودخـوائـې کـې لـمـړنـئ یــم *** م زور (ما) ټـولـــه زمـــا شوه
    په بـــابـــا ، نـیـــــکه نــازیـږم *** په هر ځای مې دا ویـنــا شوه
    هــر مجـلــس کـې باټـې ولــــم *** پـه هــر چــا زمــا خـنـدا شوه
    هســـکه غـاړه مـې نــیــــولې *** د پښو لانـــــــدې مې دنیا شوه
    اې اې اې وطـــنــوالــــــــــــو *** په دغـې زمـونـږ خـــــطـا شوه
    راشـۍ ،راشـۍ سره یــــو شۍ *** کـني خـاوره مــو فــنــــا شوه
    ټـوله یـو یـوو پـنـځـه ګــــوتـې *** په یوه، لاس کې مـو بقـا شوه
    خالده

ځواب ورکول jamshid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *