د پخواني لوی څارنوال عبدالجبارثابت په مشرۍ د حق او عدالت ګوند سلګونه پلویانو د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني په ملاتړ په جلال اباد ښارکې غونډه وکړه.

په ختیځ کې د ډاکتر احمدزي د زون مطبواعتي مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، دا غونډه د ډاکټراشرف غني د کمپاین د ختیځ زون په عمومي مرکزکې جوړه شوې وه.

په ننګرهارکې د یاد شوي ګوند ولایتي مسول جنرال میرهاشم ویل:ډاکټراشرف غني د علمیت،ظرفیت، سابقې او طرحو ټولو له مخې د ولسمشرۍ په نوماندانو کې ترټولو وړ،مناسب او د افغانستان لپاره خورا ګټور نوماند دی.

د حق او عدالت ګوند د اجرایه شورا غړي او پخواني لوی څارنوال عبدالجبارثابت  وویل، ډاکټراشرف غني له فساده په پوره ډول پاک نوماند دی.

ښاغلي ثابت زیاته کړه: ډاکټراشرف غني عالم، قاطع او با اعتباره شخصیت دی، موږ ډاډه یوو چې دی به خامخا د ولس په پراخ ملاتړ د ولسمشرۍ څوکۍ ګټي او افغانستان به باثباته، پرمختللی او پرځان متکي هېواد کړي.

په ختیځ کې د ډاکټرمحمد اشرف غني د کمپاین عمومي مسول الحاج احسان الله کاموال له ډاکټراشرف غني څخه د ولس د پراخ،داوطلبانه او موثر ملاتړ یادونه وکړه،چې د ډاکټرغني ملاتړ له کوم امتیاز اخیستو پرته کوي.

کاموال دغه راز وویل:د ډاکټر اشرف غني ملاتړ د هېواد راتلونکي برخلیک ته ګټه لري،افغانستان ورسره ودانیږي،باثباته کیږي او زموږ راتلونکی ژوند او نسل له هره پلوه ورسره سوکاله کیږي.

د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکار استاد لال پاچا ازمون له حق او عدالت ګوند څخه مننه وکړه چې پرمرکزي ملاتړ سربېره یې په ختیځ زون کې هم د هغه په ملاتړ غونډه وکړه.

استاد ازمون همدا شان له ډاکټراشرف غني څخه د پخواني لوی څارنوال ملاتړ له فساد څخه د هغه د پاکوالي ښه ثبوت وباله او دا ملاتړ یې د ډاکټرغني د شخصیت د سپېڅلتیا یوه بله نښه وګڼله.

 ارشاد رغاند وايي، د ختیځ زون په هرولایت کې د زون د عمومي دفتر ترچتر او همکارۍ لاندې هره ورځ د مختلفو قشرونو سلګونه تنه د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه ملاتړکوي.

3 thoughts on “پخوانی لوی څارنوال وايي، ډاکتر اشرف غني احمدزی له فساده پاک کاندید دی”
  1. داچې داکتر اشرف غني ، احمدزئ له فساد څخه پاک يو انسان دئ ټولو ته د لمر غوندې معلومـه ده ، افغانان به نیک بخته وي که داسې يو مشر ېې په نصيب شي چې عالم اود لوړې پوهې خاوند اوسي ، مونږ هر هغه چا ته چې پدې نیک کمپاين کې برخه لري دقدر په سترګو ګورو اود افغان خاورې سپیڅلي بچيان ېې ګڼو ، افغانان نور د جنګسالارانو ، مافيايي کړيو ، او د قاضي څخه تر وزير پورې رشوتخوړونکو څخه پوزې ته راغلي دي

  2. رحمت په هغه چا چی د حق طر فداری کوی او خپله را یه هغه چا ته ورکوی چی د وطن د ابادی او خیر فکر ور سره وی زما مشوره تولو افغا نا نو ته داده را ځی پیسی او ډالر د هغه چا وا خلی چی د وطن وینی او زوی یی خوړلی دی او رایه ډاکتر صا حب ته ورکړی دا پیسی چی دا ټو پک والا یی په کمپا ینو لګوی فکر وکړی دوی دغه پیسی له کومه کړی د جهاد د دوری څخه مخکی یی ددوی د کورونو عا یداد او سر ما یه و سنجوی بیا پو هیږی چی دوی دا سرمایه چی اوس یی د وطن په ورانولو یعنی کمپا ینونو لګوی له کومه کړی دی

  3. Afghanistan needs this kind of president and hoping he will bring strong central government and get rid of the so called Shorai Nizar which is the root cause of all of the existing problems.

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *