تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر، حامد کرزی، چې د هند له سفره وروسته چین ته تللی و، غواړي چې په بل ګام کې تهران ته لاړ شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلي کرزي د چین له ولسمشر (شي جي پینګ) سره وکتل.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې حامد کرزي د چین ولسمشر ته وویل چې چین د افغانستان دوست دی او افغانستان به هېر نه کړي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر د یکشنبې په ورځ پیکینګ ته ورسېد او په پام کې ده چې له هغه ځایه ایران ته لاړ شي.

ښاغلی کرزی به په تهران کې د ایران له چګپوړو چارواکو سره وویني.

کرزي د خپل واک په موده کې له ایران سره خورا تودې اړیکې لرلې.

سره له دې چې ایران په خینو مواردو کې د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو سره د اوبو د بندونو د مخنیوي او بهرنیو ځواکونو ته د ګوزار ورکولو لپاره مرستې کولې، کرزي ایران ته په افغانستان کې د خپل کلتوري یرغل او نفوذ د خپراوي لپاره بشپړه ازادي ورکړې وه.

4 thoughts on “پخوانی ولسمشر حامد کرزی له پیکینګه تهران ته ځي”
  1. ديارلس ډير عمر دى که بدلون ته اهميت ور کول شوى واى
    داروا ښاد ، مبتکر، سيا ستمدار، عالم او وطن پالونکي ګل پا چا الفت يو ډير ښايست شعر

    وينا ته ېې چې ګورې دوطن په غم غمجن دى
    پرې مه غولېږه غل دى
    په ژبه هرڅه وايي، وطن او ملت ستاېې
    په دې غم مبتلا ېې
    مجلس د صادقانو ته راغلى په څه چل دى
    پرې مه غولېږه غل دى
    د خپل مطلب لپاره، هرځاى ته لري لاره
    تل ګرځي ناقراره
    دخپل شخصي غرض نه، نه تيريږيګوډ او شل دى
    پرې مه غولېږۍ غل ډئ
    قرقل ېې که په سر وي، په ځا ن ېې چپن وي
    په پوهه معتبر وي
    په بد نظر ېې ګورئ که ېې بل شان عمل دى
    پرې مه غولېږئ غل دي

  2. salamoona
    hope he has good journey and good time where he goes,in fact he has good reputation among afghan people because every time he defended the civilian and has not signed the last approved statement of afghan id but it is reality that because of careless and more trust habit some afghan people do not like him eg he allow the dangerous enemy Iran, gave more freedom which is more dangerous in the name of cultural,special cooperation with high profile people especially with hazara people, then all it was really big mistake hope ghani not do the same what he did,now ghani look like not loyal what he promised the people especially with south people of Afghanistan from where he got lots vote and became president.

  3. كرزي خو دير بي نتيجي سفرونه كري. د سه د پاره بيا زي؟ أيا ولسمشر دي او كه بيا هم د ولسمشري خوبونه ويني؟ ده د خپلي ولسمشري په دوره كي افغانستان ته دومره ستونزي پيدا كري چي د دي هيواد په تاريخ كي يو ولسمشر هم نه دي پيدا كري. د ايران پراخ لأس او كلتوري يرغل، د پاكستان لأس د افغانستان په دولت كي او نورو تولو بدمرغيو عامل كرزي وو. كرزي د كار سري نه دي خو د فتني سري دي. دي په دي كار كي دير مهارت لري. خداي دي خير وكري چي دي ولسمشر غني ته ستونزي پيدا نه كري. كرزي په هره لار هسه وكره حي د ايران او پاكستان د خوشحالولو لپاره ستراتيژيك قرارداد د امريكي سره چي د تول ولس خوشه وه، لاسليك نه كر. لويه جرگه يي راوبلله چي د ستراتيژيك قرارداد مخنيوي وكري، خو برعكس د ده توقع، په غوس أكثريت دا قراردا لويي جرگي ومنه. خو بيا هم كرزي قرارداد لاسليك نه كر. د ايران او پاكستان د خوشحالي او رضايت لپاره يي هر كار وكر، خو هغوي راضي نه شول. خو كرزي خپل او د افغانستان حيثيت دير تيت كر. وبه گورو چي كرزي بيا هم د دي ملت سره كومه بله جفا غواري چي وكري.

ځواب ورکول ع. شريف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *