تاند- د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په لندن کې د پاکستان د صدراعظم محمد نوازشریف پوښتنې (عیاادت) ته ورغی.
نوازشریف د لندن په یوه روغتون کې د زړه جراحي عملیات کړي او لا هم په لندن کې دی.
حامد کرزي، چې د چټ هم هاوس په کنفرانس کې د ګډون لپاره لندن ته تللی دی، د پنجشنبې په ورځ د نوازشریف پوښتنې ته ورغی او له هغه سره یې د دوو هیوادونو پر اړیکو او د تورخم د وروستۍ ستونزې د سوله ییز حل پر اړتیا خبرې وکړې.
نوازشریف لندن ته تر تګ وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه. ټاکل شوې ده چې ښاغلی کرزی د روانې میاشتې په پای کې او یا د راتلونکې جنورۍ په لومړیو کې پاکستان ته لاړ شي.
د تېرې یکشنبې په ماښام په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې هغه مهال يیل شوې چې پاکستان په صفري نقطه کې د دروازې د جوړولو کار پیل کړ خو افغان امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه.
له تورخمه د وروستیو راپورونو له مخې پاکستان د دروازې له جوړولو لاس اخیستی او له هغې موافقې سره سم چې د افغانستان له سفیر حضرت عمر زاخېلوال سره پاکستاني مشرانو کړې ده، تر هغو چې د دواړو هیوادونو سیاسي مشرانو په دې اړه پرېکړه نه وی کړې، پاکستان به د دروازې د جوړولو کار دروي.
حامد کرزی تېره اوونۍ امریکا ته لاړ چې د بوکس د نامتو لوبغاړي محمد علي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
سلام دي عيادت په زي عبادت ليكل شوي او جولاي پر زي جنوري هيله ده چي صحيح كري مننه
ٌعیادت ٌ
موږ تر عید کاه جومات پوری دډیرو ازدحامو دلاسه جنازی او فاتحی کینسل کړو لا لا مو امریکی ولاړ اوس خو ریس جمهور نده نو بیا څنګه کیدای شی ؟ اوس خو یو عادی وګړی ده دطیاری او نور لګښتونه دکومه شول ؟
همګر صاحب زي نه دئ ځائ دئ