ښاغلی ارینزی

ډاکټر وکتور فرانکل، هغه یوازنی کس و چې د پولنډ له (اشویتس) بند څخه وتښتېد. فرانکل د نړۍ ښوونکو او د انسانیت د تاریخ له پاره داسې لیکلی:

(زما سترګو داسې شیان ولیدل چې د هېڅ انسان سترګې یې باید ونه ویني. ما د انسان وژنې هغه ګازي خونې ولیدې چې ډېرو تکړه مهندسینو طراحی کړې وې، ما داسې روغتیایي ډاکټران وکتل چې معصوم ماشومان یې ډېر په کراره مسمومول، ما داسې نرسانې ولیدې چې انسانان یې په یوه ستن وژل، ما د پوهنتونونو داسې فارغین ولیدل چې کولای شواي ډیر انسانان په اور کې وسوځي.

دې او دې ته ورته خبرو، زه د زده کړو په ماهیت شکمن کړی یم. له تاسو ښاغلو ښوونکو څخه غواړم چې مخکې له دې چې له خپلو زده کوونکو څخه ډاکټران یا مهندسین جوړ کړئ، لومړی یې انسانان وروزئ چې یوه ورځ په رواني ځناورو بدل نه شي. ډاکټر یا مهندس یا ملا کېدل دومره سخت نه دي او هر څوک کولای شي چې څو کاله زیار وباسي او دا ویاړ ترلاسه کړي؛ خو خپل زده کوونکي په دې پوه کړئ چې د دوی ډېره لویه شتمنی به انسانیت وي چې له ټولو عقایدو او دیپلومونو څخه هسک دریځ لري!).

هغه چا چې د دې پیام دری متن په خپل فیسبوک کې خپور کړی، په پای کې لیکي چې په دې ورځو کې د ځینو روڼ اندو او دیپلومیانو له خوا، د جنګي مجرمینو، غلو، غاصبینو، سړي وژونکو، جانیانو، قاچاق وړونکو او ټوپکیانو ښکاره ننګه او ملاتړ، د ډاکټر وکتور فرانکل د خبرو ارزښت ډېر لوړ کړی او کله خو زه په خپلو زده کړو هم بی باوره کېږم

One thought on “پخې خبرې | احسان الله ارینزی”

ځواب ورکول daood ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *