تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ولسمشرۍ نوماند لطیف پدرام تور لګولی چې زلمي خلیلزاد د سولې د پروسې په بهانه د ټاکنو د سبوتاژ هڅه کوله.

ښاغلي پدرام نن په یو خبري کنفرانس کې تور لګولی چې د ټرمپ د ادارې لخوا د سولې پروسه تش تبلیغات وو او غوښتل یې چې د ټاکنو په تړاو خلک په غفلت کې وساتي.

ښاغلي پدرام ویلي، د سولې پروسه جعلي او نمایشي وه او دا کار د دې لپاره کېده چې امریکا په ټاکنو کې د خپلې مهرې د رامخته کولو په لټه وړي.

ښاغلي پدرام دغه راز محمد اشرف غني هم تورن کړ چې د امریکا په دغه استخباراتي او تبلیغاتي لوبه کې دخیل و او پوهېده چې ټاکنې ترسره کېږي: (( دولت ساز ټیم هم ټاکنې سبوتاژ کړې، ځکه دوی پوهېدل چې ټاکنې ترسره کېږي، ځکه یې خلک او نوماندان په غفلت کې وساتل، امریکا په دې لوبه یو کال وړاندې کار پیل کړی و او اشرف غني ته یې شخصیت سازي کوله.))

نوموړی وايي، په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون او درغلي د امریکا د همغه پلان برخه وه چې له یو کال راهیسې یې په افغانستان کې پلی کاوه.

دا په داسې حال کې ده چې پر لطیف پدرام پخپله هم تور دی چې د ایران مستقیمه جاسوسي کوي او د افغانستان د نوم تر څنګ له افغانیته هم منکر دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ یا هم په کابل کې امریکايي چارواکو د پدرام د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

3 thoughts on “پدرام: خلیلزاد د سولې په نوم ټاکنې سبوتاژ کړې، امریکا غني ته شخصیت سازي کوله”
  1. په افغانستان کې اوسيږي ، په افغاني اوبو ، هوا اوډوډۍ ئې ځان پړسولئ ، خو د افغانيت څخه منکر دئ ، د دموکراسۍ د نوم څخه په ګټه اخستنه زمونږ په وياړنو ځکه ملنډې وهي چې داخلي پښتون دښمنه کړۍ ئې تر شا ولاړ دي ،د داسې يو دولت د جوړېدا په هيله چې تر هرڅه اول قانون تطبيق او دا شخص اشد مجازات کړي

  2. ښاغلي عبدالطیف پدرام د «آزادی، عدالت و امنیت» انتخاباتي ټیم مشر او
    احسان الله حیدري د لطیف پدرام لومړی مرستیال
    محمد صادق وردګ د لطیف پدرام دوم مرستیال ته د ولسمشرۍ پدې ټولټاکنو کې د ماتې او ناکامي په مناسبت تسلیت او د زړه صبر غواړو.

  3. پدرام د ګلبدین حکمتیار د مقدس جهاد لاسته راوړنه ده: پدرام هغه وخت رامیدان ته شو چې ګلبدین د تخت په تمه دکابل پر جوماتونو د راکټونو جهاد پیل کړ. حتی هغه وخت چی دده د لاسه پرچم او ستم را دمخه شول او اوس ګلبدین پشتون ته بد وایې او زور یم هم نه رسیږي. د پښتنو دپاره خو تر دی دیموکاتیک اسلام چی ګلبدین یې هم برخه ده هماغه کمونیستی بهتر و. خد پدرام خوندې کوم خر خو نه و موجود!

ځواب ورکول بریال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *