لطیف پدرام

تاند- د ولسي جرګې غړی لطیف پدرام ادعا کوي، وروسته له دې چې د دیورند کرښې په اړه یې لانجمنې څرګندونې کړي، د هند استخباراتي اداره (را) او د افغانستان د ملي امنیت ریاست د ده د وژلو هڅه کوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې (تریبیون) نن /سې شنبه/ راپور ورکړ چې د ملي کانګریس ګوند مشر او په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي عبدالطیف پدرام وویل، ګومان کوي چې د هند استخباراتي اداره هم د ده د وژلو په پلان کې شامله ده چې ځکه چې هند غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په روانو اختلافاتو کې خپلې ګټې خوندي کړي.

پدرام، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل په کلونو کې د پرچم ګوند له مشرانو څخه و، وروسته جمعیت ته واوښت خو په وروستیو کلونو کې یې د ملي کانګریس (ګنګره ملی) په نوم ګوند جوړ کړی دی.

ده تېره اوونۍ وویل چې ډیورند د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني او د افغانستان حکومت هم باید رسماً دا کرښه د دوو هیوادونو ترمنځ منل شوې نړیواله پوله وپېژني.

د پدرام څرګندونې له سختو مخالفتونو سره مخامخ شوې. او ادعا کېږي چې د ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي ادارو له لوري د جوړو شویو فېسبوکپاڼو کاروونکو هڅه وکړه چې دې مسلې ته قومي رنګ ورکړي او د افغانانو په منځ کې د نفاق اور بل کړي.

تریبیون ورځپاڼه وايي چې پاکستان پر ډیورند کرښه خبرې نه کوي ځکه چې هغه یوه حل شوې مسله بولي خو افغانستان او افغانان دا پوله په رسمیت نه پېژني.

خو ورځپاڼه وايي چې پدرام وايي چې په سلو کې ۸۰ افغانان د ډیورند کرښې په اړه د ده د دریځ ملاتړ کوي.

ده تاکید کړی چې د ډیورند کرښې د منلو لپاره به مبارزې ته دوام ورکړي.

د ډیورند کرښې په اړه لانجمنو څرګندونو د لطیف پدرام نوم خولو ته واچاوه او که څه هم ډېرو وغانده خو دې څرګندونو او په وړاندې یې غبرګونونو له ده سره مرسته وکړه چې ډېر خلک یې له نوم سره بلد شي.

2 thoughts on “پدرام: د هند او افغانستان استخبارات مې وژني”
  1. په بوترام هم د هغه سړي کانه وشوه چې د خپل نوم د مشهور کېدول لپاره یی په جومات کې چټلي کړې وه . دی اوس غواړي ځان د افغانستان خلکوته د یو ګوند مشر معرفي کړي او د ډیورند د چټلیو په خوړلو ځان مطرح کړي. که په ده کې دومره زور وي لاړ دې شي د خپل پلرني ولایت یو څو ولسوالۍ دې د پردیو له نفوذ نه پاکې کړي.

  2. د ترېبیون ورځپاڼې حواله خپله دا ثابتوي چې پدرام د پاکستان جاسوس دئ ، او د پاکستان له خولې دپدرام په اړه ددې خبرې چې ګواکي (80) سلنه ملاتړ کوونکي لري ، دایې بل تبلیغ دئ چې (آی اس آی ) ور ته پیل کړی ،او پدرام ته د کاذب شهرت تبلیغ کوي . په داسې حال کې چې پدرام په خپل بدخشان کې هم ټول (20) کسه پلویان نه لري ، ځکه چې د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي او پدرام له سره یو مزدور او مرتد انسان دئ .او د پدرام د وژنې په اړه چې ګواکې د هند او افغانستان استخبارات یې وژني دایې بل تبلیغ دئ . د افغانستان استخبارات دومره ساده نه دي چې د سپو په هسې خوشې چټي غپلو به سپي وژني . پرېږده چې سپي وغاپي او کاروان به تېرېږي .پاکستان اوس دد سپو په غپلو ځان ته برائت ور کوي او د پدرام په خوله د ډېورانډ منحوسې کرښې ته قانونیه جوړوي . ، خو نه قانونیت د لرواو برو قبائلو په خولو کط ده نه د پدرام په خوله کې . تولعنت دې په داسې بېشرمه او بدبویه غیر منطقي دلیل شه .

ځواب ورکول ahmad helal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *