له هغې ورځي را هيسې چې د طالبانو حکومت را نسکور شوى او بهرني ځواکونه چې لويه برخه يې ناټو او امريکايې ځواکونه دي، افغانستان ته راغلي او ډيرى داسي چاري يې تر سره کړې، چې زموږ افغاني ټولنه ورسره هېڅ اړخ نه لګوي، له کلتوري ارزښتونو او ملي دودونو په بيا بيا سرغړونې شوې او دې سرغړونو د ځينې افغانانو په کړو وړو او روان هم اغېز کړى دى، په دې معنى چې ځينې وخت د واک او ځواک په زور د بهرنيانو پېښې کوي او ملي او افغاني ارزښتونه څه چې بشري ارزښتونه هم په بې پروايۍ سره تر پښو لاندې کوي.

   د ېېلګې په ډول زموږ په ټولنه کې نارينه ته دا حق نه ورکول کېږي، چې ښځي تلاشي کړي، خو دغه ځواکونو دغه کار وکړ، په زياترو ځايونو کې يې ښځي تلاشي کړې، کورونو ته پرته له کومې اجازې ور ننوتل په بېلابېلو نومونو يې د خلکو استقلال او عزت تر پښو لاندې کړ، خلکو خپل غږ پورته کړ، خو ځواب يې د بښنې غوښتلو او پلټنو په کولو ورکړل شو، خو په عمل کې هېڅ هم ونه شول او د وخت په تېرېدو هر څه د هېر کندې ته وغورځېدل.

  د شپې په تيارو کې د خلکو په کورونو ورننوتل ډېر داسي عملونه يې وکړل خو هېچا هم د مظلوم ملت غږ وا نه وريد. په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې هلمند سنګين کې کله چې طالبانو ماتې وخوړه او بهرنيو ځواکونو دغه ولسوالي و نيوله نو د کورونو ته يې سپي راوستل، چې دوى به دغه کورونه تلاشي کوي په همدې ډول يې ډېري ښځي او ماشومان پرې وداړل، همداراز بله بېلګه به يې خوست ورکړو  په خوست کې همداسي وشول.

  له تېرې ډیرې مودې راهیسې د بهرنیانو له لوري په سپیانو پلټنې او تلاشۍ غبرګونونه له ځانه سره درلوده خودا وارغبرګون هله تند مخې ته راغی چې د ولسمشر د لومړي مرستیال له راتګ وړاندې د ولسي جرګې تالار په سپیو ولټول شول، له دې سره جوخت د ولسي جرګې غړي سخت غوسه شوي او وايي چې په دې کار سره د ملت د کور سپکاوی شوی دی.

  هر کله به چې د سېمې اوسېدونکو پر دغه ډول تلاشيو خپل غږ پورته کړ خو داسي څوک به پيدا نه شو چې د دې مظلوم ملت غږ واوري. خو کله چې د ولسمشر لومړى مرستيال ولسي جرګې ته راتلو نو لومړى يې د ولسي جرګې تالار په سپيو و پلټل شو، له دې کار سره جوخت د ولسي جرګې غړي سخت په غوسه شول او دغه کاريې د ملت په کور کې د ملت سپکاوي وباله او نارې وهي چې ولسمشر شخصيت وژنه کوي.

   ما ته د دوى دغه غبرګونونه هغه مقوله را يادوي چې وايي: پر ما تېر شوي پرتا اوس راغلي دينه. نن د ولسي جرګې غړي د ولسي جرګې د تالار پلټل په سپيو ملت ته سپکاوى بولي خو دغه ملت چې د ١٢ کلونو را په دې خوا په سپيو د تلاشي نه نيولې تر داړلو پوري کانې پرې کېږي د هغه يادونه هم څوک نه کوي دغه د ملت استازو يوه ورځ و نه ويل چې زموږ ملت ولي په داسي حال کې دى.

  يوه ورځ د ملت په کور کې د ملت په ګټه خبره و نه شوه هر کله په همدې کور کې ملت ته سپکاوى وشو.د بيلګې په توګه انورسعادات په همدې د ملت په کور کې ملت ته سپکاوى وکړ هيچا ورنه د سپيناوي تپوس ونه کړنن چې دوى په سپو و پلټل شول اوس دوى د ملت استازي شول او د دوى سپکاوى د ملت سپکاوى شو.

    د ولسي جرګې غړي رمضان بشردوست وویل د ولسي جرګي سپکاوی د ټول ملت د سپکاوي په مانا دی دهغه له خولې ده ، چې که د ولسمشر مرستیال ته د امنیت لپاره دومره تدابیر نیول کېږي، نو د ملت استازي خو هم د ارزښت وړ دي، هغه له ولسې جرګې وغوښتل چې په دې برخه کې دې جدي غبرګون وښیی.

      د ولسي جرګې ډېرو وکیلانو د امنیتي کسانو له لوري د سپیو پلټنې په سختو ټکو وغندلې او ډېرو چې دغه کار یې د ملت د کور سپکاوی باله غوښتنه یې کوله چې په دې برخه کې سپیناوی وشي.

  د چارو څارونکي هم ولسي جرګې په وړاندې دا ډول کړنه سپکاوی بولي او وايي چې په سپیو د تلاشۍ پلمه هغه وخت په دې جرګه کې جوړیدای شي چې کله هم امنیتي ادارې دغلته د کوم ګواښ خبر ترلاسه کړي .

   په پاى کې دومره وايم چې دا خو لا يوه وړه نمونه وه، چې د ملت په کور کې نندارې ته وړاندي شوه او په دې ننداره کې زما مظلوم ولس کال دولس مياشتي ښکيل دى. ښه شوه چې ولسي جرګې ته دا معلومه شوه، چې ددې هېواد په هغو وګړو چې دوى يې ځانونه استازي بولي هر شپه داسې وحشتونه تېرېږي، کله يې د بهرنيو سرتېرو سپيان داړي او کله کله هم د سيمې د خپل سرو ټوپکمارو مشران او مغرض قوماندان.

  ورونو راشئ! چې نور دغه کړنو ته د پاى ټکى کېږدو، نور چاته اجازه ور نه کړو چې زموږ سپکاوى وکړي، نور بايد له دې خوبه پاڅو چې زه څوک يم ته څوک يې؟ راشئ! چې په يوه غږ او په يوه سلا ووايو چې موږ څوک يو او څه غواړو.!

2 thoughts on “پرما تېر شوي پر تا اوس راغلي دينه! حکمت الله نورزى”

ځواب ورکول نشیب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *