ځوان خپلې پښې ځمکې ته تخته کړې، سترګې يې له اوښکو ډکې شوې، چيغه يې کړه!
_ مه کوئ! د خدای روی ومنئ! ما په کراره پرېږدئ!
ځوان ته لاسونه ور ولوېدل، له ځمکې يې پورته کړ، تر امبولانسه يې په هوا کې يووړ، خو ځوان د موټر دروازې ته اوږه ورکړه، له خولې يې لاړې باد شوې:
_ والله که مې له دې ځايه د چا پلار بوځي!
يو غږ راغی:
څه خبره ده؟_
سپينې چپنې اغوستي کسان، څنډې ته شول، غلي ودرېدل، يوه يې وويل:
_ډاکټر صېب! دا ځوان امبولانس ته نه ورخېژي!
ډاکټر، ځوان ته وکتل، د سرحدي پوليسو د اغوستې دريشې اوږه او سلامت لستوڼی يې په وينو تک سور و.
ډاکټر وويل:
_ګوره! ته ټپي يې، ډېره وينه دې ضايع کړې ده، يواځې دوه ساعته وخت لرې. بايد ژر تر ژره جلال اباد ته ورسېږي.
ځوان غلۍ ودرېد، له سپېرو شونډو يې څو ځله يوه خبره را ووته:
دوه ساعته! دوه ساعته، دوه….
يودم يې سر پورته کړ، په خوند يې وويل:
_دوه ساعته! له وطنه د دفاع له پاره ډېر وخت دی!
ټوپک يې ور واخيست، د خپلو جنګېدونکو ملګرو خواته يې منډه کړه!

د څلویښتو کالو ستړئ ولس خو بیا هم په هیواد سر ږدي۰ویاړ په هغه افغان چې په خپله خاوره او ناموس ننګ وکړي۰
د پــښــتــنــو دښــمـن غــرق شــې »»»×««« چـې نـور بـربـاد د بـیـا پـوښـتـنـې تـه درځـیـنـه