په سنګر کې پروت په دوړو پټ سرتېری خلک ساتي چې خپل وطن وساتي، خو قوماندان یې لګیا دي هغه عوامل پړسوي – هغسې توطیې جوړوي چې د همدې پولیس بقا ورسره په خطر کې ده.

په اصل کې د پولیس او وطن اصلي‌ دښمن هغه طالب ندی، چې مخامخ ولاړ دی او جګړه یې اعلان کړې ده، اصلي‌ دښمن دغه ټولی مشر ـ ډلګۍ مشر دی، چې د دندې د پیل پر وخت یې په قران لوړه کړې، ‌‌په ټټر یې د میړانې نښانونه ټومبلي، په ولي‌ یې لیکلي، ‌خدای، ولس، دنده، خو په عمل کې د همدې ملي حکم خلاف عمل کوي، د سوګند خلاف عمل یې د خدای پرضد عمل دی، د خلکو د پریکړو او ارادو خلاف عمل یې د دولس خلاف عمل دی او د ملي پولیس په جامه کې د یو شخص د باډیګارډ په بڼه کردار یې د دندې سپکاوی دی.

1ټول افسران او مشران په دې ډله کې نه راځي، خو له بده مرغه پرونۍ ټاکنې داسې وې، چې د بل هروخت خلاف د ولسوالیو او ولایاتو یو شمیر امنیه قوماندانان د ټاکنو د سلامت او حفاظت پرځای د ټاکنو مصونیت ته په جدي‌ ګواښ ‌بدل شوي وو.

په داسې حال کې چې موږ د خپلو سرتېرو میړانې ستایو،‌ د دوی غیرت، شهامت او روحیې ته غبرګه سلامي‌ وهو، د شهیدو شوو سرتېرو د قبرونو خاورې په سترګو موږو، مګر له بده مرغه د همدې سرتېرو په رهبرۍ کې ځینې داسې کسان و، چې نه یوازې خپله بې طرفي یې ونه ساتله، بلکې د انتخاباتو پروسې ماهیت یې تر خپله وسه زیانمن کړ.

دوی د کمپاینرانو او د پخوانیو جنګي قوماندانانو د شخصي ملېشو د سرګروپانو په شان عمل وکړ.

دوی چې ټوپک په لاس دي، دا ځل د طالب د نه شتون په صورت کې د طالب کردار کې شول، خلک یې د خپلې ارادې تمثیل ته پرېنښودل، ځینې مرکزونه یې پخپله ولکه کې واخستل، صندقونه یې هغه کاندید ته ډک کړل، چې د دوی ورسره د واک د تضمین معامله شوې وه. د رایو د صندقونو په رسولو کې یې لټي وکړه، او د برمل په څېر په ځينو سیمو کې یې حتی د ټوپک په زور صندقونه له یوې سیمې بلې ته انتقال کړل، سریالونه یې په لستونو کې ورسول او صندقونه یې له رایو وپړسول.

په ډيری ولسوالیو کې خلکو شکایت کاوه، چې کارتونه یې په لاسونو کې پاتې شوي، ګوتې یې سپینې پاتې شوې، په ټکنده ګرمۍ کې یې په ساعتونو، ساعتونو د سایټونو مخې ته انتظار کړی، خو صندقونه له مخکې ډک شوي وو.

شېبه په شېبه له لرې پرتو سیمو متضررو او له ټاکنو محرومو شوو یا تهدید شوو خلکو د رسنیو له لارې خپل اعتراضونه تر کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ورسول، خو له بده مرغه چې تر تیاره ماښامه یو امنیتي ارګان هم په دې هکله اقدام ونه کړ.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر ماښامنۍ کنفرانس د وزیر پر وړاندې د خلکو د شکایت اخري او د امید مرجع وه، خو له بده مرغه ښاغلی وزیر په دې برخه کې تر بل هر مسول مقام سوړ او نا امیده کوونکی و.

د کورنیو چارو وزیر له یوې خوا لکه د افغانستان عادي وګړي د خپل کاري‌ چتر له حال احواله د معلوماتو په خلا کې و، له بلې خوا یې هرڅه په دې خلاصه کړل، چې مجرمو او متهمو پولیس مشرانو ته توصیه شوې ده.

داسې عاطفي ځواب د سرې میاشتې کار وي، د حج او اوقافو وزارت کار وي، چې ملا امامان په اعتماد کې ساتي، د پولیسو د یو منصبدار ځواب ډېر غوڅ، جدي او امید بښونکی وي.

پولیس منصبدار بیا په تیره وزیر چې له خپل مادون سره مخ شي، د هغوی سترګې له ډاره حرکت پریږدي، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر په عواطفو کې د خلکو د سر او برخلیک نجات لټوي.

که د انتخاباتو مشروعیت ته د تقلب یا جعل کارۍ او یا جغرافیايي تناسب له اړخه صدمه رسېدلې وي، د کورنیوچارو وزیر او بیا ورپسې یو یو امنیه قوماندانان مسول دي، چې خلک یې متهموي.

دا امنیتي ځواکونه وو، چې خلکو ته یې د شفافیت له اړخه ډاډ ورکولای شوای. دا پولیس او اردو مشران وو، چې په درغلیو کې ښکېل کسان یې مجازات کول، نو چې دوی خپله طرف شي، کمپاینران شي، د شخصي ملېشو په څېر د یو ځانګړي کاندید لپاره د تهدید ترسرحده په کمپاین کې ښکېل شي، څوک به چاته وژاړي؟

که دا امنیه قوماندانان او افسران ونه پېژندل شي، مجازات نشي عوامل ونه پلټل شي، نه یوازې ټاکنې به خپل مشروعیت وبایلي، هم به په خپله رنګ کړې ګوته او کارولې رایه د افغانانو باور زیانمن شي او هم به د هغو پولیسو او امنیتي سرتېرو د وینو او قربانیو سپکاوی شوی وي، چې پرون د انتخاباتو د سلامت لپاره او د وطن د راتلونکې د نجات لپاره یې سرونه قربان کړل.

0 thoughts on “پرون ځینې امنیه قوماندانان انتخاباتي کمپاینران وو / حشمت الله وردګ”
  1. The all Police,Karzai,Wazir, with Abdullah = he will the president, No need for Mr Ghani,Dostom to made the 2nd round of Election (Just Taand walla don’t had engulf votes to make the Ghani as aprisdent in article)

  2. افسوس په داسی حال چی زمونږ دملک په دولتی چارواکو کی روان ده وزیر صاحب دفاع خو له ټولو قومندان صاحبانو سره ویډیوکنفرانس هم دایر کړو خو کومه نتیجه یی ورنه کړه

ځواب ورکول جلال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *