په وروستیو کې د «ډاکټر غني پرضد نوی سیاسي اپوزیسیون» په نوم په رسنیو کې د افسانې په بڼه یوه لیکنه خپره شوه، چې د پروپاګند له زړو او سولېدلو تکنیکونو په کې کار اخیستل شوی دی. ما چې کله په لومړي ځل لیکنه پرانېسته، فکر مې وکړ چې د نوي حکومت پر وړاندې د سیاسي اپوزیسیون د جوړېدو په اړه د لیکوال کوم تحلیل دی، خو د نري باران او لکه ښاماران د پغمان پر لور د تلونکو لنډ کروزرو په لوستلو سره مې فکر وکړ، چې ګنې لیکوال د خپل لیدلي خوب کیسه بیانوي. کله چې د لیکنې منځ ته ورسېدم، لیکوال د کږو وږو او غافلوونکو دلایلو په وړاندې کولو سره دا بیانوي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی د اشرف غني پر وړاندې د نوي سیاسي اپوزیسیون د جوړولو په هڅه کې دی.

دا د لیکوال حق دی چې په دې اړه خپل برداشت او اندېښنې له خلکو سره شریکې کړي، زه خدای مه کړه د چا د غږ پورته کولو مخالف نه یم، خو خواشینی دې ته شوم چې په دې بدمرغه ټولنه کې د فزیکي شکنجو ترڅنګ، داسې خلک هم پیدا کېږي چې ولس ته روحي شکنجې ورکوي.

په لیکنه کې د نوي حکومت د سقوط او ړنګېدو په اړه یو ډېر بد تصویر پروت دی، هر چا چې لیکنه لوستې له نورو سره یې حتماً خپلې اندېښنې شریکې کړي او د هېواد د راتلونکي په اړه یې بدبیني ښودلې ده.

لیکوال پرته له دې چې د راتلونکي نظام پر وړاندې د احتمالي ګواښونو او ننګونو په اړه خپلې اندېښنې په منطقي دلایلو ثابتې کړي، په ډېرې بې پامۍ یې د عامه افکارو د زیانمنولو هڅه کړې.

افغان ولس له سختو فزیکي او رواني ربړو- ستونزو سره مخ دی، دغه ډول پروپاګندې کولای شي چې عامه ذهنیتونه منحرف او بې لارې کړي. د دې هېواد اکثریت وګړي نالوستي او د ملي مسایلو په اړه یې د شعور او برداشت کچه ډېره ټیټه ده، کله چې داسې افسانې او ډرامې ګوري نو فورا پرې باور کوي.

نه پوهېږم د لیکوال هدف څه دی، خو د لیکنې په وروستۍ برخه کې څرګندېږي چې نوموړی له کرزي سره قبیلوي او شخصي ستونزې لري. د کرزي په اړه ډېر څه نه وایم او نه یې ننګه کوم، خو دومره وایم چې کرزی او اشرف غني د دې هېواد لپاره د یو بل د پروګرامونو متمم او بشپړوونکي دي. که کرزي نه وای غوښتي، نن به اشرف غني په ارګ کې نه وای او د که کرزي ملاتړ نه وای، نن به اشرف غني په دومره ډاډه زړه د اصلاحاتو په نوم کومه برنامه نه لرله.

له لیکوالانو او مبصرینو مې هیله دا ده، چې خپله انرژي او وړتیا د دې ټولنې د خیر او فلاح لپاره په مثبته لار ولګوي، نه داسې چې د فردي ګټو او سلیقو لپاره عامه افکار او ګټې زیانمنې کړي.

هیله ده چې د یوه لیکوال په توګه مې خپل دا مسوولیت نن ادا کړی وي او ولس مې پر دې حقیقت پوه کړی وي.

وما علینا الا البلاغ

2 thoughts on “پروپاګند عامه افکار زیانمنوي/ نظیم سمون”
  1. زموږ د دري ژبو هیوادوالو متل دی چې وایي: آزموده را آزمودن خطاست
    ښاغلی لیکوال صیب ! تاسې هم لکه نور ټول د افغانستان وګړي په ښه توګه د کرزي ټول خواص، ټولې کړنې، ناخوالې، غلا ، فساد، رشوتونه، له ایرانه د ډالرو اخیستل، له پښتنو سره د شمالي ټلوالې په څیر چلند، دهلمند او نورو پښتنو سیمو څخه د پښتنو له بیځای شوو سره بی تفاوتي او په لسهاوو نورو بیخوالو سره بیا هم خائن کرزی خلکو ته پرښته معرفي کوئ. دا اوس ټولو ته جوته ده چې کرزي هیڅوخت دا سلاحیت نه درلود چې د شمالي ټلوالو د غړو له اوامرو پرته کوم کار وکړي او د ده یوازینئ او اصلي دنده دا وه چې د سهامي شرکت اساسي غړي له یوه وزارته بل وزارت ته او له یوه ولایته بل ولایت تبدیل کړي. د وروستیو ټاکنو اصلي مرداره څیره هم عطا نور د کرزي په هینداره کې وه. زه ډاډه یم چې یوازې هغه خلک چې له سیاسي ډګره د کرزي له وتلو سره یې خپلې ګټې له لاسه ورکړي، د هغه دفاع کوي

  2. محترمه وروره بریالی اوسی .
    خدای دی خیر درکړی دی په دی تحلیل زموږ خو د پرون راهیسی زړه په درازا و چې څه وخت به خدای مه کړه څه کیږی زموږ وطن ته ددیموکزاسی د سو غاتونو سره یو سو غات دا راغلی چی سیاسی مبصرین پریمانه شوی دهری ډبری لاندی یو
    تحلیل ګر او سیاسی مبصر پروت دی په نوره نړی کې ددی کار دپاره خلګ روزل کیږی کلونه کلونه درس وایی تر څوددی دندی دپاره سند لا س ته راوړی خو زموږ په وطن دا کار د فیسبوک د پا ڼي نه پیل کیږی بیا ویبسایټو نو او دغسی مخ په وړاندی ځي دی
    دا اماتور تحلیل ګران هرڅه چې یی زړه وغواړی هغه لیکی دی ته نه ګوری چې د ا لیکنه په دغه وخت کې زما دوطن د ګټو د پاره تا وان لری که ګټه ؟

ځواب ورکول حمید ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *