محمد عارف رسولي

زموږ د هیواد یوه بدمرغي داده چې زیات کسان مو کوم متوازن فکر او نظر نلري. زیاتو یې د افراط او تفریط لاره نیولې ده. زموږ زیات په نامه پوه خلک دې ته نه ګوري چې که زموږ هیواد په خپلو پښو ونه دریږي، ملي هویت، ملي نهادونه او ملي او اسلامي روحیه مو ونه رغیږي د پردو له احتیاجه نه خلاصیږو. له احتیاجه د وتو لپاره د ملي تاریخ درلودل، ملي قهرمانان لرل او ورباندې فخر کول، ملي غرور، ملي نوامیس خورا مهم دي. ځینو ملتونه چې داسې کسان نلري یا د نورو قهرمانان ځان ته ورکوي او یایې ځانته په مصنوعي توګه تراشلي او نمانځي یې. خو موږ نه پریږدو چې په ملي رهبرانو، سمبولیکو شخصیتونو مو ملي اجماع راشي.

څو ورځې مخکې د یوه کس لخوا چې ملا صبور نومیږي، ځان ته روحاني شخصیت وایي او ادعا لري چې د افغانستان د خلکو خواخوږۍ دی د افغانستان د آزادۍ د معرکې په ستر سالار، د شکیلاک د سترګو اغزی او د ملک د پرمختګ ارمانجن ملي شخصیت اعلیحضرت امیر امان الله خان پسې بد رد ویلي.

اعلیحضرت امان الله خان به د هر انسان په توګه څه تیروتنې کړې وي خوټول مورخین ورته د یوه زړه سواندي، په وطن مین او ترقي غوښتونکی رهبر او زموږ د هیواد د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سالار په توګه قایل دي. هر خبیر افغان ته باید دا ټکې د غازي امان الله خان د محبوبیت لپاره بس وي. خو د یاد وړ خبره داده چې کله امان الله خان د نړۍ ستر ښکیلاک ته ماته ورکړه، ښکیلاک هم په کراره پاته نشو او د امان الله خان او دهغه د رژیم په وړاندې یې یې سترې سترې دسیسې پیل کړې او دهغه په وړاندې یې ستر کمپاین پیل کړ. همدا کار د روسانو تروتو وروسته تکرار شو.

له دې کبله چې زموږ خلک تاریخ او د تاریخ علم ته اهمیت نه ورکوي، تر ډېره د تاریخ په اوږدو کې دا دسیسې زموږ د ملت له نظره پټې پاته شوې، زموږ ډېری خلک ورڅخه بیخبره دي او همدارنګه زموږ تش په نامه ځینې عالمان هم په دې یا نه پوهیږي او یا د ځینو معلومو دلایلو له مخې ورڅخه سترګې پټوي.

د ملاصبور د اوتو بوتو ځواب زیاتو افغانانو په رسنیو کې ورکړی دی. ما هم د خپل وجدان په حکم ونشو کولای چې پټه خوله پاته شم او ومې پتیله له خپلو درنو لوستونکو او پتمنو هیوادوالو سره د زړه خواله شریک کړم. دا ځکه چې د سترو ملي تیروتنو او خیانتونو په وړاندې پټه خوله پاته کیدل پخپله یوه غټه تیروتنه ده.

دا ډله چې ملا صبور یې د مشرتابه څخه دی دا څو کاله کیږي چې د هیواد په سیاسي فضا کې را څرګنده شوې ده. دوی د تنظیمونو له ستونزو او تیروتنو ګټه پورته کړې او د هغوی زړه بدي خلک یې په ځان راغونډ کړي دي.

کوم خلک چې له دوی سره یو ځای شوي، یا یې ورسره مرسته کړې ده هغوی داسې تمه لرله چې دوی به غیر متنازغ فیه، دعوتګر او د تیارو رڼا کوونکي وي، په ملک کې به تنظیمي اختلافات، سمتي او ژبني کرکې راکمې کړي او د یوه ملي او دیني ورورولۍ کوم فلتفورم به رامنځته کړي.

په کار داوه چې دوی هم د دعوت په مرسته، د ذهنیتونو په روښانولو، په ملي کچه د اجماع د رامنځته کولو هڅه او هاند کړی وای. دوی باید پوه شوی وای چې دا ملت اوس څه ته اړتیا لري. دوی باید په ملت کې د قومي تعصبونو په حل لاره پسې ګرځیدلي وای او که یې داسې نه کولای نو د هغو په اور یې باید تیل نه وای پاشلي. لازمه خو دا وه چې دوی زر د فتوا ورکولو، تکفیرولو او زموږ د ملت د ملي افتخاراتو د ستنو نړولو ته لاس نه وای اچولی.

په خواشینۍ سره دوی دا کار ونکړ او د تمې خلاف یې په داسې تبلیغاتو لاس پورې کړ چې که سم مدیریت نشي کیدای شي د ملي نفاق سبب شي. د دوي داسې اعمال کیدای شي، زموږ د ملي هویت نازکه وضع نوره هم پیچلې کړي. داسې ښکاري چې د خپلې ډلې د پیاوړي کولو لپاره یې په حساب شوي ډول، یا د بهرنیو کړیو په لمسون او یا د دواړو لاملونو له کبله یې دې کار ته لاس اچولی وي. ځکه دا ناڅاپي نه ښکاري او زموږ د ملت په دې حساسو شیبو کې د تیرو شخصیتونو پرتله کول، یوه ته کافر او بل ته مجاهد ویل د عقل او د ملي ګټو خلاف کار ښکاري او هغه هم د یوه دیني عالم لخوا. په غازي امان الله خان پسې یوازې ځینې په نامه ملایان بدې خبرې نه کوي بلکه څو میاشتې مخکې د هیواد یوه غیر دیني او د قومي کرکو ډک شخصیت، چې بیخي د بیلې مفکورې څښتن دی هم بد رد ویلی و. دا موږ ته راښيي چې د هیواد د ملی څیرو او ملي قهرمانانو د کم ښودلو لپاره ګومارل شوي کسان په هر ګروپ کې شتون لري.

ملا صبور په خواشینۍ سره د هیواد د نافضه قوانینو سپکاوی کړی دی. د همغه قانون له مخې چې سازمان یې رسمیت پیداکړی و، او هم د هغه په اساس د اعلیحضرت امیر امان الله خان په نامه د هیواد ملي دولتي نشان هم منظور شوی و او زیاتو خلکو ته هم ورکړل شوی دی.   خو دوی همدې ملي قانون او دولتي نشان ته درناوی ونکړ او د سپکاوي ملا یې ورته وتړله.

دلته له دوو خبرو یوه حتما رښتیا ده. لمړی، دا چې دا کس یو احساساتي او خود خواه سړی دی، علمیت یې خورا محدود دی، د دولت جوړولو اساسات او رکنونه ښه ور مالوم نه دي، له اسلامي تاریخه، د دولت د بنسټونو د ودې، ستونزو، د دولت له اهمیته، د دولت د ټینګښت له رازونو، د ملي هویت له ګټو او ستونزو او شرایطو او دخلکو په مسؤلیتونو نه دی خبر. که دا سمه وي نو په کار ده چې له داسې خبرو راوګرځول شي او لاس یې ورلنډ شي. دوهم، کیدای شي دا کس د بهرنیانو په واسطه ګومارل شوی وي ترڅو زموږ د هیواد په دې حساس پړاو کې دې لړلیو خبرو ته لمن ووهي، اوبه خړې کړي او نورو ته کبان ونیسي. نو بیا یې هم مخه نیول اړین کار دی.

پایله

د هیواد له ټولو دیني سیاسي شخصیتونو که په هره مفکوره وي او په تیره له دیني عالمانو او روحاني شخصیتونو غوښتنه کوم چې په اهمو ملي مسئلوکې دې پوره پام وکړي. دوی باید پوه شي چې د ټولنې په پښو درول، د بهرنیانو له احتیاجه یې ژغورل له فتواګانو وراخوا زیاتو نورو شیانو ته هم اړتیا شته. دوی باید زموږ د ټولنې په یووالي، د فساد په ورکولو، د بیوزلۍ او فقر په کمولو او ورکولو، د ښوونې او روزنې په خورولو او نورو باندې کار وکړي.

هغوی باید پوه وي چې رښتیني دعوتګران قاضیان نه بلکه په نرمه ژبه دین او ښې لارې ته بلونکي وي. هغوی د په هرچا ټاپه نه وهي، فتواګانې د نه صادروي، نه دې په هرچا قضاوت کوي، بله کیفیت یې د الله تعالی ته پریږدي. ځکه د دعوت غوره لاره داده چې له هغو کسانوسره چې ته ورته بلنه ورکوې باید ښه اړیکه ټینګه کړې او له قضاوت څخه ډډه وکړې.

دهغوی په مخ کې ډېری داسې مهم کارونه شته چې د یوه دعوتګر په توګه دین او ټولنې ته خدمت وکړي. هغوي باید د نورو شیانو ترڅنګ د مثال په توګه، په هیواد کې د یوه اسلامي مالي نظام په هکله چې له سوده مبرا وي په شرعي متونو کې څیړنې وکړي، ورباندې رسالې ولیکي، په پوهنتونونوکې درس ورکړي او عامه ذهنیتونه روښانه کړي. دوی کولای شي چې د سودي نظام تاوانونه او اسلامي مالي نظام ګټې خلکو ته وښیي هم به خرما او هم به ثواب شي. له دولت سره د د هغه د ټینګښټ، عامه پوهاوي او بریالي کیدو لپاره مرسته وکړي. په دې توګه به زموږ خلکو ته د حلالو قرضونو برابرول ممکن شي، او د حلال کاروبار لاره به ورته اواره شي، خلک به وزګارتیا خلاص شي او د حرامو او سود مخه به هم ونیول شي.

One thought on “پریږدی چې ملت په خپلو پښو وردیږي/ محمد عارف رسولي”
  1. Very nice topic. Thank you Eng. Rasooli.

    I encourage the religious leaders to support the national unity and not pave the way to our enemies to destroy us. What is going now is the results of such speaches of the religious leaders.

ځواب ورکول aslam ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *