افغانستان-خوست
ولايت مقام- دعامه اړيکو دفتر
نېټه :٢٥-٨-١٣٩٣
نن سهار په کابل ښار کې د دارالامان سرک په مسير کې د ولسي جرګې د مخکښې او فعالې غړې اغلې شکريه بارکزۍ پر موټر تروريستي انتحاري بريد وشو ، چې ددغه وحشي او ناځوانمردانه بريد په پايله کې اغلې شکريه بارکزۍ سطحي زخمي او ګڼ شمير هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته ، خوست ولايت مقام دغه بريد دافغان ولس د وحشي دښمنانو کار ګڼي او په سختو ټکو سره يې غندي.
اغلې شکريه بارکزۍ د هېواد يوه تکړه ،مخکښه ، مبارزه او خدمتګاره ميرمن ده ، چې تل يې په هېواد کې د ميرمنو دحقوقو د دفاع او د ولس دستونزو دهواري په لاره کې خپل غږ اوچت ساتلى ، دافغانستان داساسي قانون په جوړيدو ،د ديموکراتيکو بنسټونو دپياوړتيا په ډګر کې يې هم اساسي رول لوبولى دى ، همداشان نوموړې د ولسي جرګې يوه مخکښه او فعاله غړې ده دوه دوره يې کيږي چې په واقعي توګه دخلکو استازيتوب کوي ، د ولسي جرګې د دفاعي کميسيون مشرې يې هم کړې او اوس ددغه کميسيون د يوې فعالې غړې په توګه خلکو او هېواد ته خدمت کوي.
د دې هېواد او ولس دښمن ددې زغم نه لري چې دافغانستان ميرمنې دې خپلې خاورې او ولس ته دخدمت په ډګر کې فعالې او مخکښې وې ، بلکې دغه وحشي دښمن غواړي چې په تروريستي بريدونو سره د هېواد خدمتګاران ترور او بې ګناه ولس د غم په ټغر کينوي.
زه دخوست ولايتي ادارې او ولسونو په استازيتوب پر اغلې شکريه بارکزۍ شوى بريد په سختو ټکو سره غندم ، دلوى خداى پاک ج له سپېڅلي دربارڅخه د پېښې ټولو شهيدانو ته دفردوس جنت ،کورنيو ته يې دجميل صبر اغلې شکريه بارکزۍ او دپېښې نورو زخميانو ته د عاجلې روغتيا غوښتنه کوم ، د هېواد له ټولو امنيتي او کشفي ارګانونو غوښتنه کوم چې د هيواد د ټولو سياسي ،ملي او مبارزو شخصيتونو د امنيت د ساتنې لپاره ځانګړې تدابير اتخاذ کړي او پر ولس غږ کوم چې د تروريستي پېښو د مخنيوي په خاطر له خپلو ميړنيو امنيتي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي.
عبدالجبارنعيمي
د خوست ولايت سرپرست والي
افسوس کوم دهغه څوان مامور په بی رحمانه وژنه چه دانتهاری په نام دخوست ولایت دفترکی په شهادت ورسید دهغه په مورد نه اواز پورته شو اونه ددهدکورنی سره غم شریکی وشوه نن دشکریه بارکزی په مورد دفاع څکه بارکزی لوړ موقف لری هیله او امید ده ورته چه اینده کی بیا ………………………………………………………………………………………………..
متل ده ! هرسړی تر خپل مطلب پوری یار ده——-ما دخدای لپاره یار لیدلی نده
عجیب غوندی انسان دټول افغانستان په قیصه کی نده که ور باندی قیامت وی یا محشر خوچه دهته پکی خیر وی دخدایه غواړم دمیدان وردګو غوندی په ډیر بی شرم او بد حالت کی دخوسته ووزی (امین)
دفواید عامه محترم وزیر صیب خوست ته دمیدان هوای دبررسی په مورد لاړ شوی وو خدای دوکړی چه ټول مشکلات او موانع چه دوالی لخوا په کار اچول شوی وی څان سره یادداشت او اصلی او کاری شخصیاتونوسره ور باندی خبری وکړی دری کاله نه زیات وخت پری تیر شو قرارداد یی داوصولواومقراراتو په چوکات کی نده شوی دوالی فر مایشی شرکت چه خوستږال ټول ور
باندی خبر دی چه څومره ډالر خورد او بورد پکی شوی دکار بینا په درغلیو نو نتیچه به یی هم درغلیوی
to http://www.ashrafghani.af