تاند- د خیبر ایجنسۍ په جمرود سیمه کې خلکو ته خبرداری ورکړای شوی چې پر افغان کډوالو مځکې او کورونه ونه پلوري، او د سرغړونې په صورت کې به پنځوس لکه روپۍ جریمه او له سیمې څخه تبعید ته مجبوره کړای شي.
د خیبرایجنسۍ د پولیټکل ایجنټ یا د پاکستان د مرکزي حکومت د سیاسي استازي له خوا، چې دفتر یې په لنډي کوتل کې دی، په خپرو شویو اعلانونو او پمفلېټونو کې ویل شوي:«هر چا چې خپل جایداد پر افغان مهاجرو وپلورو، پنځوس لکه روپۍ به جرمانه او له سیمې وایستل شي.»
د خیبر ایجنسۍ د پولیټیکل ایجنټ مرستیال جهانګیر وزیر وویل، دا امر یې وروسته له دې وکړ چې دوی ته څرګنده شوه چې ډېر افغانان په غیرقانوني کارونو کې لاس لري.
د خیبر ایجنسۍ چارواکي بارو لري چې افغانان د پاکستان په تروریستي پېښو کې لاس لري او څو ځلي یې د هغوی په کورونو کې چاودېدونکي مواد موندلي دي.
پر افغانانو د مځکو او کورونو د نه پلورولو د خبرداري اعلانونه د حیبر ایجنسۍ په عمومي چوکونو او سړکونو لګول شوي دي.
جهانګیر وزیر وویل چې دوی به له افغانستان څخه د هغو راغلیو شینوارو، خوګیاڼیو، کوچیانو او ځدراڼو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي چې په جمرود کې یې جایدادونه اخیستي دي.
د دېرو کارپوهانو په نظر تر څو چې افغانان په پاکستان کې د مهجرو په توګه اوسي تر هغو به پاکستان په افغانستان کې د لاسوهنې حربه په لاس کې لري. د دوی په نظر بهتره ده چې هغه افغانان تر فشار لاندې راوستل شي چې افغانستان ته تر ستنېدو په پاکستان کې د شتمنیو اخیستو ته ترجیح ورکوي.
سلامونه او نیکی هیلی
زما په نظر دادافغان حکومت دنده ده چی افغانان له پاکستانه راوباسی نوپاکستان به بیاه دافغانستان دپاره هیڅ حربه ونلری ترڅو چی دامهاجر په پاکستان کښی وی واله که افغانستان ښه ورځ وګوری رادی شی خپلی وطن ته دلوږی نه مړه کیږی دادومره خلک الله ج ساتی دوی به هم ساتی وسلام
>په افغانستان کی سوله هغه وخت راتلی شی چی ټول افغانان په پاکستان نه هیواد ته را ستانه شی
IMPASSIBLE PAKISTANI GOVERNMENT MAKE LIKE THIS ACTION BECAUSE JMURDER AIRY IS AFGHANISTAN SO ONE DAY COMING SOON THE WILL KNOW ALL PEOPLE WILL BE GO TO AFGHANISTAN
دا ډېره ده خندان خبره ده چي پولیټیکل دلال یې کوي. په پښتونستان کي قبایل په پارلمان کي ده خپل ولس دپاره هڅ هم نه سي کولائ
اؤ پاته سو پولیټیکل دلال هغه خو عمومي یاؤ ناپوه اؤ بې ویښدانه سړی وي چي څه ده لاهوره لیکلي راغلي وي هغه په پټو سترګو لګوي، ده ده خپله سر نه په خلاسیږي ! بله دا چي افغان مهاجر چیري لیږي ؟ اول په پښتونستان کي کم افغان مهاجر نه سته اما هو پنجابي مهاجر اؤ زورواکان زرور سته ، دا قومونه چي پورته زکر سوي دي دا ټوله ده پښتونستان اؤ افغانستان ولس دي . نو دا مکاله باید اصلاح سي او سرلیک یې باید دا وي ((په پښتونستان کي پر پښتنو اؤ نورو افغان نجادو ده جایداد پرخرڅولو ده پنجابستان بندیز)) تاند اؤنوري پښتني رسنۍ دي نه ویریږي اؤپه زړورتیا اؤ ملي درک سره دي دا سرلیک ورکړي . .
نه پوهیږم چې دا ټوله دنیا ړنده ده او که څه پرې شوي دي چې حقیقت نه پرې ويني؟ په افغانستان کې تاسې څه لرۍ؟ بغیر د څو لوپرو پولیسو؟ مولي اوردو؟ کوني پاړسيوانو؟ چې سرونه یې لکه دچرګو جوړ کړي؟ ولله که مې په داسې حال کې وطن ته وطن ویل په خوله راخی؟ په پیښور کې که هر څه وي پښتانه خو پکې دي انسانیت خو پکښې دی
!سلامونه هيوادوالو
د شرم جاي ده چي د پيشاور پشتنو خپل غوژونه كانه او خولي گونگي نيولي دي ، د ظالم پنجاب په مقابل كي نه له زانه او نه له خپلو پشتنو افغانو ورونو نه دفاع كوي سي. او موژ پشتانه دلته چيغي وهو چه پشتانه او پشتونيستان. زان مو هم تباه كه او نور قومونه مو هم راسره وسوزوا. زما په اند افغان دولت او سياسيون بايد د مهاجرو افغانانو غم زر تر زره وخوري نور د پاي تكي ورته كيدي. د افغانانو له بركته دا كسيف پاكستاني د هر شي خاوندان شول خو گناه زموژ ده. په هيله د يوالي او سمسور افغانستان
سلام
تاند والا ماما ما هم دلته يو څوکرښې ليکلې وې لکه چې ستاسې له لورې
نه دي لوستول شوي څکه تبصرې په ځای کې نه شته او يا خو يې له کسته د تبصرو په ځای کې نه ږدئ کاش کې چې مخکې مو خبر کړی واي په هغه نورو درلېږلو ليکنو به نه پښېمانه کېدم
په درناوي
مېوند اشنا