وايي کوم چرسي له ملا پوښتنه وکړه چې که زه اودس وکړم نو اجر به یې څه وي.

ملا وویل: په جنت کې به درته یوه ښکلې بنګله جوړېږي.

–         که د اوس په سر بل اودس وکړم؟

–         د دې بنګلې په سر به بله بنګله درته جوړېږي.

–         که بیا درېیم اودس هم وکړم؟

–         بنلګه به دې درې پوړه شي.

چرسي پورته شو، څادر یې وڅانډه، ویې ویل: نه مې ده په کار.

ملا پوښتنه وکړه چې ولې؟

ده وویل: په داسې بنګلو به څه کوم چې په یوه ټیز ورانېږي.

په دې څو ورځو کې ځینې احساساتي ځوانان عین خبره کوي، وايي که په تذکرو کې مو «افغان او اسلام» ونه لیکل شي، زموږ افغانیت او اسلامیت به له منځه لاړ شي. ایا افغانیت او اسلامیت دومره ماتېدونکي مفاهیم دي چې یوازې په لیکلو او نه لیکلو پورې بند وي؟

همدا چې د تذکرو په سر کې لیکل شوي «د افغانستان د تابعیت تذکره» د افغانیت مسأله په کې حل شوه او دې ته اړتیا پاتې نه شوه چې بله کرښه ورزیاته شي چې ملت: افغان.

ځینې خلک د ځوانانو له پاکو احساساتو استفاده کوي، دوی مظاهرو او شخړو ته هڅوي خو پخپله بیا سل رقم نورې معاملې کوي. هماغسې چې محقق، خلیلي، کریمي، دوستم او نور خپل قومونه غولوي او تجارت ورباندې کوي، ځینې پښتانه هم د قوم په نامه خپل کار و بار کوي. زموږ ځوانان دې ته نه ګوري چې دغو ښاغلو دومره پیسې او جایدادونه له کومه کړي دي؟ که یې پر خپل قوم تجارت نه وي کړی نو بل کوم داسې مدرک لري چې په لسو کلونو کې یې له ځمکې نه اسمان ته خېژولي دي.

غل غل دی که زما د قوم وي، که د بل او سم خلک د غلو ملګرتیا نه کوي.

8 thoughts on “پر «افغانیت» او «اسلامیت» یو بل تجارت/ ډاکتر زغم”
  1. ګران داکتر صا حب سلامونه او درناوی
    سمه ده چې په قوم او ژبه د لویو سوداګرو کمی په پښتنو کی هم کم نه دي دا د ډیرو دهویت ، شهرت او مطرح کیدویوه ښه وسیله او د نورو شتو او جایدادونو د پيدا کیدو بر یالۍ لار ده خو دا هم یو حقیفت دی چې په تذکرو کې د افغان هویت سپین ځای هم یوازې د هغوی له ناوړه نیته خړوبیږی چې په آفغان د یوه لوی ملت له هویته منکر دی او آفغان یوازی په پښتون کې ګوري او له دې قوم سره یی تړی
    بل د نړۍ ټول هیوادونه په خپل پیژند پا ڼه کې یوداسې خا نه لری چې ملت
    لکه امریکا امریکایی انګلستان انګلیسی سلواک سولواکی روسیه روسی ،فرانسه فرانسوی او نور همداسې درواخله او تا سو له ما ښه پوهیږئ چې دا هر هیواد هر یو بیشماره قومونه لری مګر تر کومه چې ما ته معلومه ده ددوی هریو د پیژند په پا ڼه کې ددوی د واحد ملت ذکر دی او بس
    دا سمه ده چې د ځوانانو د غبرګون تر شا به قومی سوداګر ولاړ وی خو ددغو ځوانانو غو ښتنه مشروع او سپیڅلې ده
    یوازینی ستونزه دا ده چې دوی با ید د خپلې دې داعیې لپاره د نورو قومونو د ځوانانو ملاتړ هم را خپل کړی وای
    په درنوی
    سوله مل

  2. ډاکټر صا حب محب الله زغم خدای دې ژوندی لره او هیله ده چې دهیواد والو دازهانو دروښانولو دپاره نور هم نه ستړیکیدونکې هلې ځلې وکړی.که ستا سې په شان ویښ او پوه هیوادوال نه وې زما په ډول بې تجریبې هیواد وال به څه کوې؟

  3. ډاکتر زغم صیب ستاسی دنصیحت نه مننه
    وروره داخو څه دخولی خبری نه دی چه پروا اوناپروا پسی یی ونه ګرځو بلکه دالیکلی اوتحریری خبری او سندونه دی، که نن دي ددي پوښتنه ونکړه سبا به دبل پوښتنه په څه وکړو

    ستاسی دلیکلو داکرښه ماته نا آشنآ اوبی مکتبه ښکاری لکه (ایا افغانیت او اسلامیت دومره ماتېدونکي مفاهیم دي چې یوازې په لیکلو او نه لیکلو پورې بند وي؟

    بیا هم وایم ددنیا په فورمول کی همدا لیکل دی چه هغی ته سند وای

    که داسی دي لیکلی وای چه ایا افغانیت او اسلامیت دومره ماتېدونکي مفاهیم دي چې یوازې دخولی په تقریری خبرو پورې بند وي ؟

    دخدای په امان

  4. کابل پرس: امروز تظاهراتی در کابل علیه جعل پردازی افغان ها و توهین به هویت گروه های مردمی غیر افغان برگزار شد. تظاهرات کنندگان می گویند آنان افغان نیستند و افغان یعنی پشتون. آنان خواستار برخورد قانونی با کسانی شده اند که به غیر افغان ها توهین کرده و تاریخ و هویت آنان را جعل می کنند.
    افغانستان نامی ست که از قرن 19 میلادی و هنگامی که امپراطوری بریتانیا از گروه های قبیله ای افغان برای در هم کوبیدن غیر افغان ها و اشغال زمین آنان استفاده می کرد، بر سرزمین ما گذاشته شد. امپراطوری بریتانیا، به گروه های قبیله ای افغان سلاح و پول و کمک های سیاسی اعطا کرد تا از بخش های مختلف شمال غرب هند فعلی و بخش هایی از پاکستان، به سرزمین ما یورش آورده، ضمن اشغال سرزمین غیر افغان ها، دست به کشتار گسترده ی مردم غیر افغان بزنند. در چند قرن حکومت افغان ها، جنایات شدید ضد بشری همچون نسل کشی، برده داری، غصب زمین، جنایت جنگی و تبعیض سازمان یافته علیه غیر افغان ها روی دست گرفته شد. حاکمان افغان مانند عبدالرحمان، در مقابل کمک همه جانبه بریتانیا، با امضای قراردادهای ننگین، بخش هایی از خاک سرزمین ما را به هند بریتانیایی واگذار کرد که امروز بخشی از کشور پاکستان محسوب می شود. در حال حاضر نیز گروه های افغان/ پشتون مانند طالبان، روزانه دست به کشتار تعداد زیادی از مردم این سرزمین می زنند. این گروه های پشتونیستی که با مافیای کرزی و مواد مخدر همکاری نزدیک دارند، پالیسی دایمی حاکمان افغان را برای نابودی غیر افغان ها دنبال می کنند.
    بسیاری از مردم، افغان را معادل پشتون دانسته و بسیاری نیز، نام افغانستان را جعلی و توهین به غیر افغان ها می دانند. در زبان دری که فراگیرترین زبان در این سرزمین است، افغان به معنای گریه و زاری می باشد.
    عکس از محمد حسین امینی مهرجو

  5. ډاکټر صاحب

    زما په اند لکه چی له ډیرو د پردو تر شا خبرو خبر نه یی چی داسی له پاکه زړه خبری کوی. لومړی یی پښتو ژبه چی ملی ژبه منل کیده له ملی توبه وویسته او یواځی یی رسمی درباندی ومنله بیایی د پوهنتون کلمه درته په دانشګاه واړوله او همداسی ډیری نوری کلمی یی درته ایرانی کړی. اوس دوی له افغانیته انکار کوی او نه غواړی چی افغان وبلل شی او دا دی په یاد ولره که ژوند وو بیا به در یاده هم کړم او هغه دا چی له ننه لس یا پنځلس کاله وروسته به د افغانستان نوم نه منی بیا به درته وایی چی ته افغانستان وایه مونژ یی آریانا او یا خراسان بولو

    د دوی پلان ده چی کله حکومت د دوی لاس ته ورشی نو له سره به لویه جرګه غواړی او په جرګه باندی به د افغانستان نوم بدلوی ملی سرود به په دواړه ژبه کوی او ریاستی نظام به په صداری نظام بدلوی
    اوس که ته دا وایی چی جرګه کی به پښتانه ورسره ونه منی نو پښتون به درته په پیسو واخلی او په ډیره آسانه به ورباندی ومنی. زه خو وایم شکر وباسه چی حد اقل داسی پښتانه اوس پیدا شوی چی حد اقل د پښتانو دفاع کوی که څه هم چی ستا په وینا تجارتی وی. کنه خو تر دی پرونه له سره څوک نه وو چی د پښتانو نوم په خوله واخلی. د پښتنو لپاره خو د افسوس خبره داده چی کله یو پښتون سر را پورته کړی نو بیا یی خپله پښتانه مخی ته دریژی او پښو ته یی وهی د خوشحال بابا شعر ده چی

    پښتانه واړه ناپوه دی یو په بل کاندی غوړځی
    چی یو سر کاندی راپورته بل یی ووهی مغزی

  6. Shagelai Zgham,
    Domra sterey maozo ta pe domra pe speka katel de yaw dakter sera ne shaye. Awel ye zheba derta le qanoon tsekha lerey krha aws ye melat(nationality) chey de hewad de waghero de tarhaw dawel shaye ( National status: Afghan National or a refugee)dersera ne mani. Saba ta ba Afghanistan ta ham Iran aw ya Khurasan waye.
    Da link wegora
    http://jawedan.com/

ځواب ورکول محمد صالح هویدا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *