امریکايي پوځیان

تاند- د افغانستان او امریکا ترمنځ پر امنیتي موافقې په خبرو کې خنډ له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو احتمال جدي کړی دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې له ۲۰۱۴ څخه وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر رول د دواړو هیوادونو خبرې له بندون سره مخامخ شوي دي او دې مسلې له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو امکان زیات کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي چې له څو اوونیو راهیسي په خبرو کې پرمختګ نه کېږي او دوی اوس په دې غور کوي چې له افغانستان سره پر امنیتي موافقې خبرې یومخ ودروي.

افغان چارواکو ویلي، که د دوی شرطونه ونه منل شي امنیتي موافقه نه لاسلیکوي او کېدای شي د ۱۳۹۳ لمریز کال له انتخاباتو وروسته نوی حکومت له امریکا سره امنیتي موافقه وکړي.

امریکايي چارواکو څو ځلي ویلي چې ښه دا ده چې ترانتخاباتو مخکې امنیتي موافقه نهايي شي څو کاندیدان له امنیتي موافقې په انتخاباتي کمپاین کې د یوې مسلې په توګه کار وانخلي او له بلې خوا د ناټو غړي هیوادونه مخکې تر مخکې خپل پوځي پلانونه جوړ کړای شي.

نیویارک ټایمز لیکي: امریکایي چارواکې وایي ، که په راتلونکو څو اونیو کي له افغان چارواکو سره په خبرو کي بری حاصل نشي،  دوی چمتو دي  چې خبرې بندې کړي. یوه جګپوړي امریکایي چارواکي دا هم ویلي چې د ولسمشر حامد کرزي پر ځای د بل انتخابېدونکي ولسمشر سره پر امنیتي موافقې د خبرو وړاندیز شوی، خو دده په وینا د دې کار زیات احتمال نشته.

نیویارک ټایمزو ورځپاڼه وړاندي لیکي، له افغانستان څخه د ټولو عسکرو ایستل به د عراق په نسبت ډير زیات ګران تمام شي. که امریکا د ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړي اروپایي متحدان به یې هم له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي، د افغانانو د باور د له منځه تلو خطر به زیات کړي او د طالبانو روحیه به قوي کړي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، افغانستان په خپل ځان له تکیه کیدو څخه ډير لري دی او دا مهال د خپلو لګښتونو یوازي د شل فیصدو د پوره کولو توان لري. د افغان حکومت پاته لګښتونه امریکا او متحدان ورکوي.

نیویارک تایمز د امریکایي چارواکي دا خبره هم راخیستې چې وایي، دا بیخې عملي او ریښتیا ده ، که چیري له افغان حکومت سره د امریکا معامله ونشي، کانګرس ممکن افغانستان ته مرستې بندې کړې او نور متحدان یا شریکان به هم ورته عمل وکړي.

4 thoughts on “په امنیتي خبرو کې د خنډ له کبله امریکا ممکن ټول پوځیان وباسي”
  1. پروت په وینو کی لت پت ښه یم په پت کی
    نه دسرو زرو په تخت باندی بی پته
    دوی امریکایان چی د کرزی لخوا وړاندی کړل شوی شرطونه نه منی په مخه یی ښه زموږ خاوره د خوشی کړی. زموږ داسی څوک ندی پکار چی ږیره زما وی او واک یی د ملا.خو ډیره بده خبره که پیښیږی طالبان به افغانستان ونیسی نور ه خو دنیا نه ورانیږی. او طالبان که هم هیواد ونیسی دا وار به دوی پوه شوی چی څه باید وکړی.

  2. زه په دی اند یم چه داخبره چه رسنی یی کوی رښتیا به نه وی که چرته زمونږ جمهور ریس داسی غوښتنی کړی وی چه زمونږ د ملک د عرضی تمامیت دی امریکایان تضمین کړی دا زمونږ حق که امریکایان داسی نکوی نو بیا دلته څه کوی ؟

  3. امریکایان په افغانستان کې فدایي بریدونو ته ټینګ نشول اوس له یوې خوا منډې ته ځان تیاروي له بلې خوا ملامتیا هم په افغان حکومت ور اړوي چې پدې کار سره به دوو موخو ته ځان ورسوي یو دا چې که امنیتي موافقې ته ونه رسیږي نو دمنډه زنده شعار به خپل کړي بهانه یې جوړه ده دویم دا چې که موافقه وشوه په دښتو او غرونو کې به افغانان یو تربله سره وژني امریکایان به هیڅ تلفات نلري ویني به دافغانانو توئیږي او پلیت اهداف به دامریکایانو تر سره کیږي نو ښه خبره داده چې افغانان خپلو کې سره یو شي او دوی ته رخصت ورکړي همدغه راز دې هغه افغانان هم له ځانه سره ولیږدوي چې په ډیرو مصاروفو روږدي شویدي او له همدې امله په دولت کې دننه رشوت خوري او فساد ته ترجیح ورکوي

ځواب ورکول رحمت الله ځلاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *