تاند- پاکستان وايي جنګي الوتکو یې د طالبانو پر مرکزونو د بمباریو په دوام کې نن سهار وختي د خیبر ایجنسۍ په تیرا بمباري کړې او ۳۵ مشکوک طالبان یې وژلي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو وویل، جنګي الوتکو په تیرا دره کې په بېلابېلو ځایونو بمبارۍ وکړې چې په نتیجه کې یې د طالبانو چاودېدونکي وسایل، د بمونو فابریکه او یو لوی سلاکوټ له منځه وړي دي.

له دې یوه ورځ مخکې د پاکستان جنګي الوتکو د هنګو په ټل کلي کې د طالبانو پر مرکزونو ببمباري کړې وه او د پاکستاني چارواکو په ادعا ۹ تنه پکې وژل شوي ول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د فبرورۍ په شلمه صدراعظم نوازشریف پوځ ته اجازه ورکړه چې د طالبانو پرضد عملیات وکړي.

له دې برید سره په یووخت په افغانستان کې د ملي اردو ۲۱ ځوانان د هغو وسله والو په برید کې ووژل شول چې د افغان چارواکو په وینا له پولې پوري غاړې څخه رااوښتي ول.

په کواټ کې چاودنې ۱۲ تنه ووژل

له بلې خوا د خیبر پښتونخوا په کواټ کې نن په یوه چاودنه کې لږترلږه ۱۲ تنه ووژل شول.

د راپورونو له مخې په دې چاودنه کې چې د پولیسو مرکز ته نژدې وشوه نامعلوم شمېر نور ټپیان شول.

د پولیسو مشر سلیم خان مروت فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، اکثره ټپیان او وژل شوي کسان د پېښې له ځایه سمدستي یووړل شول ځکه د تلفاتو دقیق شمېر نه شي ویلی خو په خپله یې د ۱۰ تنو مړي شمېرلي دي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو عمومي قومندان نصیر خان دراني وویل چې چاودنه د کواټ په هنګو واټ کې د مسافرو د یوه موټر ترڅنګ وشوه.

One thought on “پر تیرا د پاکستان په بمبارۍ کې ۳۵ تنه ووژل شول”
  1. tolo dostano ta salamyna.ze dere oute bote ne khwashvom Qane Saeb kho de sha guzar kerae ama neamt jan kho de tablig aw haqiqat fark neshi kawelai.Bel hakikat kho dada khe de nezar shora de talibano haga loee wajena ke las derlod ne dostm.

ځواب ورکول akbary S.S ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *