دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.
نږدې کال وړاندې هغه، مهال چې په ټولنيزو رسنيو کې، په مزارشريف کې د عطاءمحمد نور د پانګونې او جايدادونو په اړه ليکل ډېر کېدل، د مزارشريف ښار يو معزز شخص د مدني ټولنې يو ځوان رابولي. ورته وايي، چې لاره پوو کوه او مزل کوه. لويو کيسو پسې مه ګرځه، کنه بيا دې هېڅوک نه شي خلاصولی.
پر ځوان شک وي، چې ممکن د عطاءمحمد نور پر خلاف شويو ليکنو کې دی هم لاس ولري؛ خو دی خپل سپيناوي وړاندې کوي. د سيمې مشر له دې وروسته په نصيحت اميزه ډول وايي: ګوره په دې بايد پوه شې، چې والي صيب د خپل هر مخالف پلويان زغملی شي؛ خو د جمعه خان همدرد پلويانو ته يې زړه تنګېږي.
په مزارشريف کې يوه مسله عامه ده، چې هغه مهال په دغه ښار کې د ناامنۍ پېښې رامنځ ته کېږی، چې کله د دغه ولايت والي عطامحمد نور په کوم بهرني سفر تللی وي. د بلخيانو له فکره د دې مسلې يو تحليل دا دی، چې د ناامنۍ ډېری هغه پېښې د والي په نشتوالي کې کېږي، چې نوموړی په کې يو ډول نه يو ډول ښکېل وي.
د شمال د دې دوه غښتلو پخوانيو جهادي څېرو جمعه خان همدرد او عطاءمحمد نور د يارانې کيسې يوازې په شمال کې نه، بلکې په ټول هېواد کې لکه د هندوستان او پاکستان د کرکټ لوبې د سيالۍ په توګه ډېر ليدونکي لري.
د پکتيا والي او د حزب اسلامي د شورا ګانو د اتحاد اجرائيوي مسوول جمعه خان همدرد باندې د غبرګولي په ۳۰مه، له ماسپښين وړاندې شاوخوا لس بجې بريد وشو، په کومه ورځ، چې د بلخ والي عطامحمد نور په دغه ښار کې نه و.
دغه وسله وال بريد، د مزارشريف ښار ختيځ لور ته د ښار د مرکزي ساحې په ۱۵ کيلومتري کې د ښار د امنيتي کمربند د شاهراه پوليسو له خوا وشو، چې د همدرد څلور ساتونکي پکې ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول، همدا راز د ياد بريد له امله د شاهراه يو پوليس ووژل شو او د بلخ امنيه قومندانۍ اړوند يو پوليس ټپي شو.
پلان شوی بريد!؟
د جمعه خان همدرد او عطاءمحمد نور د پخوانيو مخالفتونو سربېره، د هېواد د روانو ټاکنيزو اړودوړو په نظر کې نيولو سره د دوی مخالفت او فکري لرېوالی تر اخري بريده رسېدلی، که د هېواد د نورو څنډو اوسېدونکي دغه بريد پلان شوی وبولي، نو ملامت به نه وي؛ خو بريد د جمعه خان همدرد د وژنې تر کچې پلان شوی نه و، بلکې د ده د وېرولو او د اغېز لاندې راوستلو تر حده ورته د غير مستقيم پلان شوي بريد نوم ورکولی شو.
بريد، په يو امنيتي کمربند کې د قانوني امنيتي کسانو لخوا تر سره شوی، چې هېڅکله په دغه ولايت کې دغه ډول بريدونه د داسې کسانو لخوا نه دي شوي، ځکه چې په دغه ولايت کې د ورته بريدونو او په ترڅ کې يې د وژنو لپاره د مخ پټو نامعلومو وسله والو طالبانو جوړولو کيسې ډېرې عامې دي.
خو ياد بريد د بلخ ولايت د شاهراه پوليسو لخوا تر سره شوی، چې قومندان يې اصف شاهراه نومېږي. دغه نوم به د هېواد په نورو څنډو کې نوی وي؛ خو په بلخ کې يې ډېری هغه خلک وېرولي، چې د عطامحمد نور د ولايت له حکومتدارۍ څخه په تنګ دي.
اصف شاهراه په دغه ولايت کې هغه قانوني وسله وال دی، چې د غير قانوني کړنو لپاره هم بې درېغه خپله قانوني وسله او بشري قوه کارولی شي.
د دويم پړاو د ټاکنيزو منډو ترړو په اوږدو کې، چې کله له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د حزب اسلامي د خورې ورې ډلې د ملاتړ په ترڅ کې جمعه خان همدرد هم خپل ملاتړ اعلان کړ او د ده او جنرال دوستم تر منځ پخوانی تاوتريخوالی له منځه لاړ؛ نو د شمال پر سلطنت يې خورا اغېز وکړ.
پر دوی اغېز بې هېڅه نه و. د جنرال دوستم او جنرال همدرد يوځای والی په شمال کې د حزب او جنبش يوځای والی و، د پښتون او ازبک يوځای والی و؛ نو جميعت، اصلاحات او همګرايي او په ځانګړې توګه جنرال عطا په دې پوهېږی، چې دغه ډول پيوستون په شمال کې د دوی سياسي ژوند ته ګواښمن تمامېدلی شي.
د شمال اوسېدونکو د جنبش او حزب په يوځای والي د ارماني ملاتړ خوب وليد او په دې ډاډه شول، چې اوس نو د رايې ورکولو پر مهال په بنده خونه کې بې له کومې وېرې ډاکټر اشرف غني ته رايه ورکولی شي او همدا لامل و، چې له لومړي پړاو څخه په دويم پړاو کې د شمال د پښتنو او ازبکو رايه په غير مستقيم ډول په پوره همغږۍ د تحول او تداوم په صندوق کې وغورځېده.
همدا اغېز و، چې جمعه خان همدرد د پکتيا ولايت له دندې د رخصتۍ په پلمه د دويم پړاو ټاکنو لپاره په شمال کې مېشت شو، کلي په کلي وګرځېد او د شمال د پښتنو د راويښولو هڅې يې پيل کړې. بلخوا د بلخ والي عطامحمد نور په خپل نوي جوړ شوي تلويزوني چينل کې پر درې نومونو پسې واخيسته، ډاکټر اشرف غني احمدزی، جنرال عبدالرشيد دوستم او جنرال جمعه خان همدرد.
همدرد، که به د لويې غونډې سټېچ ته ودرېد، که به د شمال د کوم خان د چينار لاندې راټولو شويو پښتنو ته غږېده؛ نو همدا خبرې به يې تکرارولې: ((پښتنو راويښ شئ، د غلامۍ ځنځيرونه له غاړې وغورځوئ، په تېرو دولس کلونو کې تاسو ته څه شوي، نو تحول او تداوم ته رايه ورکړئ، چې په ګډه د وطن برخليک وټاکوو.))
ده به ويل، چې خلک حق لري، چې ووايي، چې دا دومره وخت جنرال همدرد چېرې و. ويل به يې: ((زه له شماله تبعيد شوی وم؛ خو دا ځل وعده کوم، چې که مو وګټله که مو وبايلله، زه بيا شمال نه پرېږدم، له تاسو سره به يم او د مزارشريف ښار د جوړو شويو ښارګوټو حساب به په ګټه له هغه سره کوو.))
جنرال دوستم به هم ازبکو ته پېغورونه ورکول، چې په لومړي پړاو کې مو دی خپلې ډلې ته کم راوستی که په دې دويم پړاو کې هم رايه ورنکړي؛ نو د جنرال دوستم د مرګ په مانا به وي.
د تحوال او تداوم رهبر اشرف غني احمدزي په مزارشريف ښار کې د دويم پړاو ټاکنيزه غونډه کې په احساساتي انداز وويل: د شمال سلطنت به له منځه وړم.
ميترا تلويوزن به دغو ټولو څرګندونو ته شېبه په شېبه ځواب ورکوه.
د دغه چينل په ځانګړو تلويزوني خپرونو کې به د مجاهدينو د راټولېدو او د جهاد او مقاومت د وياړونو د ساتنې په پلمه به يې د ۳۰۰ کلنې پاچاهۍ د ماتېدو لپاره خلک اصلاحات او همګرايي ته په رايه ورکولو هڅول او تر څنګ به يې په دې هم زور راوست، چې ډاکټر اشرف غني د عيسويت لپاره کار کوي، د جنرال دوستم د وژنو کيسې به راتازه کېدې او د جنرال همدرد به د مخالفيتونو او د پښتونولۍ په نامه د تعصب په تور تورنېده.
همدې کيسو د شمال ټلوالې په لاندې پوړونو باندې منفي اغېز وکړ. هر چا د بادرانو د خوښۍ لپاره له خپلو امکاناتو ګټه اخيستنه پيل کړه. د بلخ ولايت د شاهراه قومندان- اصف شاهراه پرته له دې، چې احتمالا کوم مستقيم امر واخلي، د هېواد د رسمي والي پر دولتي موټرو، د همدې دولت تر ولکې لاندې د امنيتي کمربند په غېږ کې پوليسو ته د ډوز او بريد امر ورکړ.
عيني شاهدان وايی، چې په پېښه کې د بلخ ولايت منسوب ټول امنيتي چارواکي ښکېل نه و، بلکې بريد يوازې د شاهراه پوليسو لخوا تر سره شو، چې سيمې ته د بلخ د امنيه قومنداني د پوليسو د راتګ مخينوي يې هم کاوه.
ويل کېږي، چې د همدرد د ساتونکو او د شاهراه د پوليسو تر منځ له يو نيم ساعت مخامخ جګړې څخه وروسته د بلخ امنيه قومندان عبدالرحمان رحيمي د پېښې ځای ته ورنېږدې کېږي؛ خو د شاهراه پوليس وخت نه ورکوي، چې په پوره توګه داخل شي. د شاهراه پوليسو او د امنيه قومنداني د پوليسو تر منځ په اخ و ډب کې د امنيه قومنداني اړوند يو پوليس د شاهراه د پوليسو لخوا په ډزو کې ټپي کېږي.
له کابله د پېښې د ژورې څېړنې لپاره پلاوی اوړمه ورځ مزارشريف ته رسېدلی، دا چې څه به وکړي، ماته يې وړاندېوينه ستونزمنه ده.
Dear Mubarak Khan!
Mr Dostom & Hizib Islami also work to gather in Pass when Gen.. Dostom have enough Galam Jum Malisha & Jet faiter (Airplane) in this time Mr Dostom & Hamdar didn’t Successfully in Mazar,
All of them lift Mazar for Mr Noor & Shorai Nizar of Jamiyat,
I am sure by the time they don’t have power like past & not complete their sleep.( All of them work to keep the Chairs of Minister, Dup Minister, Governor not work for Tajik,Pahtoon Uzbak)
We pray that the drama start & end without afghans Killing. No need to make Afghan As Tajik,Pahtoon Hazara,Uzbak Just one Afghan, which persons want to make Afghan as Nationalist they are not Afghan Not Muslim,