د څېړندوی رفیع الله نیازی لیکنه –

سعودي عربستان د جنورۍ پر۲ نېټه ۴۷ تنه سیاسي مخالفان په دې تور چې په سعودي کې يې ترهګریزې کړنې رهبري کولې او عملا پکې ښکېل وو اعدام کړل .ددغو ۴۷ اعدام شوو له ډلې څلور تنه شیعیه او پاتې نور ټول سنیان وو .په څلورو تنو شیعیه وو کې یو سعودي شیعیه مشر نېمر باقر النېمر و. د سعودي دغه اعدامونه په نړیواله کچه دځينو هېوادونو او دبشري حقونو فعالانو وغندل، خو په دې اړه تر ټولو سخت غبرګون د ایران و، چې ان سپاه پاسداران يې د سعودي له واکمنې کورنۍ څخه ډېر ژر د شیخ نېمر د اعدام د بدل اخیستو ګواښ وکړ.په عراق، لبنان، یمن، پاکستان، کشمیر، بحرین او ځينو نورو سیمو کې هم شیعیه مشرانو د نېمر اعدام وغانده. په ورته وخت کې د ایران په مشهد کې د سعودي عربستان کونسلګرۍ تر برید لاندې راغله او ورسره په تهران کې لاریون کوونکو د سعودي عربستان پر سفارت برید وکړ او ځينې برخې يې ورته وسوځولې. داسې ویل کېږي، چې دغه لاریونونه د ایراني مذهبي مشرانو په دستور تر سره شوي دي. سعودي عربستان په تهران کې پر خپل سفارت د برید په تړاو له ایران سره خپلې ديپلوماتیکي اړيکې پرې کړې او ایراني ديپلوماتانو ته يې له خپلې خاورې د وتو امر وکړ، سعودي له ایران سره سوداګريزې اړيکي او هوايي تګ راتګ هم بند کړ. په ورته وخت کې بحرین او سوډان هم د سعودي په ملاتړ له ایران سره خپلې ديپلوماتیکي اړيکې پرې او متحده عربي اماراتو له ایران سره خپلې اړيکې ټيټې کچې ته راوستې، ښايي ځينې نور عربي هېوادونه هم دسعودي په پلوۍ له ایران سره اړيکي پرې کړي. د عربي ټولنې( عرب لیګ) مشر نبيل العربي په یوه بیانیه کې دسعودي پر سفارت برید وغانده او ایران یې د نړيوالو منشورونو پر نقض تورن کړ، نو ددغو دوه وو اسلامي هېوادونو تر منځ د وروستي سیاسي کړکېچ اغېزې به د سیمې پر نورو هېوادونو څه وي ، دا لیکنه همدغې پوښتنې د ځواب ویلو په موخه غځوو .

نېمر باقر النېمر څوک و ؟

نېمر باقر النېمر پر ۱۳۷۹ ل کال د سعودي عربستان د ختيځ په العوامیه سیمه کې زوکړی و، لومړنۍ زده کړې يې په خپله سیمه کې کړې وې او د نور زدکړو لپاره ایران ته ولاړ، هلته يې لس کال په قم کې دينې زده کړې وکړې او له هغې وروسته نورې زده کړې يې په سوریه کې پای ته ورسولې . سعودي عربستان ته په راګرځېدو يې پر ۲۰۱۱ کال په خپله پلرنۍ سیمه العوامیه کې د الامام القایم په نامه یو مذهبي مرکز جوړ کړ .دغه شیعیه عالم پر ۲۰۰۹ کال په خپله یوه بیانیه کې وویل، چې : ” که په سعودي عربستان کې زموږ حیثیت او شان بېرته راونه ګرځول شي، نو د سعودي شیعیه یان به له سعودي څخه جلا والي ته وهڅوم، ځکه چې زموږ کرامت د هېواد له تمامیت څخه غوره دی” . دغه شیخ په خپله یوه بله وینا کې وویل :” که د شیعیه وو د اعتراضونو مسوول کوم بل بهرنی هېواد وي،نو ولې پر هغه هېواد برید نه کوئ، ولې پر موږ بدبختو برید کوئ. که هدف مو ایران وي پر ایران برید وکړئ او وګورئ، چې څومره زور یې لرئ “. د همدغو ترخو او پېغور ډوله بیانیو له امله نېمر باقر النېمر د لومړي ځل لپاره پر ۲۰۰۶کال بندي شو. نوموړی پر دې تورن و، چې ویلي دي شیعیه مذهب دې په سعودي کې په رسمیت وپېژندل شي او په سعودي عربستان کې اوسنی تدریسي نظام دې بدل یا لغوه شي. دویم ځل پر ۲۰۰۸ ز کال بندي شو . پر ۲۰۱۳ کال بیا ونیول شو او بالاخره د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې دمحکمې له لوري پر اعدام محکوم شو. د سعودي دقطیف ډېری شیعیه وو د نېمر د ازادۍ لپاره لاريونونه وکړل، خو بالاخره د سعودي محکمې د وسلو د لېږد، فرقه یي تاوتریخوالي او له اولامر څخه د اطاعت په تور شیخ نېمر د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ پر دویمه نېټه اعدام کړ. سعودي واکمنو تل ایران پر دې تورن کړی ، چې په سیمه او سعودي عربستان کې شیعیه لږکي دنظام په وړاندې تحریکوي او باقر النېمر يې هم پر دې تورنوه ،چې ګواکې په سعودي کې د ایران په دستور دنظام مخالفت کوي، خو ایران دا تورونه رد کړي دي. د سعودي مادام العمره واکمنې کورنۍ تر دې وړاندې هم ډېری سنیان او شیعیه یان د خپلې واکمنۍ دبقا لپاره د ترهګرۍ او دنظام دمخالفت په تور اعدام کړي او ښايي تر دې وروسته هم دغه ډول اعدامونه جاري و اوسي، همدغه ډول ایراني مذهبي اخوندانو هم په ایران کې دخپل نظام د مخالفت په تور زرګونه سني او شیعیه مسلمانان اعدام کړي، وژلي او يايې بندیان کړي دي. د حیرانۍ خبره خو داده، چې په سعودي کې د اعدام شوو کسانو له ډلې ۴۳ تنه سنيان وو او په دوی کې داسې سنیان هم وو، چې په سیاسي لحاظ تر نېمر باقرالنېمر د لوړې کچې خلک وو، له القاعدې، او اسلامي دولت سره د تړاو په تور اعدام شول، هېڅ سني هېواد یا سني عالم يې په اړه څه ونه ویل، خو د ایران او د دنیا مطبوعات ټول دنېمر په اړه غږېږي، چې تر شا يې په سیمه کې د شیعیه او سني مذهبي تاوتریخوالي ته لمن وهل ګڼل کېږي.

پر سیمه ددغه کړکېچ اغېزې :

که څه هم د سعودي اعدامونه هم غندل شوي، خو په تهران کې د سعودي دسفارت د سوځېدنې پېښې د نړیوالو په ذهنونو کې په تهران کې د امریکا او د برتاینې پر سفارت د بریدونو خاطرې راژوندۍ کړې. سعودي پر خپل سفارت د برید له امله سربېره پر دې چې له ایران سره يې دیپلوماتيکي اړيکې پرې کړل ورسره يې دملګرو ملتونو امنیت شورا، د عربي خلیج د همکارۍ شورا، عرب لیګ او اسلامي کنفرانس ته هم شکایتونه وکړل او ایران يې د نړيوالو قوانینو پر نقض تور کړ. ددې پېښې له امله دځینو عربي هېوادونو او ایران اړيکي پرې شوې، چې په سیاسي لحاظ په نړیواله کچه د ایران حیثیت ته ډېر زیان واوښت ، ایران چې لا پخوا له نړیوال سوړ غبرګون سره مخامخ و، نورې ستونزې هم ورته پیداشوې او ښايي په سیمه ییزه کچه ورته نورې ستونزې هم پيدا شي. ایران او سعودي به کله هم مخامخ پر یو بل برید ونه کړي، دغو دواړو هېوادونو د خپلو ګټو دبقا لپار تل په سیمه کې دسني او شیعیه مذهبي تاوتریخوالي له امله خپله سیالي روانه ساتلې او دا هر څه په عراق، سوریه،لبنان، بحرین، یمن، پاکستان او افغانستان کې له ورایه لیدل کيږي. دغو دواړو هېوادونو له بده مرغه دشیعیه ییزم او سلفیت د خپراوي او په دې برخه کې د ډلو ټپلو جوړلو لپاره میلیونونه ډالر لګولي او لا يې لګوي. د ایران او سعودي له دې سیاسي کړکېچ وروسته د لویديځ ټولې رسنۍ دسني او شیعیه مسلې ته لمن وهي، په یو نه یو ډول غواړي د بېل يې کړه اېل يې کړه پالیسۍ پربنسټ دمنځني ختيځ د تېلو په مالامالو هېوادونو کې مذهبي تاوتریخوالی ډېر کړي . ځکه د لوېديز ګټې دا ایجابوي،چې د تېلو څلور سیمې( سعودي، کویټ،ایران او عراق) باید هېڅکله سره متحد ونه اوسي، د ایران او عراق جګړه، پر کویټ برید، د خلیج لومړۍ جګړه او دصدام حسین د پرځولو جګړه په عراق، سوریه او یمن کې دا اوسنۍ روانې جګړې دهمدې لپاره دي، چې مسلمانان په خپلو کې پر جګړو بوخت وي او لوېدیز په دغه اختلاف کې هم اسراییل خوندي کړي او هم تېل یوسي . د سعودي د اعدامونو په ځواب کې ویل کېږي،چې ایران هم ځيینې سنيان اعدام کړي دي، په عراق کې کربلا ته نږدې د سنیانو په دوو مسجدونو کې بمي چاودنې شوي او یو سني موذن هم په داسې حال کې چې مسجد ته روان و په ډزو ویشتل شوی دی. د سعودي او ایران د وروستیو اختلافاتو تر ټول ډېر زیان به عراق ته ورسېږي، ځکه چې نظام کمزوری دی او د صدام حسین له واکمنۍ وروسته پکې سخت فرقه يي او مذهبي تاوتریخوالی ان تر ننه روان دی، چې ډېره پړه يې پر ایران پلوي لومړي وزیر نوري المالکي اچول کيږي،چې د ایران په لمسون يې عراقي سنیان له واکه لرې او هغوی يې دنظام په وړاندې له القاعدې او اسلامي دولت سره یو ځایوالی ته په لوی لاس وهڅول. د عراقي نظام مخالفان په ځانګړي ډول القاعده او اسلامي دولت به له دغه ډول مذهبي پېښو په خپله ګټه ډېر کار واخلي، ځانونه به د سنیانو د حقونو مدافع وګڼي او په سیمه ییزه کچه به سنیانو کې خپل نفوذ نور هم ډېر کړي . په دویم ګام کې سوریه او یمن هغه سیمې دي ،چې ډېر سخت به د ایران او سعودي د اختلافاتو ښکار شي، په دغو دواړو هېوادونو کې چې اوس اوس د سولې کومې خبرې روانې دي دا خبرې به له خنډ او ځنډ سره مخامخ شي، ځکه ایران او سعودي دواړه عملا ددغو هېوادونو په کورنیو جګړو کې ښکېل دي . پاکستان چې دسني او شیعیه مذهبي تاوتریخوالي بدرنګه مخینه لري او تر څنګ يې ډېرې اسلامي ډلې او مدرسې د سعودي له لوري تمویلږي او همدارنګه له شیعیه مذهبي مشرانو سره د ایران ملاتړ دی ښايي د فرقه یي پېښو شاید و اوسي، ځکه له یوه لوري پاکستاني شیعیه مشرانو دنېمر اعدام غندلی او له بل لوري دپاکستان دجمعیت اهل الحدیث ډلې دسعودي د اعدامونو ننګه کړې ده.

افغانستان ته څه کول پکار دي؟

سعودي او ایران دوه هغه هېوادونه وو، چې د افغان جهاد له ډېرو جهادي ډلو سره يې نږدې اړيکې درلودې، دواړو هېوادونو په دې برخه کې په افغانستان کې ډېره پانګونه کړې ، يانې چې هم سعودي او هم ایران په افغانستان کې مذهبي او سیاسي نفوذ لري، که په سیمه ییزه کچه ددواړو هېوادونو ګټې له ګواښ سره مخامخېږي، نو له دواړو لوریو به هڅه کيږي،چې مخه يې په هماغه سیمه کې ډب کړي.که څه هم افغانستان دمذهبي تاوتریخوالي ډېره بده مخینه نه لري، خو که په سیمه ییزه کچه د سني او شیعیه اختلافات د ایران او سعودي د پالیسیو له امله ډېرېږي، ددې وېره شته ،چې په افغانستان کې هم ځينې سختدریځي داسې اعمال وکړي، چې دافغانستان امنیت به له ګواښ سره مخامخ کړي. د یوه اسلامي هېواد په توګه افغانستان ته پکار دي، چې په دې برخه کې بې طرفه پاتې شي، نه د سعودي خوا ونیسي او نه د ایران، ځکه افغانستان پخپله له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی او د همدغو سیمه ییزو هېوادونو د مداخلو له امله افغانستان لا تردې دمه نه دی توانېدلی، چې پر خپلو پښو ودرېږي. موږ له سعودي سره هم د ښو اړيکو غوښتونکي یوو او له ایران سره هم ،ځکه زموږ ملي ګټې دا ایجابوي، چې له دغو دواړو هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو. افغانستان دبهرنیو مداخلو یو قرباني هېوداد دی، نور باید افغانان چاته ددې اجازه ورنه کړي،چې افغانستان د نورو هېوادونو د نیابتي جګړو ډګر و اوسي او له افغانستان هم عراق، سوریه او یمن جوړ شي.

2 thoughts on “پر سیمه د ایران او سعودي د وروستي سیاسي کړکېچ اغېزې”
  1. د افغانستان د خارجی سیاست په برخه کی زه درسره همنظره یم. مونږ ته سعودی عربستان او ایران دواړه مهم دی ، باید د دواړو اسلامی هیوادونو ترمنځ په اړیکو کی توازن حفظ شی. د افغانستان دولت ته پکار ده چی پدی هکله فعاله باندینی سیاست ولری ترڅو د دواړو اسلامی هیوادونو ترمنځ تشنج او کړکیچ کم کړی ، د منځګړیتوب او پخلاینی وړاندیزونه ورته وشی ، دواړه لوری له حوصلی او یو بل ته له تیریدنی نه کار واخلی. دواړه هیوادونه د سولی د ټنګیښت او د اسلامی نړۍ د یوالی لپاره خپل نړیوال او سیمه ایز مسوولیت ته متوجی شی. د دوی اختلافات د سیمی خلکو او ټولی اسلامی نړۍ او حتی په ټولو نړیوالو منفی تاثیر کوی.

ځواب ورکول شپون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *