د دې لپاره چې تر هرې پيښې وروسته ډير کم رسنيز فعالان او قلموال د حقايقو لټه کوي ښه به دا وي په کابل کې د طالبانو پرونی وحشت او پر يوې خصوصي رسنۍ د بريد په تړاو مو په ځينو حقايقو پوی کړم.

ولې شمشاد ټلویزيون طالبانو ته هدف دی:

۱ـ شمشاد ټلويزيون د طالبانو د فکر پر خلاف په ټوله کې د افغان ولس او په خاص ډول د پښتنو د هويت او ارزښتونو يوه متمدنه بڼه ده، د جګړې پر ضد هغه عامه پوهاوی چې ددې ټلويزيون له لارې کيږي شونې ده په ټوليز ډول يي په افغانستان کې په شته رسنيز چاپيريال کې ساری نه وي، ډيرې داسې رسنۍ شته دي چې په جګړه کې خپل خیر ګوري ځکه دوی ته روان اعلانات او پروژې ټولې د جګړې محصول دي خو شمشاد ټلويزيون د نورو پر خلاف په سوله او امن کې خپلې ګټې لټوي، سريالونه او خپرونې يي ډيرې متمدنې دي او حقايق پکې دي او بل دا چې د پښتون ځوان پوړ لپاره په هر حالت يو ښه رسنيز ادرس دی.

۲ـ د شمشاد سريالونه: په ټول کې زه د  هر بهرني سريال پر خلاف يم خو ځينې بهرني سريالونه د افغانستان د روان حالت يو ښه انځور دی په شمشاد کې خپور شوی د درې مورچل سريال او اوس خپريدونکی د شاهين سريال د افغانستان د روان وضعيت يو ښه انځور دی. ياد دوه سريالونه دولت، سرتیري او نظام د خلکو مدافع او ترهګرې ډلې د يو ملت او هیواد د ارزښتونو او عقايدو پر ضد معرفي کړي دي په افغانستان کې تر اوسه هم زموږ ستره ستونزه داده چې ځينې د طالب تر اغيز لاندې دي يانې طالبان سړک وران کړي يو بې سواده يي وليکي چې دا سړک مو ځکه وران کړ چې اصحاب کرام په پاخه سړک نه دي ګرځيدلي نو مظلوم او بې سواده ملت يي دستي ومني، طالبان ښونځی وسوځوي وايي ښونځي ته تګ حرام دی خو بې سواده ملت ددې پر ځای چې جهالت ظلمت او علم رڼا وبولي ايسته د طالب خبرې ومني، طالبان قومي مشر په شهادت ورسوي د جاسوسۍ تور پرې ولګوي ځينې عقده من کلیوال يي  ومني، طالبان د يو پتمن افغان کور ته د ننه شي د يوې ښځې پر عزت لوبې وکړي خو د کلي خلک يا له ډاره يا له شرمه پټه خولو وي خو رښتيا خبره داده چې د شمشاد په سريالونو کې برني ټول حقايق په داسې انداز بیان شوي دي چې په کلیو کې په زرګونو مينه وال لري ان تر دې چې په ځينو سيمو کې طالبان په ګرځنده تلاشيانو کې ډير خلک د همدې سريالونو د کتلو له امله هم وهي، ټکوي اوب ې عزته کوي. په شاهين سريال کې مو که فکر کړی وي ډيری هغه ډلې او ټپلې چې د قوم، مذهب یا سيمې په نوم فعالیت کوي تر شاه يي ډيری مشران د کليساوو هغه خيټور دي چې غواړي د يو ملت بيخ او بنياد وباسي.

۳ـ شمشاد او دين: په ديني برخه کې د شمشاد خپرونې تر بل هر تلويزيونه پښتنو ته ډيرې ويښونکې اوهیله بښونکې دي، د شمشاد د ديني خپرونکو چلونکي هغه ديني علما نه دي چې له حقانيه او نورو مدرسو متاثر دي بلکه په عصري علومو هغه سمبال علما دي چې د دين يوازې د مرګ نه بلکه د دين او ژوند پر برخه يي سر په تمامه مانا خلاص دی.

شمشاد بله ښې ګڼه چې لري هغه داده چې مخاطبین يي تر ډيره پښتانه دي، او پښتانه واحد ملت دی چې د داعشي او طالباني وحشتونو ښکار دی نو دلته چې کله طالبان په خاص ډول د شمشاد مخاطبین ګوري، په انشعاب او د طالبانو د خپل منځي ستونزو په تړاو ددې رسنۍ تحلیلي راپورونه او سياسي ميزونه ګوري نو خامخا به يي د له منځه وړو په خاطر دسيسې جوړوي.

د بريد په کولو کې د طالبانو د لاس لرلو لاملونه:

۱ـ داعش يي د برید له کولو سره سم مسولیت وانخيست بلکه د  دوی اړوندو تبلیغاتي چینلونو او مطبوعاتي برخې په کابل کې د يو بريد کولو په تړاو تازه خبر خپور کړ، بله مهمه خبره داده چې تر همدې نن سهار پورې هم داعش ونشوای کولای چې د بريدګرو د هويت په اړه کره اسناد وړاندې بلکه په ډراماټيک ډول يي نن سهار د دوو افسانوي نومونو څخه په ګټه اخیستو وويل چې دا بريد دوی کړی دی، حال دا چې داعش تر هر بريد سمدستي وروسته نه يوازې د بريدګرو هويت  خپروي بلکه انځورونه يي هم خپروي چې دوی په پوره ۲۴ ساعتونو کې ددې کار په کولو بريالي نشول.

بله مهمه خبره داده چې د بريد له کولو سره سم داعش تازه خبر خپور کړ او طالبانو انکار وکړ، له ادبي پلوه که د داعش د تازه خبر او طالبانو د انکار جملات او انداز سره پرتله شي سل په سلو به مو قناعت حاصل شي چې دا د داعش د تازه خبر خپرونکي هم د طالبانو تبلیغاتي برخه ده او انکار کونکي هم د دوی کسان دي او ان بيخي له يو کمپيوټر څخه په يوه کې رديده او په بل کې يي په اړه جزييات خپريدل.

طالبان له تبليغاتي پلوه له سختو  ستونزو سره مخ دي ځکه له روسانو سره تر شرمونکې هوکړې وروسته يي اوس ډيری دا فتواوې او کړنې هم مطلقې کمونيستي بولي، کله چې دوی له داسې يوې ستونزې سره مخ وي، د شمشاد په څير ويښونکې رسنۍ او ددې ډول رسنیو کارکونکي او دفاتر په هر حالت کې دوی ته هدف دي.

په کندز کې کله چې طالبانو تر نیولو وروسته کوم وحشتونه وکړل،چورتالان او تباهي وشوه د طلوع په نوم د يو ټلویزیون خبريال د طالبانو له لوري وګواښل شواو کارکونکي يي ددې له امله په نښه شول چې ددې ډلې له وحشتونو پرده پورته کول په اصل کې له معنوي پلوه د طالبانو وژل دي.

طالبان په ډير مهارت ځينې پټې او ښکاره هڅې کوي چې د شمشاد په څير پيچلي بريدونه په نورو ور تاوان کړي او په ټول کې د مايوسي فضا ته انکشاف ورکړي خو په دې کار کې دوی ځکه نشي بريالي کيدای چې  اوس خلک پوی شوي دي چې طالبان او داعش د افغانستان د تباهۍ لپاره هغه مستعار نومونه دي چې آی اس آی رامنځ ته کړي او د پنجاب د ګټو په خاطر رسنۍ، پروژه، سړک، ښونځی، جومات، مخور، عالم، قلموال، ځوان، ارزښتونه، تاريخ او ملي مشترکات د دوی خاصې موخې دي.

طالبانو بله هڅه دا وکړه چې د قومي تفرقې په لړ کې په کابل کې رسن وال او خصوصا پښتانه يو ډول مايوس کړي دوی شونې ده دا پلان هم درلود چې په دې بريد سره به پښتانه را وپاريږي او پر حکومت به د سختو نيوکو او نقد بازار ګرم شي خو اوس داسې ښکاري چې پښټانه خپل دښمن ډير ښه پيژني.

ولې دا بريد داعش نه دی کړی؟

۱ـ داعش ته به دا سخته وي چې تر شيعه افغانانو را وروسته د يو بل قوم يا مذهب پر وړاندې د جګړې جهه پرانيزي.

۲ـ داعش ته که رسنۍ هدف وی شونې ده تر شمشاد مخکې يي د شيعه وروڼو رسنۍ په نښه کړې وی ځکه يادې رسنۍ نه يوازې د داعش د شومو او وحشيانه کړنو پر ضد خپرونې لري بلکه له ايډيولوژيک پلوه هم سره په ټکر کې دي.

۳ـ داعش تر هر بريد وروسته تازه جزييات خپروي، په عربي، انګريزي او نورو ژبو يي پوښښ بيخي ډير وي خو اوس وينو چې پوره يوه نيمه ورځ وروسته هم داعشيان چوپ دي او تش په نوم مستعار تبلیغات د طالبانو د پټې او ښکاره هستې کار دی.

په هر حال هرڅه چې وو پرون طالبانو په مستعار نوم د بيان د آزادۍ پر ضد د وحشت ننداره وړاندې کړه موخې يي ډيرې شومې او پليتې وې خو افغان ولس په ډير مهارت سره د دوی تبلیغات کونټر کړل او دا وحشي ډله خپلې موخې ته ونه ورسيده.

بیا دې خدای داسې ورځ نه راولي.

3 thoughts on “پر شمشاد ټلویزيون بريد ولې طالبانو کړی دی | سید عبدالله پاچا”
  1. ښاغلی پاچا صاحب سلام

    وروره که دغه حمله طالبانو، داعیشیانو او یا نورو ورته وحشیانو کړی وی، خو دبل او یا نورو هیوادونو داستخباراتو په امر یی کړیده

    ځکه د شمشاد تلویزون په ډیر ویاړ او افتخار سره دافغانستان او دافغانانو دخاوری او جغرافیی، ګټو او عزت، ژبی او کلتور اونورو ورته ملی خبرو شپه او ورځ بی دریغه زحمت ګالی، او نه غواړی چه د وطن
    عرضي تماميت ته نه بهرنی او نه کورنی دښمن ضرر اوګواښ مخامخ کړی

    ښاغلی پا چا صاحب په اخر کی باید مونږ او تاسو په یوه خبره پوه شو او هم ځیرکه، هوښیار او بیدار ووسو چه !!!!!!!!

    افغانان به په هیڅ وخت د ډیورند ملحوسه کرښه د انګریزی جوړ پاکستان او یا په کابل کی دانګریزی
    پاکستان جوړونکو سفیرانو په خبره ونه منی، او هم به د شمشاد ګردی میزونه د ډیورند په ملحوسه کرښه لا تاوده او ګرم وساتل شی

    تل دی وی دشمشاد تلویزون ټول عزتمند او په وطن مین کارکوونکی

    شمشاد ځمونږ عزت دی، شمشاد ځمونږ ویاړ دی

    مردار او شرموونکی دی وی دشمشاد دحملی پلانوونکی او دسیسه کاران، کوم چه په تشنابو کی پټ او مردار شول

    تل دی وی د افغانستان ملی اردو او ټول هغه وسله وال ساتونکی چه دخپلی خاوری او خلکو ساتنه کوی

    په درناوی

  2. داعشیان ، ټالیبان او د هېواد کورنۍ منحوسې مزدورې ډلې ټول د یوه آس غوږونه ، د آی اس آی ، پنجاب ، سپه تباه کارانو او نور پلیدو استخباراتي کړیو مزدوران او د ګران افغانستان ، اسلام او پښتنو دښمنان دي.
    دوی له مذهبي اړخه په شمشاد د برید بهانه او جواز په هيڅ دلیل نه لري.
    هغوي غواړي چې د شمشاد رسا او منطقی غږ بند کړي اما ان شا الله دا ارمان به له ځان سره ګور ته یوسي. شمشاد به د تل په شان خپل ملي ، افغانی او اسلامي پیغام ټولو هېوادوالو او پښتنو ته ورسوي .
    وایی هغه شر د راشي چې زمونږ پکې خیر وي. په شمشاد برید د ټولو پښتنو او په مجموع کې د ټولو افغانانو د یوالي په راتګ تمام شو.
    له دې وروسته به هریو د خپل شمشاد ملاتړي او د زړه له خلاصه به همکاري ورسره کوو. تل دې وي د افغانانو ترمنځ ملي یوالی ، ژوندي د وي د شمشاد زړه ور ځوانان .

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *