ژباړه: احمد شاه پاڅون –
د یمن یو اوسیدونکي خپل زوم ته د لور ورکولو په بدل کي یوازي په فیسبوک کي د لس لکه خوښوونو (لایکونو) شرط کښیښود.
د یمن په (تعز) نومي ښار کي د ایاش په نوم یو کس د خپلې لور لپاره یو نادره مهر ټاکلی، هغه له اسامه نومي زوم څخه وغوښتل چي پر فیسبوک باندي د هغه پوسټ ته لس لکه لایکه را غونډ کړي.
سلیم وايي که اسامه په یوه میاشت کي په لس لکه خوښوونو وتوانید نو د خپلې لور واده به له ده سره کوي. او که یې یوه میاشت کي ټاکلی حد پوره نکړ نو د سلیم په خبره د هغه خوښوونو ته په کتو سره به نور وخت ورکړي او یا به د دې خپلوۍ د ختمولو پرېکړه وکړي.
د یمن اوسیدونکی سلیم ایاش خپله هم د ټولنیزو رسنیو فعال دی، د هغه په قول غواړي دې سره د خپل زوم د فعالیت، زغم او کار کولو جاج واخلي.
وبه کتل سي چي ایا ښاغلی اسامه دا اسان خو ستونزمن شرط په یوه میاشت کي پوه کولای سي او که څنګه؟
آیا همدا ېې د لور هم خوښه ده، کنه، هسې زموږ د پلرونو غوندې دا هم سرتنبه او لور پلورونکی دی؟
هلکو لاس کړئ ورسره باور وکړئ چې دا سړی په مرسته ارزي. تاسو یې صحیح نوم او ادرس په فیس بک کې پیدا کړئ، زمونږ نور څه کار دی، باور وکړئ چې ثواب مو کیږي.
ولاډیرستونځ من کاردی تردی واده دی تیرسی