د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان د سفیر ځای ناستی وروباله او د کندهار پر معروف ولسوالۍ یې د پاکستاني ځواکونو د حملې په وړاندې خپل اعتراض هغه ته واوراوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له یوې خبرپاڼې سره سم پرون پاکستاني ځواکونو د ډیورند کرښې له پوري غاړې څخه د لوی بند له سیمې څخه په معروف ولسوالۍ کې د افغان سرحدي پولیسو پر پوستې د توپ او هاوان حمله وکړه.
خو د کندهار امنیه قومنداني وايي چې پاکستاني سرحدي ځواکونو د معروف په کارېزک سیمه کې پر څو افغاني پوستو برید کړی دی.
په همدې حال کې په جنوب کې د سرحدي پولیسو قومندان جنرال تفصیر خان خوګیاڼی وايي چې دا بریدونه طالبانو د پاکستاني پوځیانو په مرسته کړي دي.
افغان طالبانو تراوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه وزارت د لومړي سیاسي ریاست مرستیال بابه خان اسلمي د پاکستان د سفارت له سرپرست جان بهادر څخه توضیحات وغوښتل.
ښاغلي سلمي د پاکستاني ځواکونو حمله وغندله، ویې ویل چې په دې برید کې د افغانستان د سرحدي پولیسو د دوهم کنډک یو سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د پاکستان د سفر ځای ناستي ته وویل شول چې دا ډول حرکات د افغانستان لپاره په هیڅ صورت د منلو نه دي او دوام یې د دوو هیوادونو اړیکې اغېزمنولی شي.
د کندهار پر معروف ولسوالۍ تر دې حملې مخکې پاکستاني پوځیان له شاوخوا دوو کلونو راهیسي د افغانستان پر کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو بریدونه کوي او عموماً د افغانستان د ختیځ پر سرحدي سیمو د خپلو حملو د توجیه لپاره وايي چې هلته پاکستاني طالبان پناه اخلي او له هماغه ځایه پر پاکستاني پوستو بریدونه کوي.
خو پاکستاني چارواکو د ننګرهار د ګوشتې پر ولسوالیو د حملو د توجیه لپاره دلیل نه دی وړاندې کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د پاکستان د سفیر ځای ناستي ښاغلي بهادر خان د معروف ولسوالۍ پر پېښّ خواشیني څرګنده کړه او هغه یې وغندله.
ښاغلي بهادر هم تایید کړه چې دا ډول پېښې د دوو هیوادونو دوستانه اړیکې زیانمنوي. ده ژمنه وکړه چې دا موضوع به ژر له خپل حکومت سره شریکه کړي او له پایلو څخه به یې د افغانستان حکومت خبر کړي.
کله هم چی داود خان شهید شوی نو د پنجابیو ګیدړانو سترګی سری شویدی او اوس تل د زمریانو له منګولو … تختوي. زما په اند دلته ډیره ګناه زمونږ ددولت ده دوی د پیسو په جمع کولو بوخت دی او د هیواد له پولو هیڅ خبر نه دی