تاند- د میدان وردک ولایت د چارواکو په وینا وسله والو طالبانو نن د دغه ولایت پر دولتي ادارو ډله ییز برید وکړ چې په نتیجه کې یې نهه تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ژوبل دي.

د میدان وردک د والي ویندوی وویل، د ماسپښین یوه بجه او پنځلس دقیقې وې، لومړی یوه ځانمرګي د وردک ولایت د ملي امنیت د ریاست په دروازه کې موټر وچاوداوه، ورپسې پځو نورو یې وسله واله جګړه پیل کړه.

ویل شوي چې طالبانو د ټونس موټر په وسیله له ځانوژونکې حملې وروسته د ولایت پر مقام او نورو دولتي ودانیو د درنو او سپکو وسلو ډزې کړي دي.

د میدان وردک د والي عطا الله خوګیاڼي په وینا د ملي امنیت سرتېرو حمله کوونکي مخالفان ووژل او د زیاتو خلکو د مرګ ژوبلې مخه یې ونیوله خو د وسله والو مخالفانو په ډزو په شاوخوا دولتي ادارو کې ۱۲۰ تنه ملکي مامورین او عام خلک ټپیان شول.

د چاودنې او ډزو په وجه دولتي ودانیو ته هم زیات زیان اوښتی دی.

3د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد له پېښې وروسته رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو د میدان وردک ولایت پر پي آر ټي او نورو دولتي ودانیو بریدونه کړي، لسګونه موټرونه یې ویجاړ کړي او ډېره مرګ ژوبله یې اړولې ده خو د وژل شویو کسانو دقیق شمېر لا ورته څرګند نه دی.

خو د میدان وردک ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې د شپږو طالبانو ترڅنګ د ملي امنیت څلور ساتونکي وژل شوي او د عامه محافظت یو سرتېری ټپي شوی دی خو د ټپیانو شمېر خورا زیات دی. لومړني راپورونه ښيي چې ۱۲۰ تنه ژوبل شوي دي.

2 thoughts on “پر میدانښار د طالبانو په حمله کې لږترلږه ۹ وژل شوي ۱۲۰ ژوبل دي”
  1. شاباس تباهي وکه شاباس تباهي

    چا ویل چې طالب د پښتنو غمخوار ندی. تر دې لوی خدمت یو وروسته پاته او بیوزله وردګ ولس ته بل چا کړیدی؟

  2. زموږ په پښتنوکی دټول افغانستان کچه هغه دتعلیم خاوندان هم دوردګو خلګ دی نوځکه طالبانو ددوی سره داسی مرسته کوی
    طالبانو دټول افغانستان دخلګوسره داسی مرسته نده کړی لکه دوردګو مظلوم ملت سره الله دی طالبانو ته دنوروعامو افغانانو
    دوژلو توفیق ورکړی کداطالبان نوای دادمره افغانان والله که یاروسی ختم کړی وای یاامریکی

ځواب ورکول نور الرحمن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *