ځوانه هر وخت پر وخت (On Time) واوسه! وخت دې مه ضایع کوه، کني وخت به تا ضایع کړي!
همدا شيبه دې د وخت د ضایع کیدو مخه ونیسه ځکه چې وخت داسې چانس دی، چې تر سرو زرو هم ډیر ارزښت لري. که وخت وي سره به تر لاسه کړې که وخت نه وي؛ بې وسه یې. وخت د ژوند هغه سرچینه ده، چې له مخې یې سره زر حاصلیږي. وخت د خاصیت له مخې په ژوند کې یو ځل راځي؛ نو ويې کاروه. د پرمختللو ټولنو وګړو وخت تر هر څه ګټور او ضروري ارزښت بللی. هغه انسان چې پر وخت چارې پرمخ نه وړي او د وخت مدیریت نشي کولای؛ د غیرفعال انسان په توګه یادیږي. د وخت مدیریت کول هر اړخیزه سپما زیاتوي، د چارو د کیفیت تضمین او چانسونه ډیروي. ان د وخت مدیریت کول د ژوند شیبې خوندورې او چارو ته رسیده ګي تقویه کوي. نو هېڅکله دې خپل وخت مه ضایع کوه.
په کار ده، چې ځوانان مو د وخت ارزښت ته په بشپړ توګه ځانګړی پام وکړي. اړینه ده ، چې د چارو ترسره کولو او هر اړخیز پرمختګ په موخه د وخت غنیمت وګڼي او د وخت مدیریت (Time Management) هنر زده کړي. که فکر وشي. ډیری مهال د وخت ارزښت ته پام نه کوو خو برخلاف د هغو ټولنو وګړي چې منظم پر وخت او دقت کار کوي؛ د وخت سرچینه ډیره مهمه ګڼي. په ژوند کې داسې حالاتو سره مخامخ کیدای شو چې د لویو هدفونو ترلاسه کولو لپاره به ټولې سرچینې په کافي اندازې سره لرو خو یوازې وخت به نه وي، چې پایله یې د بریالیتوب پرځای ناکامي کیدای شي.
د وخت مدیریت ته ځانګړی پام کول ډیر اړین دي. په تاسف چې زموږ( د افغاني ټولنې) دودیزې رسمي او غیرې رسمي ناستو او غونډو کې هم پروخت حاضریدل اهمیت نه لري. یعني د غونډې ګډونوال په ټاکلي وخت مجلس یا غونډه کې ګډون نه کوي. که وګورئ ډېری غونډې د سهار په اتو یا نهو بجو پیلیږي، خو بلونکي به يې نیم یا یو ساعت وروسته حاضریږي. که غونډه ناوخته پيل شي، نو طبعي ده، چې د اجنډا ځينې توکي د وخت د کموالي له امله د بحث څخه پاتې کیږي. زموږ(افغاني) ټولنه کې پر وخت حاضري ورکول او پيل کول غټه مسله نه ده، ځکه خو د وخت ضایع کیدو د مخنیوي لپاره هلې ځلې کمې دي.
د وخت په تړاو ځينې ویناوې:
“ د هر شخص د حاصلیز ژوند لویه پانګه ناتېر شوي کالونه دي ځکه خو د وخت هره پاتې شیبه لوی اهمیت لري”(P.w. Litchfield). “ که د ژوند سره مینه لرئ؛ وخت مه ضایع کوئ، ځکه چې وخت هغه څه دي، چې ژوند ښکلی کوي” (Bruce Lee). “ هره شیبه داسې چانس لرې، چې له مخې یې نړۍ ته بدلون ورکول کیږي، خو دا مو ندي کړي. دا مانا چې په دې ځمکه وخت ضایع کوئ”. (Roberto) “ که نورو خلکو او وختونو ته انتظار شو؛ بدلون نشي راتلای. خو موږ هغه څوک یو چې نورو ته انتظار باسو. موږ هغه بدلون یو چې هڅه یې کوو.” (Bruce Lee) “ هر هغه شخص چې د یوه ساعت وخت د ضایع کیدو زړورتوب کوي؛ د ژوند ارزښت يې ندی کشف کړی”. (Charles Darwin) “ تر ټولو ګټوره لاره هغه ده، چې هرسهار د چارو ورځنۍ پلان جوړ شي او د تطبیق وروسته يې هر بېګاه حاصل شوي پایلې وارزول شي.” (Alexis Carrel)
که د ژوند شیبې پلان شي، د وخت د ضایع کیدو مخه نیول کیږي. د وخت د ضایع کیدو مخه په لاندې توګه نیوی شو: ټولې ورځنۍ چارې سره ترتیب او مطالعه کړئ. د ورځې څه وخت مو د چارو په کټګوري کولو تېر کړئ، ترڅو معلومه شي، چې کومې چارې اړینې او عاجلې دي. اتیا سلنه ورځ مو پلان کړئ، چې د یوه لارښود په توګه مرسته وکړی شي او پوه شئ، چې څه وکړئ او څنګه يې وکړئ. ټوله ورځ په پلان جوړولو مه ضایع کوئ، اویا سلنه هغه پلان شوي چارې ترسره کړئ؛ چې اړینې دي. د کاري ورځې په پای کې د سبا ورځې کړنې لیست کړئ، چې دا کړنه مو په کاري او عادي ژوند کې موازنه برابروي او آرامي درکوي.
پای
۱۳۹۴ د زمري ۲ جمعې ورځ
deer kha information mo ra tool karee da saqib jan sahib la tasoo sa kha deera mana