د امریکا ولسشمر خپل نوی کال د پاکستان په بد ویلو پیل کړ. اکثرو صاحب نظرانو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د پاکستان لپاره خطرناکې بللې دي خو ځینو نورو ویلي دي چې ټرمپ په خپلو ټویټونو کې ډیر ځله توندې خبرې کړې دي او دا  د ده د خبرو سبک دی.

 خو حقیقت دا دی چې د ټرمپ خبرې ټوکې نه دي، جدي دي. یو خو دا چې خپل خبرداری یې د نوي کال پیل ته ساتلی و، دا یو تصادف نه دی بلکې په دوه زره اتلسم کال کې د پاکستان لپاره یو جدي پیغام و.

 د دې پیغام د ډیر جدي ګڼلو تر ټولو لوی دلیل دا دی چې د پاکستان دا وروستۍ غندنه لومړنۍ نه وه، بلکې د امریکا د ولسمشر لخوا د جنوبي اسیا لپاره د نوې ستراتیژي له اعلانه وروسته دا په پرله پسې ډول څووم اخطار دی چې پاکستان ته ورکول کیږي. امریکا په تیرو پنځلس کلونو کې څو ځله پاکستان ته په نرمه دیپلماتیکه ژبه یا په یو څه صریح او قاطع ژبه اخطارونه ورکړي او ګواښونه یې ورته کړي دي خو د نوې ستراتیژي تر اعلان دمخه ټول اخطارونه به معمولا یو ځل وویل شول او بیا به پاکستان یو څه خوشامندې وکړې او کوم عرب القاعده یا ساده ګل طالب به یې په ګوتو ورکړ او امریکا به قانع شوه چې پاکستان سم شوی دی او په دې ډول به پاکستان د امریکا په نظر سپین شو.

  خو په وروستیو میاشتو او اونیو کې دا اخطارونه پرله پسې دي، منظم دي او واحده نظریه تعقیبوي. هغه خبره چې ټرمپ په خپل وروستي ټویټر کې وکړه، د امریکا د ولسمشر مرستیال، خارجه وزیر، د امنیت شورا رییس، دفاع وزیر، لوی درستیز او نورو هم په مختلفو طریقو په وروستیو میاشتو کې تکرار کړې ده. د دې اخطارونو خلاصه دا ده چې که پاکستان د تروریزم په جنګ کې له امریکا سره مرسته وکړي نو ډیره ګټه به وکړي او برعکس که مرسته ونکړي نو ډیر تاوان به وکړي.

 ځینې کسان په دې نظر دي چې د امریکا د تاوان رسولو قدرت محدود دی او پاکستان شاید دوه مخې پالیسي ته دوام ورکړي. د پاکستان ځینې پټ او ښکاره مدافعان استدلال کوي چې که امریکا په پاکستان باندې فشار زیات کړي نو پاکستان به چین، روسیې ، ایران او ترکیې ته ځان نورهم ورنژدې کړي او په دې ډول به یو نوی بلاک رامنځ ته شي.

  دغه نوی بلاک ځکه نه رامنځ ته کیږي چې له ایرانه پرته چې د افغانستان په ګډوډي کې پټ او ښکاره لاس لري، چین، روسیه او ترکیه د افغانستان په ګډودي کې هیڅ ګټه نه ویني او بلکې ښکاره تاوان کوي. که څه هم ځینې صاحب نظران د طالبانو او روسانو تر منځ د پټو روابطو خبره کوي خو دا روابط په هر حال محدود روابط دي او د دې باعث نه شي ګرځیدای چې روسان دې د ملاهیبت الله او آی ، ایس ، آی لپاره خپل جهاني حیثیت او خپلې واقعي ګټې برباد کړي.

 د چین، افغانستان او پاکستان د خارجه وزیرانو په وروستۍ ناسته کې یو ځل بیا ولیدل شول چې چین د افغانستان ثبات ته ډیر اهمیت ورکوي او د دې لپاره چې په سیمه کې حالات عادي شي، افغانستان ته د سیپیک د پروژو راغځول غواړي. له بلې خوا تیره اونۍ په خبرونو کې راغلل چې چین په بدخشان کې له تروریزم سره د مقابلې لپاره د افغانستان د یوې غرنۍ لیوا د جوړیدو او اکمال ټول مصارف په غاړه اخیستي دي. له دغو مثالونو او واقعیتونو باید دا نتیجه واخلو چې چین او روسیه په هیڅ وجه پاکستان ته دومره نه ورنژدې کیږي چې د تروریزم د حمایت بلاک رامنځ ته شي. دغه راز ترکیه د یوه متمدن او مخکښ اسلامي هیواد په حیث په هیڅ وجه په دې راضي نه ده چې د ترورستي ډلو حمایت وکړي او اسلام ورسره بدنام شي.

 حقیقت دا دی چې امریکا داسې ډیر امکانات لري چې پاکستان سم کړي. د مرستو بندول، په جهاني بانک او نورو پولي نړیوالو موسسو باندې فشار راوړل چې پاکستان ته پور ورنکړي، د پاکستان په خاورو کې د عملیاتو زیاتول، له هند سره د مرستو زیاتول، په پاکستان باندې اقتصادي بندیزونه لګول او په پاکستان کې د سرمایه ګذاري په وړاندې د خنډونو ایجادول ځینې هغه وسایل دي چې امریکا یې د پاکستان په خلاف استعمالولای شي.

 څو ورځې له مخه د امریکا یوه لوی مقام وویل چې پاکستان که د ترورستو له حمایته لاس نه اخلي نو دا امکان شته چې ترورست د دغه هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ته خطر پیښ کړي. دغه خبره دا مانا هم لرلای شي چې که پاکستان د تروریزم ملاتړ ته ادامه ورکوي نو امریکا به بلوڅ ازادي غوښتونکي یا داسې نورې ډلې تقویه کړي او له پاکستانه به بدل واخلي.

 د پاکستان د دریځ په ګټه دا هم ویل کیږي چې چین په پاکستان کې د لسګونو میلیاردو ډالرو سرمایه کاري ژمنه کړې ده او د امریکا اقتصادي مرستو ته اړتیا نلري. اول خو دا ژمنه ډير شرایط لري چې د پاکستان ثبات او امنیت پکې تر ټولو مهم شرط دی. که پاکستان د خپلو ګاونډیو بې ثباته کولو ته ادامه ورکوي، طبعا دی هم بې ثباته پاتې کیږي او د چیني سرمایه کاري مخه ډب کیږي. د پاکستان د بې ثباتي په نتیجه کې همدا اوس هم د چین سرمایه کاري تر اټکل شوي حد خورا کمه او ورو روانه ده، نو که له نړیوالې ټولنې سره د پاکستان روابط خرابیږي، د چین د پانګونې په پروګرام باندې یې منفي اثر لا ډیریدای شي.

 پاکستان که څه هم د ټرمپ وروستۍ خبرې رد کړې خو په عمل کې مو ولیدل چې صدراعظم یې د کابینې او پاکستان د امنیت شورا د اضطراري غونډې د رابللو فیصله وکړه. پاکستان مجبور دی چې په خوله باندې د امریکا ادعاګانې په قاطعیت سره رد کړي ځکه هیڅ عاقل انسان پخپله په ځان باندې عریضه نکوي، خو په پټه او عمل کې ځان مجبور ویني چې خپلو پالیسیو ته بیا کتنه وکړي.

 په پاکستان باندې د امریکا له توندو او پرله پسې نیوکو داسې ښکاري چې نور نو امریکا د جنګ د ختمیدو پخه اراده کړې ده او پاکستان اړباسي چې دغه خونړۍ لوبه بس کړي.

 ډیر احتمال شته چې په راتلونکو څو اونیو کې په پاکستان باندې د پرله پسې فشارونو په نیتجه کې دغه هیواد ځان مجبور وویني چې په ملا هیبت الله اخوند باندې دال او چپاتي بند کړي او ملا صیب ته ووایي چې یا افغانستان ته لاړ شه او شهید شه چې حورې او غلمان دې په نصیب شي او یا د ملا برادر او ډیرو نورو په خوا کې څمله.

One thought on “پر پاکستان د وروستیو فشارونو ماهیت او نتیجه | شفیق اندړ”
  1. ټرمپ ډیر پځای شننه اوارزونه کړیده! پاکستان دوه مخی لوبه دا څلور لسیزی کیږی چی د افغانستان اونړۍ سره کوی. په پاکستان کی پنجابی سامراج نړیوالو ته د دوکي ورکولو او پیسو شکولوپه لوبه کی په محکومه پښتونخوا کی مصنوعی طالبان پیدا کړل اوبیا یی هم د مصنوعی دوښمن په وړاندی ریښتینی جګړه پیل کړه چی پکی پښتانه ووژل او کورونه یی وروسوځول او د نړیوالو په سترګو کی خاوری ور واچولي مګر د القاعدی ،طالبانو او حقانی ترهګرو ډلو ټپلو لپاره یی خوندی جنت برابر کړیدۍ او دا څلورلسیزی یی همدغه لوبه وکړه .دوی د پیسو دلاسته راوړلو پخاطر د خپل اولس سرونه پری کړل.مګراوس یی ټرمپ د پوزی ویښتان را کش کړیدی وګورو چی پاکستانی استابلیشمنټ څومره پرنجیږی

ځواب ورکول محمدربی آماج ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *