د ډیورنډ پر پوله د تورخم دروازې ساحه

تاند، سه شنبه، د حمل ۱۹مه: په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي، له اسلام اباد سره هوکړې ته رسېدلی چې د سپین بولدک او تورخم لارې به پرته له محدودیت څخه له پاکستانه افغانستان ته اوښتونکي هر چاته پرانستې وي.

نوموړي یاده کړې چې ګواکې پاکستان د دغو لارو په خلاصون یوازې زر – زر تنو ته د تېرېدو اجازه ورکوله، خو اوس به له کوم محدودیت پرته هر مسافر ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان خاورې ته داخل شي.

نوموړي په خپل یو ټویټ کې ویلي، له اړوندو چارواکو سره یې هم په دې تړاو د اسانتیاو برابرولو او چمتووالي خبرې کړې دي.
بلخوا د ننګرهار ولایتي ادارې هم په خپله هغه جدي پرېکړه کې نرمښت ښودلی چې ویلي یې وو که ولسمشر هم په تورخم راواوړي نو د ۱۴ نه تر ۲۱ ورځو پورې به قرنطین کمپ ته واستول شي.

د ننګرهار والي په دې تړاو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، د دوشنبې په ورځ زر کسان افغانستان ته له سکریننګ وروسته راواوښتل او په هیچا کې مشکوک علایم ونه لیدل شول، چې له کبله یې ټولو ته د قرنطین پر ځای کور ته د تګ اجازه ورکول شوه.
شاه محمود میاخیل د قرنطین له پریکړې سره د مسافرو او د هغوی د خپلوانو له سختو مخالفتونو وروسته همدا راز لیکلي، د پروسې دومره سختول یې یوازې د جدي چیک کولو لپاره وو اوبیا هم که په چا کې مشکوک علایم ولیدل شي، قرنطین ته به یې واستوي.

بلخوا د کندهار ولایتي ادارې هم په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په چمن دروازه را اوښتیو پنځه نیم زره افغانانو ته یې جدي توصیه کړې ده چې په کورونو کې تر ۱۴ ورځو پورې ځانونه قرنطین کړي.

کندهار کې د راستنېدونکو افغانانو لپاره د ننګرهار په څېر کوم قرنطین کمپ نه جوړ شوی خو ولایتي اداره یې وايي، د مشکوکو پېښو لپاره یې دروازې ته نږدې امبولانسونه چمتو درولي دي تر څو ناروغان په کې قرنطین ته ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د اپریل له ۶مې تر ۱۰مې پورې د تورخم او چمن دروازې په یو طرفه ډول پرانیستې تر څو بند پاتې شوي افغانان خپلې خاورې ته واوړي.

2 thoughts on “پر چمن او تورخم د اوښتونکو افغانانو د قرنطین او د شمېر محدودیت پرېکړې ختمې شوې”
  1. دا همیشه مجاهد ملت، دا هیشه کډوال ملت، دا همیشه سیار و سیال و روان ملت چنګیزوانګریز قرنطینن نشوای کړای، شوروي وامریکا قرنطین نشوای کړی، نو میاخیل صاحب بیچاره به څنګه داکار وکړی شي په شپږ تنو سرحدي پولیسو ههههههههه

  2. له بده مرغه له اېران نه راغلو هېوادوالو خو کم وايروس له ځانه سره راوړی وو چې اوس يې له پاکستانه هم بايد راوړي
    افسوس د هغو پر پاک وطني احساس چې له پاکستانه د را اوښتونکو هېوادوالو د قرنتین له پاره يې شپه او ورځ یوه کړې وه
    په ځانګړي ډول د زيارمل افغان هڅې د ستايلو دي

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *