تاند- د امریکا د خزانې وزارت وايي، د هغې تورپوستې ښځې عکس پر شل ډالري نوټونو چاپوي چې یو وخت په دغه هیواد کې مریۍ (غلامه) وه.

هریت ټایمن د مرییتوب د پای ته رسېدو لپاره د هلوځلو په خاطر شهرت ترلاسه کړی خو لومړنۍ افریقايي- امریکايي ده چې د امریکا پر بانک نوټ یې عکس چاپېږي.

دا وروسته له دې مشهوره شوه چې په ۱۸۴۹ م کال په مریلنډ کې له خپل مريي ساتونکي وتښتېده او د یوې داسي شبکې له جوړولو سره یې مرسته وکړه چې مرییانو ته یې د تېښتې چل ورزده کاوه.  له دې لارې په نولسمه پېړۍ کې په زرګونو مرییان په تېښته بریالي شول.

د دې عکس پر شل ډالري نوټونو د امریکا د یوه پخواني ولسمشر اندرو جاکسن د عکس پر ځای چاپېږي.

د امریکا د خزانې وزیر(چې زموږ د مالیې وزیر معادل دی) پر شل ډالري نوټونو د مېرمن ټایمن د عکس د چابېدو په اړه وویل چې دا پرېکړه له یو کال نظرپوښتنو او سپارښتنو وروسته وشوه.

په یوه نظر پوښتنه کې اکثرو پوښتل شویو امریکایانو ویلي چې پر ډالر د دې مېرمن د عکس د چاپ کېدو پلویان دي.

د مېرمن تایمن خلاف ولسمشر جاکسن د امریکا د جنوب یو مريي ساتونکی او جنرال و چې د ۱۸۲۹ او ۱۸۳۷ کلونو ترمنځ په امریکا کې واکمن و.

د امریکا د ولسمشرۍ کاندیدانو مېرمن کلنټن او بیرني ساندرز پر شل ډالري نوټونو د مېرمن تایمن د عکس د چاپېدا هرکلی کړی او دا یې ښه پرېکړه بللې ده.

One thought on “پر ډالر د یوې تورپوستې عکس چاپېږي”
  1. انسانيت مهم دی، کله چې له خلګو سره د هيواد مينه امله وي، هغه يې د تور او سپين په کيسه کې نه دي، بلکې د پرمختګ او سوکالي په لوري ګام اوچتوي.

ځواب ورکول مجيد ژړاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *