تاند- راپورونه وايي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې نن د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

جګړه وروسته له دې ونښته چې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان سرحدي او ملي پولیسو پر پوستو یرغل وکړ.

نښته د ماسپښین په دوه بجې پیل شوه. تراوسه پوري د جګړې د دوام او په ترڅ کې یط د مرګ ژوبلو په اړه راپور نشته. د دې جګړې اصلي علت هم نه دی څرګند.

د کونړ یوه سیمه ییز چارواکي رسنیو ته وویل چې پاکستاني پوځیانو د افغان ځواکونو پر ضد له درنې وسلې کار واخیست.

دا حمله وروسته له دې کېږي چې تېره اوونۍ د کابل د حملو او د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو د ویشتلو په اعتراض کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفر د احتجاج په دود احضار کړ.

5 thoughts on “پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې”
  1. دغه وخت دجنگ او جهاد دی دپاکستانی کفارو په مقابل کی، تول افغانان باید دجنگ امدگی ونیسی، دادسپی تخم اصلاح کیدونکی ندی.

  2. پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې
    دوشنبه, 17 اګست 2015 17:53
    خپرونکی: تاند
    تبصره ولیکئ

    Cross Boarder
    Category: خبرونه
    permalink

    خپروونکی: تاند
    http://taand.com

    تاند- راپورونه وايي چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې نن د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې شوي دي.

    جګړه وروسته له دې ونښته چې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د افغان سرحدي او ملي پولیسو پر پوستو یرغل وکړ.

    نښته د ماسپښین په دوه بجې پیل شوه. تراوسه پوري د جګړې د دوام او په ترڅ کې یط د مرګ ژوبلو په اړه راپور نشته. د دې جګړې اصلي علت هم نه دی څرګند.

    د کونړ یوه سیمه ییز چارواکي رسنیو ته وویل چې پاکستاني پوځیانو د افغان ځواکونو پر ضد له درنې وسلې کار واخیست.

    دا حمله وروسته له دې کېږي چې تېره اوونۍ د کابل د حملو او د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځیانو د درنو وسلو د ویشتلو په اعتراض کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفر د احتجاج په دود احضار کړ.

  3. پاکستان وخت ناوخته له افغانی سرحدی پوځیانو سره کونه مښی او غواړی پدی ډول پر افغانستان باندی فشار زیات کړی ترڅو خپل شرایط پرافغانستان ومنی. د افغانستان مشرانو او ولس ته پکار ده چی خپل اختلافات یوی خواته کیږدی، سره متحد شی او په یوه واحد او ټولو ته په منل شوی اقدام سره تورمخی پنجابی ته په نظامی او سیاسی برخو کی غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی. د امریکا متحده ایالات او نور متحدین دی ته مجبور کړل شی تر څو پر ګندستان فشار راوړی او له داسی لمسوونکو تحرکاتو نه لاس واخلی.

  4. محترم زلمی جان وروره موږ بايد خپله خاوره دلاری دسپو څخه وژغورو په عذر،دسولی په وړانديزينو ونشوه نور بايد څه وکړو؟ يو لاره چی ما يي شل کاله پخوا دځان اودوستانو سره تحليل اووړانديز کړی هغه دادی چی موږ بايد دپنجابيانو سره ودرزو بيدون دمنظمی جګړی څخه زموږ هيواددکورنی جنګ اوبی اتفاقی څخه خلاصون نلری ،نو ضروريي بولم چی ټول سره يو شو حتی دډيورند دکرښی هاخوا تر اټکه ټول دپنجاب دغلامی څخه دخلاصون لپاره هم پدی اتحاد کی پوره ونډه واخلو .تل او سرلوړی دوی زموږ اتل اردو.

  5. محترمه اکبری وروره زه سل په سلوکی درسره هم نظره یم, موږ ټول افغانان باید خپل اتحاد حفظ کړو , او ددی زوریدلی او کړیدلی ملت ددفاع لپاره اقدام وکړو , تاسی وګوری دهر طرفه پر افغانانو باندی ظلم او ستم روان دی, څوک مو وخاوره غلاکوی څوک مو تعلیم یافته کسان راڅخه وژنی, او دا سره خنزیران خو ګوری چه په کور راننوتل, ددی کړیدلی او زوریدلی ملت لپاره یو جدی اقدام ته ضرورت دی. په درنښت

ځواب ورکول زلمی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *