لکه په تېرو درو نيمو لسيزو کي چي د هيواد په کچه پښتو او پښتنو ته ډېر زيان واوښت، داغسي ددغه قام تعليمي ، علمي ، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه هم په بېلابېلو وختونو کي د پټو او ښکاره ورانکارو لخوا په يوه او بل نامه زيانمن يا ويجاړ سوي دي چي ددې ويجاړۍ وروستۍ بېلګه نن ماپښين دژوندون ټلويزيون پر مرکز هغه بريد وو چي د جميعت ګوند د قومندان احمدشا مسعود لسګونو پلويانو لخوا تر سره سو چي د شمال ټلوالي بيرغونه او د احمدشامسعود عکسونو تر څنګ يې په سپينه ورځ ناقانونه وسلې له ځانونو سره ګرځولې.
دغي ډلي څو اوونۍ وړاندي هم ژوندون ټلويزيون د حقيقت او ريشتيا ويلو په تور غندلئ و او خبردارئ يې ورکړئ و چي د افغانستان د جنګسالارو او د ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۶ کلونو په دوران کي د کابل ښار د ورانوونکو مستند فلمونه او اسنادو له خپرېدو ډډه وکړي، خو نن يې عملاً يواري بيا د نويمو کلونو د ورانکارۍ هڅه وکړه.
په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه پر ژوندون ټلويزيون بريد پر افغاني کلتور بريد او د مطبوعاتو ازادۍ ته سپکاوئ بولي او په کلکه يې غندي.
موږ پر عدلي او قضايي ارګانونو ږغ کوو چي ددې ناوړه کار عاملين دي د خپل عمل په سزا ورسوي چي د نورو لپاره عبرت سي او بل وخت بيا څوک د افغاني کلتور او ادب پر مرکزونو او د خپلواکه افغاني رسنيو پر ودانيو دغسي وحشتناک بريد ونکړي.
په ګران هيواد افغانستان کي د هر ډول تشدد د پای ته رسېدو، سولي د تامين او افغاني کلتور د پرمختيا په هيله.
په درناوي
مشرتابه جرګه ګۍ
افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ
زما د ژوندون ټلویزیون خپرونې چندان خوښې ندي ځکه دا ټلویزیون کټ مټ د همدغو جنګسالارو په څیر خو د هغوی پر وړاندې عمل کوي.
خو دا چې د بیان د آزادۍ حق ترې اخیستل کیږي او یا تحدید کیږي دا بیا د منلو نده. د شمال ټلوالې ټول ټلویزیونونه په زغرده د پښتنو تاریخ مسخ کوي او په مشرانو ېې ملنډې وهي خو پښتنو په سړه سینه زغملې دي، همدا سې څه باید له هغوی نه تمه وشي.
وګورو چې پنشیری پک وزیر د خپلو ګله ېې سپو مخه او قبضه څنګه نیسي.
ریښتیا هیر مې شو،
دا په هرات کې د ایران پر قونسلګرۍ د برید غچ و
مسعود چی روسیی غلام وو نن ورځ ددغسی خرو ورځ لمانځل کیړی
شمالی ټلواله ټوله دپښتنو مخالفه ډله ده اوکوشش کوی چی پښتانه په یوه رقم چه وی بدنامه کړی اوپه دغسی رقم حملو ته دوام ورکوی اوموږداحمله په کلکه غندواودایوه مخکی پلان شوی حمله وه اودایوه بی کفایته ډله ده شمالی ټلواله
دشمالی ټلوالی دبدنامی او سرټیټی په هیله
دپښتنودکامیابی په هیله