وائي یو ملا، خلکو (مقتدیانو) ته د اوداسه فضیلت ور ښود، نو وئی ویل چی: څوک چي یو اودس ولري او بل اودس ورباندي نوی کړي، داسی مثال لري لکه پر یوه کلا (ماڼۍ یا قلعه) چی بله کلا جوړه کړي، دارنګه بل اودس چي ورباندی تازه کړي داسی ده لکه بله کلا چي ورباندی ووهی او همدارنګه ډیر اودسونه د هغوی د شمیر په اندازه کلاوې دي. په ناستو خلکو کی یو چرسي هم وو، ور ګوډه ئې کړه چی: ملا صاحب هر څومره کلاوی چی ووهې، ښائي په یوه پسکۍ (ټیز) باندی درته ټولی چپه کړم. مونږ افغانان پر خپل تاریخ او نیکونو دومره ویاړو او ورباندی ټینګار کوو چی که هرڅومره خوار او ذلیل سو خو مونږ په زرهاوو کلونه تاریخ لرو او زمونږ نیکونو او پلرونو دومره اودسونه کړي یا مات کړي چی اوس ئی د کلاوو شمیر له مونږ خپله هم ورک ده او نړۍ مو، هغه د بابوجی خبره، په تاخت کی اچولی ده. خو کله کله هغه د چرسی واله رښتیا سي او په یوه پسکه مو ټول سپین او ژیړ سره ګډوډ سی.
د تاند ویب پاڼي یوه ډیره لنډه او په زړه پوری لیکنه؛ (د افغانستان تاریخ ته په ۳ دقیقو کې کتنه) می له کومی ورځی چی نشر سوې ده بیا بیا په ذهن کی را ګرځی او چی کله هم نوموړې ویب پاڼه پرانیزم نو سترګی می ورڅخه نه اوړی. د لیکني پوره متن په لاندی ډول ده:
«د ټایم مجلې (زي فرانک) د افغانستان تاریخ په درو دقیقو کې تشریح کوي. دی افغانستان د امپراتوریو د هدیرې په توګه د یادولو ترڅنګ، د افغانانو ترمنځ د ورور وژنو او د تخت پر سر د جنګونو یادونه کوي. فرانک د ظاهرشاه امن او ارامې دورې ته په اشارې وايي چې کابل په هماغه وخت د اسیا پاریس بلل کېده.»
د دي لیکنی عنوان، زما په اند، باید داسی وای: د افغانستان تاریخ په درو خبرو کي. ځکه که تاسی پورته پوره لیکنه ولولی نو لوستل ئی یواځی یوه دقیقه هم نه غواړی خو زمونږ بشپړ تاریخ په همدې درو خبرو کی را لنډیدای سي. په هرډول، له دې نه به تیر سو او دې ته به راسو چي آیا په رښتیا هم مونږ له دې پرته له خپل لرغونی او معاصر تاریخ څخه بل څه په لاس کی لرو او که همدا زمونږ د پرون او نن رښتیا دی؟ زما په اند مونږ یواځی همدا درې اړخه لرو او دانور په مینځکی هرڅه بې ارزښته او په یادولو نه ارزی. درې واړه خبري به یو په یو لږ تر څیړنی لاندی ونیسو:
لومړۍ – د امپراتوریو هدیره: په نړی کی ډیري ستري او د یادولو وړ امپراتوریو کي ډیری هغه يي چي په خپل وخت کی زوروري امپراتورۍ وې، لکه ساسانی، هخامنشي، یونانی (مقدونيایې)، اموي او عباسي (عربي)، مغولي، عثماني، انګریزي، تزاري روس، اتحاد جماهیر شوروي، او د امریکا په مشري اوسنۍ غربي امپراتوري، ټولی یا په بشپر ډول همدلته په ګونډو سوي دي او یا ئي دومره زیان لیدلی چی:
لا تر اوسه ئی ماغزه په کرار نه دی == چا چی ما سره وهلی سر په سنګ دی
په یادو امپراتوریو کی دوه هغه ئی مغول او بریټش امپراتوري هغه وې چي څه باندي ۳۳ ملیونه مربع کلومتره ځمکه ئي په ولکه کي درلوده. خو آیا د دې امپراتوریو له را پرزولو یا دیوې په ګټه له بلي سره له ډغري وهلو وروسته مونږ خپل یو ګډ او ښیرازه تمدن یا کم تر کمه پر خپله خاوره د خپل واک څښتنان سوو؟ دې ته به وروسته راسو.
دوهم – ورور وژنی او د تخت پر سر جنګونه: په جغرافیائي توګه د وچ او غرني اقلیم لرونکي هیواد او سیمی خلک زیږ، توند، جنګیالی او له هر رنګه انساني ازادیو سره په ټکر کی وی. هغه لکه مونږ چي څرنګه یو د تحمل او بل زغملو حوصله او ځواک نه لري او هغه د ښاغلی وفا سمندر په خبره د بل د سوځولو په دوزخ کی سوځیږي. پر ډیرو وړو وړو مادي ارزښتونو یو د بل پر مرۍ چاړه را باسی. او قدرت هغه لوړ ارزښت ورته بریښی چی باید د ډیرو انسانانو تر ژوند او ژواک ورته تیر سی. په جنیټیکی ډول دغه رنګه خلک عقده يي او انتقام پالونکی روزل کیږی چی بیا دغه ښکارنده په وروستیو نسلونو کی ښه په زور پالل کیږي او وده کوی. د افغانستان ستراټیجیک موقعیت یا د چا په خبره ګذرګاه کشور ګشایان دا معنی لری چی دا یوه لاره ده او د خپلو خلکو لپاره بې ګټې ده. دا یواځی هغه خلکو ته دپام وړ کرځی چی غواړي له دې سیمی د پوځی سنګر یا اډې په توګه کار واخلي.
دریم – دظاهرشاه د امن او ارامي دوره او د آسیا پاریس: دا هرچاته جوته ده چی ظاهرشاه د هغه د پلار تر وژل کیدو وروسته د خپلو سرسختو دکتاتورو اکاګانو، په ځانګړی ډول سردار هاشم خان چی په افغانستان کی يي هیڅ قسم پرمختګ، رفاه او سیاسي خوځښت لاره نه پریښوده، تر قیمومیت لاندی په ډیر کم عمر پادشاهي ترلاسه کړه. د هغه د نظام اساسي ستني په دې ډول وې؛ شاهي کورنۍ (محمدزیان)، تکنوکراتان یا هغه ډله چی د دولتي اداري نظام د چلولو لپاره روزل سوی وو او د خانۍ او ملکۍ طبقاتی سیسټم چی په هغه سره ئی خلک او د افغانستان ټولي پرګنې کنټرولولې. د هغه په ټوله څلویښت کلنه دوره کي کوم اساسی پرمختګ و نسو، په داسی حال کی چی په هغه پیر کي د نړی ډیر هیوادونه د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیدل. ظاهرشاه په ټوله دوره کی له عیاشۍ او هوسا ژوند پرته نور څه ځانته خوښ نه کړل. دا خبره سمه ده چي کابل ښار به د آسیا پاریس وو خو د نورو ولایتونو خلک، په ځانګړي ډول دجنوبي، غربي او شرقي ولایتونو خلک او درست ځوان کهول ایران او هندوستان\پاکستان ته د سختو او طاقت فرسا کارونو لپاره پښي ابلي پیاده تلل او قوت ولایموت يي ترلاسه کاوو. د زدکړی، روغتیا او کار اسانتیاوي هیڅ چیری هم نه وې. خلک به د ملاریا د تداوی لپاره پاکستان ته تلل، د ایران پر لاره به ئی له تندی او لوږی ساه ورکوله او بلآخره د اوسنیو جنجالونو مږه په همغه وخت کی وپنځول سوه.
له پورتنيو تاریخي واقعیتونو څخه دا په ګوته کیږي چی مونږ هسۍ د سراب لوری ته په ګومبتو يو، چیري چی د اوبو څرک هم نسته او نه پخوا د داسي ښه اتڼ کولو ریکارډ لرو. خو:
که تله د انصاف په لاس کی در کړم == خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
مونږ د نړی پر هیڅ یو لرغوني تمدن خپل لرغونی تمدن نه ورکوو خو زمونږ تمدن له سره شتون لری نه او دا سي هیڅ نښي نښانې په تاریخ کي، پرته له ورانیو، جنګ جګړو او تر ټولو پراخو هدیرو، د یو بډایه تمدن بیلګي چي تاریخ لیکونکو په خپلو یاد داشتونو او یون لیکنو کی ثبت کړی وی نه لرو. دلته که د لویو تمدنونه آثار سته نو هم د راغلیو او عبور کونکو پراختیا غوښتونکو آثار دي نه زمونږ خپل کاوشونه او هنرونه، که مو څوک پسي اخیستی دي نو راوستلي هم مونږ دي او پر دي لاره مو بدرګه کړی دی.
زمونږ یوه داسي ځواکمنه امپراتوري چي اصیلي افغاني ریښي ولري په تاریخ کی مثال نه لرو، چي یو څو دي هغه یا خو د نورو په مټ او له پردي ادرسه دلته راغلې دي او یا پر نورو هیوادونو ئی واک چلولی چی زمونږ غر میشتو ورځیني هیڅ ګټه نه ده اخیستې لکه د سوریانو یا غلجیانو امپراتورۍ چي په هند کي يي بیلګي او تاریځ نه هیرونکی حکومتونه کړي او تمدنونه يي رامنځته کړي دي. زمونږ د واکمنانو تاریځ ټول د یوبل په را پرزولو او له پښو غورځولو کي تیر سوی. دوي نه یواځي دې خاورې ته د نورو هیوادونو د علم او پرمختګ د سفیرانو مخه ډب کړې، بلکه ځپل خلک يي هم دې ته نه دي پرې ایښي چی له علم او تمدن سره آشنائی پیداکړي. هغوي سید جمال الدین افغاني غوندي هستي په ډیره بې زړسوي او د نورو په نغوته له هیواده وتلو ته مجبور کړه.
مونږ په درسته نړی کي تر ځان (افغانانو) د ټینګ او راسخ عقیده او ایمان درلوونکي بل څوک نه وینو خو دا زحمت مو کله هم نه دي ګاللی چي دا په ګوته کړو هغه کوم معیارونه او ځانګړتیاوي دي چي مونږ تر نورو ورباندي په دې اړه پوره ختلي یو!!؟ آیا زمونږ پوهه له دین/ادیانو څخه دومره زیاته ده چی تر نوري نړی مونږ مخکښ یو، آیا مونږ دیني اخلاقو او ځانګړتیاوو غوره او وتلې بیلګي لرو چي نړی ته ئي په زبات (اثبات ورسوو)، آیا هغه فجائع او ناقانونه کړني چی دین او قانون يې په کلکه ردوي؛ لکه قتل، غارت، منافقت، درواغ، دوکه، فریب، د ښځو او ماشومانو زورول او له قانوني او روا حقونو يي بې برخې کول، زمونږ خلک په تیر او اوس کی په نړی کي وتلی ریکارډ نه لري؟ او که دا په نامه او ناپوهۍ کي د دین پر سر له نړی سره په ډغره وهلو مونږ تر ټولي نړی دین خوښونکي او پیاوړي یو؟
په پای کي مونږ د تیرو لسیزو په دې خړیت ناتار کي خیرات خواره، ناکاره (معطل) او د نورو پر ترحم او ځواک باندي تکیه کوونکي پاته سوو. اوس چی هر یو ویني که که هغه رئیس جمهور وي، که د کابینې غړی وي، که وکیل وي، که سیاسي ګوند وی، که مخالف وي که موافق او که یو عام وګړی وي هغه دا وايي چی دا کار باید تر سره شي!! مونږ ته کلینیکونه، سړکونه، روغتونونه، مارکیټونه، ادارې، کورونه، نظامونه، مدرسې او مکتبونه، پلونه او کاریزونه را جوړسی، ورورګلوي او سوله مو باید په نړیوالو تړونونو او د نورو په تضمین تأمین سي. خو دېته نه ګوري چي په نړی کي دا هرڅه د راکړي ورکړي پر بنسټ ترسره کیږی او هیڅوک هیڅ چا ته یو شی په خیرات کي (بې له عوضه) نه ورکوي. یو ملت د ملت په توګه باید ټینګه اراده او هوډ ولري، نه یواځي د خپل هیواد په پرمختګ کي لاس په کار سي بلکه دنړي په دې چټک بهیر کي ونډه ولري نو بیا هغوي ته خلک د یو مستقل ملت په سترګه ګوري او شمار پرې کوي.
په مننه او درناوي!
عبدالقادر صائب
دا خو خبر نه دی، دا مو څنګه دلته ایښی دی؟
Dear Abdul Qader,
i have gone through your article and your information about the the history , but i would like to just give a opinion that the title you have selected or the beginning of your article with such joke, i could not find relationship with the mentioned point of the history. and i think use such joke in general for a nation would be not suitable . every writer should keep in mind the internal feeling of individual and do not use a word , examples or jokes , which might heart the feeling of over all. like we have example in Pashto PA YAWA CHAPALAKHA DA TOOLO MAKH WAHAL. I hope you can realize it. and i would like to request the Taand management if any one want to share their articles or information , they should go through it and do editing of some jokes and articles when they feel its not appropriate to be buplished , because every reader and fun of the Taand website expect very nice things and learning things from the website. I hope you do not mind it , thanks
Dear Ahmadullah khair Kwa,
The joke is just for the first paragraph and for fun as we are overconfident and proud of our intangible history. No one is being hurt by this fun as you think. I don’t think it’s irrelevant to that part. I was going to assign the title of the articl like د أفغانستان تاريخ به درو خبرو كي but since this was, with a slight difference, the original title of the quoted article by Taand.com, thus I gave this title. If you have opposite opinion to the basic context of my article, then you are most welcome and write something based on your knowledge of our history. Prove that I am wrong.
Respected Abdul Qadir Saieb,
Thank you very much for reading my comment and replying on that. As mentioned that you wanted to do different and bring a change to the original title, that way you start your article with such a joke. That is your own idea or you might think that you make more this article attractive to the reader to read it. And at lest you were succeeded in this thinking if you had in my case, because when I saw that it pursued me to read the article till the end. But still prefer the original title you had selected was better. like أفغانستان تاريخ به درو خبرو كي, because itself it’s a very attractive title if we say that we have 5000 history background , because the reader still be pursued to read the article how this history is explained in 3 point. Anyway.
Coming to the contain of your article. You had explained the mistakes have been done in the past by the people or rulers who were on that time. And you have quoted those with your knowledge and studies you did in this regard. My question is that, if a group or a part of society who had powers on that time dong such mistakes. Would affect or represent all the history. Could we say that we have not done anything good and we do not have a good history, I think it would be a little bit injustice. yes we could mentioned that , every nation learned from their history in both way mean wrong thing they have done and right thinks they have done. and every nation should learned that keeping in mind that how to do not repeat that wrong things have been done by a group of individuals and how to keep going on the good things for their batter future and how they could make it more and more exile it .
I think our problem is that we have a history and more good things also done on that time , but the problem is that we do not fallowed that and we have not learned from the mistakes we did in the past. And every nation learned from their history as I mentioned above. We are always looking the one side of the coin. We weak in our leering, but does not mean our past was always wrong no we had many things right as well, unfortunately we did not pay attention to that. Which is a big mistake and it’s the reason we are behind.
Sorry for making too long. Just to make it summaries and conclude it. It’s our job in current situation of our country. That we should not be hopeless and we should not convey a message that as our past was full of wrong things and we do not have a good history mean we could not go ahead. We should covey the massage to our nation especially to our young generation that we have a history and we should learned from it, learned for our mistake to do not repeat, and practice our things which were good and move us forward. Because the nations do not have history they were lost and disappear. And we proud to have history and we proud on its good things have been done and we together could learn for the mistakes done on that time and try to do not repeat it. Hope and positive thinking always make a person enable to achieve their goals.
Thank you very much Respected brother for your patient and reading, it’s my own view I do not how much I am right? Or maybe you could help with your great knowledge in this regard. Thanks once again.
Salam Alikum Dear Mr. Tayyeb,
I liked your farting joke. After reading your article, I believe that you tried to build one mansion after another by trying to connect misleading information; however, did you notice that you also eliminated your built mansions by a fart.
Let me pick up a point here from your article;
د هغه په ټوله څلویښت کلنه دوره کي کوم اساسی پرمختګ و نسو، په داسی حال کی چی په هغه پیر کي د نړی ډیر هیوادونه د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسیدل. ظاهرشاه په ټوله دوره کی له عیاشۍ او هوسا ژوند پرته نور څه ځانته خوښ نه کړل. دا خبره سمه ده چي کابل ښار به د آسیا پاریس وو خو د نورو ولایتونو خلک، په ځانګړي ډول دجنوبي، غربي او شرقي ولایتونو خلک او درست ځوان کهول ایران او هندوستان\پاکستان ته د سختو او طاقت فرسا کارونو لپاره پښي ابلي پیاده تلل او قوت ولایموت يي ترلاسه کاوو.
Now listen;
First, you divided the society into three groups; Royals, Technocrats, and Feudals; ask yourself if there was no advance, progress or development in Zahir Baba’s time, where are the technocrats coming from? Who provide them with the opportunity? Who raised the level of these society to technocracy? Why other Muslim Society did not have such a great number of technocrats like Afghanistan at the time being?
In the second part you mentioned that Zahir Baba spent his time with his concubines; Please go find one single proof to back up your argument. I know that you listen to Khalqi and Purchami propaganda or jokes, and then take it as a proof. I can tell you that Zahir Baba and his family is not comparable to other royal families when it comes to high moral, family and traditional values. Now, imagine for a second that you were a prince what you would not do in your life? Zahir Baba has been respectful and had high self esteem that is why he could rule for 40 years.
Do you know that all the Islamists, Fundamentalists, Communists and others including our ancestors were given a chance by Zahir Baba regime to educate, progress and express ourselves as members of the society. Do you know it took us a short while to destroy all what the Zahir Baba Time gave us? Do you know all your professionals were accredited during Zahir Baba Time? Do you know we still depend on Zahir Baba administrative, judicial and military apparatus, and refer to it? These are the things to consider when you write like a judge of the day. Please do not compare a carrot with a cucumber!
Wasalam,
Mullah Habibullah
ګنډیری ستامخ اوشانه معلومیژی که شه تحلیل وی که بدتی غندی دنوم نه دی داسی معلومیژی لکه فه ځلونه واره فه مکتب کی فیل سوی شاګرد
ګنډیری ستامخ اوشانه معلومیژی که شه تحلیل وی که بدتی غندی دنوم نه دی داسی معلومیژی لکه فه ځلونه واره فه مکتب کی فیل سوی شاګرد.