په دغه اختریزه میله کې چې په لسګونو شاعرانو، قومي مشرانو، ځوانانو او مینه والو او د مدني ټولنو استازو ګډون کړی و، خوندوره مشاعره هم په کې وشوه.

غونډه چې تر ډیره يې رسمي بڼه نه درلوده، د خوږو شعرونو تر څنګ د کندوز له موسمي میوې خټکیو خوړلو څخه هم مینه والو خوند واخیسته.

ګل رحیم نیازمن چې د پسرلي ټولنې په استازیتوب یې میلمنو ته ښه راغلاست او اختر مبارکي وویله زیاته یې کړه، دغه میله، چې د اختر مبارکۍ په پلمه یې جوړه کړې، موخه یې یوازې د اختر د خوښیو شریکول او د ځوانانو تر منځ د همغږۍ او اړیکو ټینګول وو.

د کندوز یو تن قومي مشر حاجي امان اتمانزي په خپلو خبرو کې پسرلی ادبي او کلتوري ټولنه وستایله او دغه ټولنه یې په شمال ختیځ کې یوه فعاله او د فرهنګي کارونو مخکښه وګڼله هغه ددغې ټولنې د ستاینې تر څنګ وویل چې د کندوز خلک پر دغو ځوانانو ویاړي چې په دغه ولایت کې يې د خپل فرهنګ او کلتور د ژوندي ساتلو لپاره هر اړخیزې هڅې کړي.

د غونډې په پای کې یو شمېر فعالو فرهنګیانو او فرهنګپالو ته د ټولنې لخوا ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د غونډې عکسونه:

111111

0 thoughts on “پسرلي ادبي ټولنې اختریزه میله او مشاعره جوړه کړه”
  1. الله سبحان دی زموږ په وطن کی سوله راولی

    چی ټول پر یوه ټغر سره کښینو اوخپل کلتو نور هم را ژوندی کړو

    ډیر ښه کار شوی زه نه وم خبر زه هم راتلم

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *