اسلامی شریعت دټولو اقتصادی اوسوداګریزو رواربطواومعاملاتو دپایداري،استحکام اوسلامتیا لپاره خپل خاص قواعد اواحکام وضع کړی دي.

ځینی وخت دیو شمیر سوداګرولخوادعامه خلکو دهوساینی دلمنځه وړلو لپاره مختلفی هیلی اونیرنګ دزیات منفعت دلاسته راولول لپاره په کار اچول کیږی لکه څرنګه چی ځینی پانګه وال دمالی امکاناتو په لرلو سره دراکړی ورکړی بازار په خپل کنترول کی نیسی اوپه هره بڼه چي وغواړی په هغه ډول اموال عامه خلکو ته عرضه کوی نود دوی پروړاندی د اسلام مقدس دين په تجارتي قانون کې دا خبره په پام کې نيولې چې پرخلکو باندې د ګران فروشي مخه ونيسئ او د هغو دروازو د بندولو غوښتونکی دی چېانسانان له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان کوي او مصنوعي ګراني رامنځته کوي

په اسلامی اقتصادی نظام کی داحتکار ظالمانه عمل حرام دی احتکار دی ته وايی چه ارتزاقی مواد دنرخ دلوړلو لپاره زخيره کړی ،داهغه ظالمانه عمل دی چه يوکس دخپل جيب ډکولو په موخه ټول عالم ته غم اوپريشانی جوړوی اوپه ټولنه کی قحطی اوقيمتی رامنځه ته کوی په اسلامی اقتصادی نظام کی اسلامی حکومت دهغه څخه په نظارت کولو موظف ګرځول شوی تر څو دیوی خوا غریب اوبیوزله وګړي دلومړی ضرورتونو په رانیولو کی دمشکل سره مخ نه شی اودبلی خوا دنوموړو خودخوا اشخاصو دظلم مخنیوی په هکله دهغوی سره هم مرسته وکړی .

په اسلامی اقتصادی دسوداګریزو منعه شویو مواردو څخه پ��هغوی کې د بنيادي او بنسټيزو موضوعاتو څخه یو هم (احتکار) دی چې اسلام يې په ډېرې سختۍ سره نفی کوی.

چي موږ به په دی مقاله کی داحتکار معنی اومفهوم ،داحتکار دممانعت شرعی حکم په لڼد ډول وڅیړو.

احتکار دحُکر څخه اخستل شوی چي په لغوی لحاظ دحبس کولو ،بندولواومنعه کولو په معنی دی.

په شرعی اصطلاح کی داموالوا،اجناسو (خوراکی توکو،لومړی ضروریاتو) حبس اومنع کول اودقیمتی لپاره دنوموړو موادو ساتل عبارت داحتکار څخه دی .

یا په بل عبارت : له احتکار څخه مراد ضروري شيان ذخيره کول او په بازار کې د هغوی مصنوعيقلت پيدا کول دي، تر څو د شيانو نرخ لوړ شي او خلک يې په لوړ قيمت رانيولو ته اړشي.

همدارنګه دافغانستان اسلامی جمهوریت داحتکار دمنع قانون دوهمی مادی په دوهمه بند کی احتکار په لاندی ډول تعریف شوی دی .

احتکار دډیری ګټې اخیستنې اوله سیالمنی (رقابتی ) بیی څخه په لوړه بیه دپلورلو په مقصد دعادی اړتیا وړ لومړنیو توکو پټولو یا له پلورلو یې ډډه کول دي په داسی توګه چې په بازار کې دلومړنیو توکو دکمښت او دبیو دلوړیدو لامل شي .

همدارنګه د نومړی مادی په څلورم بند کی محتکر په لاندی ډول تعریف شوی دی .

محتکر: هغه حقیقی یا حکمې شخص دی چې له مجازې اندازی څخه زیات لومړنې مواد ،ددې مادې په (۲) جزء کې په درج شوو حالاتو کې پټ یا دهغو له وړاندې کولو څخه ډده وکړي.

چي په اصطلاحی مفهوم کی یی دوه عنصره شامل دی

۱- دمال حبس اومنع کول دخرڅلاوڅخه

۲- دمال ساتل اودهغي دقیمتی لپاره انتظار کول .

داحتکار درامنځته کیلو لپاره دوه شرطونه لازم دی .

الف : دخلک احتکار شوو اجناسو ته اړتیا اوضرورت ولری.

ب : داچی بل عرضه کونکی اوپلورونکی وجود ونه لری چی خلک دهغه څخه دنظر وړ توکی وپیری.

داحتکار دمنع په هکله قرانی احکام : اسلامی شریعت اقتصادی روابطو استحکام اودتضمین لپاره هرنوعه اقدامات توضیح کړی سوداگرو ته دگـټی لاسته راوړلو لپاره مختلفی لاری پرانیستی دی اودعامه وګړو دژوند داسانتیاوو دلمنځه وړونکو یو شمیر جاه طلبه سوداګرو دمخنیوی لپاره یی احکام وضع کړی اسلامی دولت یی دهغه په نظارت توظیف کړی دی چی دمهمو اقداماتو څخه یی داحتکاراو تور بازار اوقیمتی څخه دخلکو ژغورل دی ځینی وخت پانګوال دمالی امکاناتو په درلودلو سره دبازار کنترول په خپل لاس کی نیسی او اجناس یی چی په کومه بیه زړه وغواړی بازار ته عرضه کوی اوپه لوړ قیمت یی پلوری .

احتکار منع د قران کریم په رڼا کی :

داهل سنت علماو داحتکار دحرمت لپاره دسورةانساء په ۲۹ ایت استدلال کوی “يا ايها الذين آمنوا لاتاكلو اموالكم بينكم بالباطل الاان تكون تجاره عن تراض”

1اووایی چی دمال خوراک په باطل په هغي طریقی سره دمال مصرف دی کوم چی الله پاک یی په هغی طریقی سره اجازه نه ده ورکړی او منع فرمایله ده لکه په معامله کی غش ،رشوت ،قمار او احتکار .

ويل لكل همزه لمزه الذي جمع مالاو عدده (همزه سوره ، 1آيت)

افسوس هلاکت یا کنده ددوزخ یا خرابی ده دهر غیبت ګر ،عیب ګر لره هغه چی جمع کړی یی دی مال او وارواور یی شمیری او ذخیره کړی ئی دی دی .

د احتکار منع په نبوی احایثو کی .

د مسلم شريف په (کتاب الايمان) کې له حضرت ابورقيه رض څخهروايت دی چې رسول الله ص وفرمايل: (اَلدِّيْنُ النَّصِيْحَةُ) يعنې دين سراسر د خيرخواهۍ نوم دی، نو کوم کار چې د خير خواهۍ خلاف وي، هغه د شريعت له نظره مردود ګڼلکېږي.

ابن ماجه او حاکم له حضرت عمر رض څخه روايت کړی دی چې رسول الله ص محتکر يعنېهغه کس چې مال رانيسي او ګرانۍ ته يې ذخيره کوي ملعون بللی او فرمايلي يې دي: (المحتکر ملعون)

مخکې مو وويل چې اسلام مطلق د خير خواهۍ نوم دی او (احتکار) دهغې خلاف عمل دی، ځکه خو رسول الله ص په يوه روايت کې د ذخيره کوونکو طبيعت داښوولی چې هغوی د ارزانۍ په راتګ سره پرېشانه او د ګرانۍ په راتګ سره خوشحاله کېږيچې په دې کې د خلکو او ولس بدخواهي نغښتې ده، ګويا دوی د خپلو وړونو د مشکلاتو پهله منځه تللو او هغوی ته د اسانۍ په راتګ پرېشانه کیږي چې دا د اسلام د غوښتنومنافي عمل دی.

 فقهاوو د دې خبرې اجازت ورکړی که يو کس احتکار يا ذخيره اندوزي کوي اوله امله يې عام ولس په مشقت کې لوېږي، نو حکومت جبرًا او د زور له لارې د هغوی دمالي ذخيرې د خرڅولو حق لري، دا خبره د (فتاوی هنديه د دويم ټوک په (٢١٤) مخ کېراغلې ده)

په بل حديث کې رسول الله ص فرمايي کوم کس چې خوراکي توکي د ګرانۍ پهموخه څلوېښت ورځې ذخيره کړي، هغه له الله تعالی څخه بېزاره دی او الله تعالی له هغه څخه.

علامه کاساني رح د خپل کتاب البدايع د (٥) ټوک په (١٢٩) مخ کې ليکي چېداراز سخت وعيد هرومرو د حرامو د ارتکاب په صورت کې راځي، ځکه چې دا راز ذخيره نيولپر عامو خلکو ظلم دی او ښکاره خبره ده چې ظلم حرام او کبيره ګناه ده، وروسته ليکيچې په دې کار کې لږ او ډېره موده هم نه غواړي، ځکه چې ظلم رامنځته شو، هغه که ډېرهموده وي او که لږ (يستوی فی ذلک قليل المدة وکثيرها، لتحقق الظلم).
په يو بلمبارک حديث کې جناب رسول الله ص دا راز ذخيره کوونکو او پر خلکو تنګي راوستونکو تهد دنياوي عذاب زېری هم اورولی دی، دا حديث چې په ابن ماجه، حاکم او مسنداحمد کېروايت شوی او رجال يې ثقات ګڼل شوي په دې ډول دی:
ژباړه: راوي وايي چې ما لهرسول الله ص څخه واورېدل چې فرمايل يې: څوک چې خوراکي توکي د ګرانۍ په نيت ذخيرهکړي او پر مسلمانانو تنګي راولي، هغه ته به تر هغو مرګ رانه شي چې الله تعالی يې دجزام په ناروغۍ يا په فلاس باندې مبتلا نه کړي.

احتکار که د وخلکو ته دضرررسولو او یا داجتماعی اواقتصادی نظام کی دخلل اوبی ثباتی رامځته کولو لپاره وی حرام کڼل شوی دی په دی سبب دټولو اسلامی علماوو سره په دی اجماع ده محتکر دنرخ په ټاکلو کی زیاتوالی راوستلی وی او دمتهلیکینو حقوق یی نه وی رعایت کړی ده ته دی دنرخ دښکته راوړلو لپاره دحاکم لخواآمر وشی او که با هم داحتکار څخه منع نه شو نو حاکم یا دولت کولی شی چی محتکر دخپلو اجناسو د خرڅلاولپاره مجبور کړی

ټول اسلامی امت په تیره بیا مسلمان سوداګرو ته په کاردی چی دالاهی احکام اونبوی سنتو په رڼا کی خپلی ټولی سوداګریزی چاری تنظیم کړی تر څو یی دیوی خوا خپل اهل اوعیال ته حلال رزق ترلاسه کړی وی او هم یی دمسلمانانو دستونزو دحل په موخه هغوی سره همدردی او کومک کړی وی او دالله پاک په وړاندی یی خپل دینی اوانسانی مسئولیت تر سره کړی وی .

چی الله داوامرو اواحکامو سره سم دسوداګری تر سره کولو په سبب به په دارینو کی ثواب او ښه ژوند څښتن شی .

په تیره بیا زموږ دګران هیواد سوداګرو ته په کار دی چی ددی جنګ ځپلی ملت سره چی دتیرو۴۰ کالو ناخوالو له آمله یی اقتصادی او اجتماعی ژوند ته ډیر زیات زیان رسیدلی دی دډیری زیاتی همکاری څخه کارواخلی او خپل اجناس په اسلامی طریقه او مناسبه ګټی سره یی بازار ته وړاندی کړی ترڅو زموږ دهیواد ناداره اوناچاره وګړی حد اقل دخپل ژوند تیرولو لومړنی توکی وپیری او دخپل رب لخوا دورکړل شوی نعمت یعنی ژوند کول په عادی ډول تر سره او دهغوی پروړندی داقتصادی ستونزو څخه نجات حاصل کړی .

0 thoughts on “پــه اســلام کـــې د احــتکار مــمانـــعـــت/ نصیراحمد زاخیل”

ځواب ورکول دانگ پیلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *