تاند، چهارشنبه، د حمل ۲۰مه: وروسته له هغې چې طالبانو د بندیانو په تبادله خبرې بندې کړې او خپل پلاوی یې بیرته وروغوښت، اوس د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو په تبادله د رامنځته شوي بندون په تړاو ویلي، دا پر یو بل فشار اچول دي چې دی یې ردوي او تمه لري چې دواړه لوري د دوامداره مذاکراتو له لارې د ستونزو حل راوباسي.
پمپیو په امریکا کې یو خبري کنفرانس ته ویلي، په دې کې شک نشته چې د مذاکراتو په دوام کې به د یو قدم شاته او یو قدم مخته تللو امکانات وي، خو اوس چې د بندیانو پر سر د خبرو کوم ځنډ راوستل شوی، دا ځانښودنه ده.
نوموړي ویلي، د فبرورۍ په اخره کې د سولې له هوکړې وروسته ځینې پرمختګونه شوي دي، خو دا رسنیو ته راوتلي دي.
ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې په افغانستان کې ټولو لوریو ته د سیاسي جوړجاړي په اړه د خبرو پیل مهم دی تر څو د لسیزو جګړه ختمه شي.
نوموړي یووار بیا پر ولسمشر غني او عبدالله غږ وکړ چې د سیاسي ننګونو پر وړاندې حالات درک کړي.
پمپیو ټینګار کړی دی چې په راتلونکو ورځو کې باور لري چې د ستونزې د حل لپاره به واضح اقدامات پورته شي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې له یوې خوا د ارګ او سپېدار اختلافات له منځه نه دي تللي او طالبانو هم تېره ورځ لومړی د بندیانو په اړه له کابل سره تخنیکي مذاکرات وځنډول او نن یې خپل ټیم بیرته وروغوښت.
که د صلحی د خبرو مسیر او کیفیت اصولی او علمی وای نو مثبته نتیجه یی حتمی وه ،مګر اوله خطا او غلطی یی د افغان حکومت د خبرو نه لیری اوبی خبر ساتل وو، او د همدی غلطی تر څنګ د طالبانو پړسول او بزرګنمایی وه ،بیا بله شرانګیزی یی دافغان حکومت تر څنګ نور مستعمل،اجیر ، جاهل او خود پسند کسان بلا ضرورت ، تحریک او تشویقول وو ،تر څو حکومت موقف او حیثیت ضعیف اوټیټ راولی چی دا کار د خلیلزاد شخصی دښمنی د غنی سره وه او که ده د امریکا بد نیتی عملی کوله ؟ خو نتیجه د افغان ولس لپاره د نوی کړاوونو زیږنده شوه .
که خلیلزاد رښتیا هم د مثبت تسهیل کوونکی رول درلودی نو د آی-اس-آی او مفسدو حکامو طرحی مخه یی باید نیولی وای ، مګر ټول صلحی ته غله او خاین ثابت شول ،ورنه کوم منطق،اصول او علمی روش د قضیی اصلی او متضرر اړخ له غونډو بی برخی کولی شی او بدون د اصولی نماینده پلاوی څخه ،غایبانه فیصله چی مشکل نور هم تشدیدوی د یوی متخاصمی اجرتی ملیشو او بادارانو په ګټه ترسره شی ،او علاوتا ۵۰۰۰ بندیان بیقاعدی آزاد او د مفسدو ګاونډیو ملیشی تقویت کړی؟
دا چی فیصله غائبانه،غیر اصولی ،ظالمانه او د رذیل دښمن په خوښه وه نو اصولا رد او اطاعت یی بیا هم د ظالم تقویت دی چی لاندی نصوص همدا مدعا تاییدوی
لا طاعة فی المعصیة الحدیث
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام الحدیث
ولن ترضی عنک الیهود و لا النصاری حتی تتبع ملتهم الآیه
تاسی وګوری ۵۰۰۰ جنګیدلی کسانو نیول څومره تلفات او مصارف لری ، څومره تباهی او په زرګونو بی ګناه مؤمنان یی شهیدان کړی؟
آیا کوم حاکم او قرارداد شته چی خلیلزاد ته حق ورکړی چی هره فیصله او معامله په افغنانو ستا حق دی ،حال دا چی هیڅ ارذل الناس او حتی هغه بیدینه جنرال چی په ۵۰ډالره خپل ناموس خرڅوی هم دا ځان ته نه منی(د امریکایی سناتور خبره د پنجاب ارذل الناس حکامو ته
نو داخلی استحکام او مؤمنانه ورورولی او اخوت د هر مؤمن وجیبه ده او تنازع او اختلاف تباهی ،بیعزتی او دښمنانو ته خدمت دی