مطبوعاتي اعلاميه!
لوی افغانستان تحريک
2018/09/15
د ډان ورځپاڼې په حواله د پنجاب سامراج فوځ تېره ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتون، محسن داوړ، علي وزير، خان زمان کاکړ، سید علم مسید او د P.T.M د ځينو نورو مخکښو غړو د نيول کېدو حکم صادر کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ چې د اګست په دولسمه نېټه د افغان ټولوژنې (بابړې) په وير صوابۍ کې جلسه رابللې وه او په زرګونو محکومو افغانانو په کې ګډون کړی و، پنجاب پوځ وايي، پښتون ژغورنې غورځنګ د فوځ له اجازې پرته ستره غونډه وکړه، نو ځکه يې موږ په وړاندې د نيولو حکم کړی دی.
پنجاب له تېرو اوياوو کلونو راهيسې په محکومو افغانانو باندې ظلمونه کوي او محکومو افغانانو څو ځله د پنجاب سامراج پوځ په خلاف خپل غږ پورته کړی، خو پنجاب څارګرې ادارې او پوځ د محکومو افغانانو د خپلواکو حرکتونو په وړاندې خنډونه جوړ کړي او په بې رحمانه ډول يې ځپلي دي.
د لوی افغانستان پلازمېنې پېښور اړوند چارسدې په بابړې ميدان کې په زرګونو افغانان راټول شوي و او د خپلو مشرانو د خلاصون غږ يې پورته کړی و، خو پنجاب سامراج پوځ په بې رحمانه ډول، محکوم افغانان په شهادت ورسول، قرانونه يې وسوځول، په سلګونو محکوم افغانان يې په شهادت ورسول.
د قيوم خان کشميري په څېر پنجاب بیا غواړي، چې د عدم تشدد په لار روان د پښتون ژغورنې غورځنګ بې سېکه او مشران يې زنداني کړي او په دې سره د محکومو افغانانو د وژلو او نيولو هڅې پيل کړي.
لوی افغانستان تحريک پنجاب سامراج پوځ ته په ځغرده وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حرکت په لروبر کې د يووالي، سمون او ټيکاو په لور د لروبر افغانانو ګډ حرکت دی، له امو تر اباسینه ټول افغانان د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي دي او د خپل سر په بدله به د پښتون ژغورنې د غورځنګ د هر غړي د نيول کېدو په تړاو به خپل ځانونه قرباني کړي.
پنجاب نه باید داسې ډارن حرکت وکړي، چې منظور پښتون او د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبري شورا غړي ونيسي، د منظور پښتون په نيول کېدو سره پنجاب چې دا مهال د ګړنګ په غاړه دی، ګړنګ ته ورغورځيږي.
د لروبر په ګډون به ټوله ټوله نړۍ کې داسې حرکتونه رامنځ ته شي، چې د پنجاب ناسور به د سیمې له جغرافيې د تل لپاره ورک شي.
د لروبر افغانانو د يووالي په هيله د پنجاب زوال غواړو
لوی افغانستان تحريک
د خپل سر په بدله یی حمایت او ساتنه کوو او انشا الله ددوی نیول به دپشتون دازادی با عث وګرزی
ملتونه تل په زور اشغال شوی او آزادی یی هم یو بل مثل حرکت غواړی ، د مرحوم پاچاخان د عدم تششد نظریه خو له پښتنو څخه ډیر زیات طلایی چانسونه د لاسه ور کړل اوس یی هم ورکوی ، هسی خو متل ندی جوړ شوی چه ( کږی خولی په سوک سمیږی ) اواوس خو ان د پاچاخان لمسی د فاع پاکستان نعری وهی .