تاند، پنجشنبه، د دلوې ۱۰مه: د امریکا دفاع وزارت په غزني کې د خپلې راغورځېدلې الوتکه کې د هوايي ځواک د دوه وژل شویو افسرانو نومونه خپاره کړل.

د ګومکو ایګو اوسېدونکی ۴۶ کلن ډګرمن پالکی ووس او د نیو همپشایر د هډسن اوسېدونکی ۳۰ کلن تورن ریان ایس فانوف هغه دوه کسان دي چې امریکا یې په خپله الوتکه کې د وژل کېدو تصدیق کړی دی.

ووس په ورجینیا کې د هوايي ځواکونو په لیکو کې تر دې وړاندې خدمت کاوه او فانوب بیا د جنوبي ډکوټا ښار د هوايي ځواک په ۳۷مه قطعه کې دنده لرله.

که څه هم طالبانو ادعا کړې چې د امریکا اي ای ۱۱ الوتکه دوی راغورځولې، خو د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مک کنزي په سعودي عربستان کې خبریالانو ته ویلي، د دې هیڅ نښه نشته چې الوتکه دې ویشتل شوې وي، بلکې دا پېښه د هوا د خرابوالي له کبله شوې ده.

امریکا د غزني په ده یک کې د خپلې غورځېدلې الوتکې مړي او همدا راز توره بکسه ترلاسه کړې ده.

One thought on “پنټاګون غزني کې د غورځېدلې الوتکې د وژل شویو امریکایانو هویت په ډاګه کړ”
  1. د روسیې استخباراتي سرچینو خبر ورکړی چې د غزنې په لویدلې الوتکه کې د امریکا د استخباراتي ادارې مخکښ غړی وژل سوی سرچینې وایي چې دغه استخباراتي غړی د مایکل اندریا په نوم د افغانستان عراق او ايران لپاره د امريکا د استخباراتي عملياتو مسئول مشر وو چې په لویدلې الوتکه کې غورزیدلی. دغه راز سرچینې وایې مایکل په افغانستان کې د اسامه او د ایران د قاسم سلیماني د وژلو په پلان برابرولو کې پوره لاس درلود یاده الوتکه تیره ورځ د طالبانو له خوا د افغانستان په غزني ولايت کې نسکوره سوه چې ویل سوي وو شپږ تنه پکې ووژل سول

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *