تاند- په زرګونو برتاوي پوځیان او پوځیانې چې په افغان جګړه او عراق کې جنګېدلي شراب څښي چې له جګړې په یاد کې پاتې ډار هېر کړي.

یوه باوري مطالعه وايي چې د برتانیا د وسلوالو ځواکونو د دا ډول سرتېرو شمېر ۳۳ زرو ته رسیږي چې هر پنځم سرتېری کیږي.

د دې مطالعې له مخې، کوم پوځیان چې په جګړه کې نېغ ښکېل وو، له سخت ذهني ډار سره مخ دي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ډيلي مېلز رپوټ وايي، په برتانوي پوځیانو کې خپلمنځي تاوتریخوالی په اندېښنه بدل شوی دی، په داسې ډول چې کله دغه پوځیان له جګړې خپل هیواد ته ستانه شوي دي، نو په اوو کې یو هغه یې سخت غوسه کیږي او پر نورو ملګرو یا خپلوانو برید کوي.

په دې مطالعه کې دا هم ویل شوي دي، چې له افغان او عراقي جګړې کورته ستانه شوي برتانوي پوځیان روغتيايي او رواني ستونزې هم لري.

       د دې مطالعې لارښود پوهاند(پروفیسر) نیل ګرین برګ وايي، دا په ځای پاتې ده چې له افغان او عراقي جګړې به روانې اغېز څومره اوږد مهالی پاتې شي.

په ورته وخت کې زیاتوي چې په دې جګړو کې د اغېزمنو پوځیانو رواني او روغتیایي ستونزو د درملنې لپاره باید کار وشي.

د دې مطالعې پایلې په برتانوي حکومت کې دا اندېښنه نوره هم زیاتوي چې په افغان جګړه او تاوتریخوالي کې د دوی پوځیانو ته رواني ستونزې نورې هم زیاتېدلی شي.

په افغانستان کې په زرګونو برتانوي پوځیان هره ورځ د سړک غاړې بمونو، د وسلوالو د بریدونو او د خپلو ټپي یا وژل شویو ملګرو په لیدلو  له ورته ستونزو سره مخ کیږي.

2 thoughts on “پنځم برتانوي پوځي ولې شرابو ته مخه کړې؟”
  1. دا د پټى سر دى پټى كښته سورور دى ، اوريدلى مى وه چه د ظلم كاسه نسكوره ده خو دا دوهم ځل دى چه لومړى روسان او دا ځل امريكايان او اروپايان د خپلو کړو ظلمونو انجام گورى نو د دوى افغانى ملاتړى دى هم غور پرى وكړى.يا الله ، يا پروردگاره ته حق ته برى او ظالمان او تيرى كوونكى همداسى په ډول ډول غضبونو گرفتار كړى ، آمين

  2. ښاغلیه دا به تاسو ته ظلم ښکاري، خو هغه ستا د حق پلویانو هم امتحان ور کړی دی
    چې ډېرې افغانانې یې په پنجابیانو وپلورلې. خدای دې بیا د دوی واک په دې مظلوم ولس نه راولي چې بیا به نه د ږیرې او نه د خپلې لور واک لري
    او د مولا که کومه جنۍ خوښېدله نو ورته وايي به چې را یې کړه. خلک به یا مجبور وي ور یې کړي یا به هم لکه پخوا چې د طالبانو وخت کې وشول، نورو هیوادونو ته کډوال کیږی.

ځواب ورکول سعیدالله سادات ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *