خان محمد ستانکزی، پراګ –

آیفون (iPhone) د هوښیارو فونونو یوه لړۍ ده چې کلونه وړاندې د اېپل کمپنۍ له خوا طرحه او بازار ته وړاندې شوې ده. د آیفون لومړی نسل د ۲۰۰۷ کال د جون پر ۲۹مه ووتلو، وروسته په بېلابېلو زماني واټنونو آیفون ۳، آیفون ۳ اېس، آیفون ۴، آیفون ۴ اېس، آیفون ۵، آیفون ۵ سي، آیفون ۵ اېس او تر ټولو تازه او وروستۍ نسخې یې آیفون ۶ او آیفون ۶ پلس د روان (۲۰۱۴) کال د سپتمبر پر ۱۹مه بازار ته ووتلې.

آیفون له یادو بېلابېلو پړاوونو څخه راتېر شو خو د ګڼو نورو تر څنګ په کې د پښتو ژبې د ټایپ کولو یا پښتو کیبورډ ستونزه پر ځای پاتې وه. ګڼې هڅې شوې وې خو سر یې نه وو نیولی.

په یوه وروستۍ هڅه کې چې یوه افغان زلمي ښاغلي شیرشاه رحیم کړې ده پښتو کیبورډ جوړ او د آیفون اپلیکیشن سټور ته پورته کړای شوی دی چې کېدای شي په لنډ وخت کې راښکته او انسټال کړای شي.  د یادونې وړ ده چې په پښتو کیبورډ کې د عربي کیبورډ انګړ ته د ورتګ د پښو خاپی لا پاتې دی چې د انټر تکمه یې اوس هم د رجوع په نامه څرګندېږي.

د راښکته کولو او انسټال طریقه:

– اپلیکیشن سټور ته لاړ شئ،
– په سرچ کې ښايسته پښتو کیبورډ (Khaista Pashto Keyboard) ولیکئ،
– ګیټ (Get) ووهئ.
د انټرنټ د سرعت په پام کې نیولو سره به کیبورډ راښکته شي. بیا یې د انسټالولو له پاره دا طریقې عملي کړئ؛

– Settings
– General
– Keyboard
– Keyboards
– Add new keyboard
– Select Pashto keyboard in third party
– Go to Pashto keyboard and allow full access
هغه پښتو توري لکه د ی ګانو ډولونه چې د کیبورډ پر مخ نه ښکاري د انګلیسي د غټو تورو په څېر د یوې اضافي تکمې (نور) په کېکاږلو سره راښکاره کیږي.

3 thoughts on “په آیفون کې د پښتو کیبورډ ستونزه حل شوه”
  1. سلامونه مې ومنئ، کله مې چې خبر ولوست نو په خپل آی پډ کې مې دغه نوی کيبورډ انسټال کړ خو سم کار يې نه کاوه. کله به دې چې فاصله ووهله نو کیبورډ به سمدم انګليسي ته بدل شو. بله دا چې یو پيغام يې هم ورکاوه چې که په دې دریم لوري یا دریمې پارټي له لوري انسټال شوي کيبورډ باندې څه لیکئ نو ټول لیکل شوي مواد به هغوی ته ښکاري. په هر صورت لومړی مشکل خو به يې حل شي خو د معلوماتو د خونديتابه مشکل يې د اندېښنې وړ راته ښکاره شو. یا خو زه د دريمې پارټۍ د موادو له استعمال سره بلد نه یم چې دا څه مانا او ولې ورته دريمه پارټي وايي.
    په درنښت

  2. ښاغلی احمد، که دا مو له وسه نه وي پوره چې یو څوک تشویق کړئ، زړه توری کوئ یې هم مه. زمونږ وطن ته آی فون تازه راغلی دی، او دا چې پښتو په کې دومره په چټکۍ ځای شوه دا د شکر ځای دی، له هغه نه مننه وکړئ چې دا کار یې کړی، او تاند پرې لیکنه وړاندې کړې ده.

ځواب ورکول ګنډېری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *