تاند- د کابلبانک یو مامور نن سهار د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ووژل شو.
راپورونه وايي چې په اروزګان کې د کابلبانک منېجر عبدالجبار کار ته روان و چې د نامعلومو وسله والو له لوري پرې ډزې وشوې.
عبدالجبار سخت ټپي شو او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.
تراوسه کومې ډلې د دې حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
تر دې پېښې مخکې تېره شپه یوولس بجې د اروزګان سرپرست امنیه قومندان ګلاب خان د ترینکوټ او دهراوت ترمنځ ووژل شو.
ځايي چارواکي وايي چې ګلاب خان د امنیتي پوستو د معاینې لپاره دهراوت ته تللی و چې د ناپېژاندو وسله والو له لوري پرې حمله وشوه خو د سیمې ځیني اوسېدونکي بیا د نوموړي وژنه مرموزه بولي.
د ګلاب خان د وژلو مسوولیت هم تر دې دمه چا په غاړه نه دی اخیستی.
د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب هم په یوه خبرپاڼه کې، چې د تاند په ګډون یې بېلابېلو رسنیو ته لېږلې، ویلي چې د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونوال ګلاب خان تیره شپه د ۱۱ یوولس بجو پر مهال د مرکز ترینکوټ پوري اړوند (سر خوم مانده) په سیمه کې له خپل یو شخصي ملګري سره په مرموز ډول وژل شوی دی.
نایاب همداراز ویلي:«سمونوال ګلاب خان د شپي پر ۹:۳۰ له امنیه قوماندانۍ څخه د خپل یو تن شخصي میلمه او د جنايي جرایمو پر وړاندي د مبارزي آمریت له یو کارمند سره وتلی تر څو پر امنیتي پوستو ګزمه وکړي، چې د ګزمي پر مهال د (سرخوم مانده) په سیمه کې له خپل یو تن ملګري سره په قتل رسیږي، د پیښي په تړاؤ له دوي سره دریم تن چې د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرایمو پر وړاندي د مبارزي د آمریت برحاله کارمند دی، نیول شوي او دمګړۍ تر پوښتنو ګرویږنو لاندي دی».
اړوند خبر:
د اروزګان سرپرست امنیه قومندان ووژل شو
وروڼو دا هر څه د آی اس آی له خوا کیږی، نه پوهیږم چی دا دویم مفکر ولی په پاکستان ۱۰۰ فیصده باوری دی چی دوی زمونږ خوشبختی غواړی، په الله قسم د افغانستان یو ماشوم هم پوهیږی چی پاکستان په ژوند کی خپل ګټی د افغانستان څخه نه ځاروی، پاکستان زمونږ له غمه نه دی مړ بلکه د کشمیر او دلته په افغانستان کی جنګ په همدی القاعده، طالبانو ( اوسنی داعش )باندی پرمخ وړی که باور مو نشی د آی اس آی پخوانی مشر اسد درانی ۳۲ دقیق یی مصاحبه واوری چی دا خر څه وایی ، څومره زمونږ په بربادی کی د دوی شیطانی لاسونه وو، او څومره اوس دا کار روان دی که مونږ په خپل منځ کی جوړ نشو او د قومی، سمتی، مذهبی او نوری ترپګنی وپالو نه ډیر لیری نه دی چی د پاکستان له لوری دا هیواد محوه شی، مخفی وژنی، اختطافونه، انتحاریانی او بلاخره هر ګډوډی چی دی هیواد کی نن روان ۸۰٪ د پاکستان لاس پکی دی نو راشی وروڼو خدای ته وګوری نور سره یو شی که نه نو ټول به ورک کیږو