تاند- د اروزګان چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوه سړي د خپلې کورنۍ لږترلږه ۶ غړي وژلي دي.

د اروزګان د امنیه قومندانۍ ویندوی صالح محمد نېکزاد وویل، دا پېښه نن /چهارشنبه/ سهار د ولایت په مرکز ترینکوټ کې وشوه.

نېکزاد وویل، قاتل، چې رحیم الله نومېږي، د خپلې کورنۍ د غړیو له ویشتلو وروسته وتښتېد.

ده وویل چې تراوسه پوري د دې وژنو علت نه دی څرګند خو لومړني معلومات ښيي چې رحیم الله له لفظي شخړې وروسته د خپلې کورنۍ پر غړیو ډزې کړي دي.

د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا په وژل شویو کسانو کې د قاتل پلار، وروڼه او وراره شامل دي.

0 thoughts on “په اروزګان کې یوه سړي د خپلې کورنۍ ۶ غړي ووژل”

ځواب ورکول اسد سمندر ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *