تاند- د افغانستان په جنوب کې یوه پولیس د توپک خوله د خپلو ملګروخوا ته واړوله او اووه تنه پولیس یې ووژل.

په اروزګان کې چارواکو نن وویل چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز ترینکوټ په یوه پوسته کې یوه غدار پولیس خپل ملګري وویشتل.

دا پېښه وروسته له دې وشوه چې پرون په کابل کې یوه افغان عسکر د افغان ځواکونو یو روزونکی امریکايي جنرال وواژه او ۱۵ نور بهرني پوځیان یې ژوبل کړل.

درویشت کلن تورنجنرال هارالډ ګرین د افغانستان په ۱۴ کلنه جګړه کې تر ټولو جګپوړی امریکايي پوځي دی چې وژل کېږي.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایب وویل، یوه غدار پولیس خپل ۷ ملګري په پوسته کې وویشتل، د هغوی وسلې یې غلا کړې او د پولیسو په موټر کې وتښتېد.

تراوسه پوري چا د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د اروزګان د والي ویندوی ښاغلی نایب وايي چې غدار پولیس له طالبانو سره تماس درلود.

د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې د طالبانو نفوذي عناصر او د هغو حملې په ۲۰۱۲ میلادي کال کې اوج ته ورسېدې. په دغه کال د ناټو ۶۰ پوځیان په دې ډول بریدونو ووژل شول خو په ۲۰۱۳ کال یې تر ډېره مخه ونیول شوه. سږ کال هم له وروستیو درو حملو پرته دا ډول بریدونه نه دي شوي.

پرون په ګردېز کې یوه افغان پولیس د ناټو پر پوځیانو ډزې وکړې خو د دواړو خواوو د ډزو په تبادله کې په خپله ووژل شو.

0 thoughts on “په اروزګان کې یوه پولیس خپل ۷ ملګري ووژل”
  1. ددري وارو أمنيتي اوركانونو دمسوليونو توجه ور ؟
    عزتمند و وزير صاحبانوجه او محترم دامنيت لو ي رئيس صاحب :
    خنكه جه ليدل كيزي متواتر يو رنكه حادثات ،او واقعات به أمنيتي بو ستو او قطعاتو كي منخ ته راغلي ،دشمن توانيدلي جه خبل أكنتان او تخريب كاران دامنيتي اوركانونو صفوف ته داخل كري مكر جلوكري يعني استخباراتي كار نهايت ضعيفه به نظر بريخي نه بوهيرم جه اوسني استخباراتي سيستم به خه شكل روان دي.به
    به بخواني رزيم كي استخباراتي سيستم تر تولي اوحتي تر بلوكه كارمند درلوده اوبه بوستوكي أكنتان اوريزيدينت درلوده د دلخراشو واقعاتو مخنوي دير اسانه كاروه داجه أمنيتي اوركانونه قدري برسونل ته متوجه نه دي او يا نه بوهيزي أويا نه غواري جه كار داهل كار ته وسباري
    شه به داوي جه استخباراتي سيستم ديو لإسه تنظيم او أداره شي تر خو دداسي دردوونكي واقعاتو مخنيوي وشي
    دلته جه زه كورم د ترين كوت ،او دنطامي أكادمي منحته راغلي واقعات د استخباراتي أدارو ضعيفه كاراو دوي مسوليت لري او د داسي بيخو جواب ده دي
    وبخشي (هركه را دردي ر سد نا جاركويد وي را
    زه به دي واقعاتو دير خوابدي شوي يم خكه مي تبصره بري وكره

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *