تاند- په اروپا کې د ناټو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان وايي، روسیه احتمالاً د افغانستان د حکومت پر ضد له جنګېدونکو طالب یاغیانو سره پوځي مرستې کوي.

امریکايی جنرال کرتیس سکاپاروټي (Curtis Scaparrotti) د پنجشنبې په ورځ /مارچ۲۳/ د متحدو ایالتونو د سناجرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې په طالبانو کې د نفوذ د زیاتېدو لپاره یې د روسیې د هلوځلو شواهد لیدلي دي او ښايي روسیې طالبانو ته پوځي وسیایل هم ورکړي وي.

سکاپاروټي دا څرګندونې مخکې تر دې وکړې چې د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي په زغرده د طالبانو دفاع وکړه، دا ډله یې د داعش پر ضد جنګېدونکې، منځنۍ اسیا ته د داعش مخنیوونکې او یوه غیر جهادي ډله وبلله چې نورو هیوادونو ته جهاد نه صادروي او په افغانستان کې د حقیقي دولت د رامنځته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

په اروپا کې د ناټو د ګډو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاپاروټي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د ګډې درستیزوالۍ د ريیس او د قوماندان په توګه دندې اجرا کړي، ونه ویل چې روسیې به طالبانو ته دقیقاً څه ډول وسلې ورکړي وي.

روسي چارواکو تر دې وړاندې طالبانو ته د وسلو ورکړه رد کړې ده.

رویټرز خبري اژانس وايي، طالبانو ورته ویلي چې لږترلږه له ۲۰۰۷ م کال راهیسي له مسکو سره فوق العاده تماسونه لري خو له دوی سره د روسیې اړیکې د اخلاقي او سیاسي ملاتړ تر حده پورته نه دي تللي.

طالبانو، چې پخوا په پاکستان پوري محدود او منحصر ول، په وروستیو کلونو کې له ایران سره هم تودې اړیکې جوړې کړي دي.

طالبانو هغه مهال د ایران باور په ځان پیدا کړ چې د ایران د حساسیت د نه پارېدو لپاره یې د دغه هیواد خواخوږي یې په خپل حال پرېښودل چې ماشومان یې ښوونځي ووايي، په سیمو کې یې د بیارغونې چارې پرمخ لاړې شي، اوسېدونکي یې په دولتي ادارو کې کار وکړي او له مرستندویو ټولنو بې وېرې مرستې واخلي.

One thought on “په اروپا کې د ناټو عمومي قوماندان وايي ښايي روسیې طالبانو ته وسلې ورکړي وي”
  1. هغه د ملا نصرالدین دباد دتللو کیسه خو هرچاته معلومه ده!
    داهم د امریکا د باد دتللو د دغږ د پټولو هڅي دی
    امریکا ! روسانو طالبانو ته په رښتیا هم ډیری سلاخکانی روس طالبانو ه ورکړی دی خو غیر مستقیم یعنی هغه سلحکګانی چی د نجیب ډیپوګان ورباندی ډک و دامریکا په مرسته د امریکا مزدورانو پاکستان ته یوړی او هلته ورته د همدغی ورځې لپاره ډیپو وی وی خو امریکا د فیل په غو ږ کې ویده او د پاکستان غوندی ماشوم یی مسلسله غولوي
    بل داچی بیغیرته روس په پټه طالب سره مرسته کو خو ته خو په ښکاره د پاکستان په مقابل کی دی د فاحشی موقف نیولی او څه ورته ویلی نه شی
    غولنه

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *