تاند- ارګ وايي، د جمهوري ریاست په پخلنځي کې د انسانانو د مړو موندل شوې ټوټې، د شپږ تنو دي. د انسانانو دا پاتې شونې څه موده مخکې د پخلنځي د ترمیمولو په مهال وموندل شوې.

د ولسمشر مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي نن /یکشنبه/ په یوه خبری غونډه کې وویل، د عدلي طب معاینې ښيي چې دا کسان شاوخوا ۱۵ کاله پخوا وژل شوي دي.

پنځلس کاله پخوا ارګ د طالبانو په کنټرول کې و.

د هاشمي په وینا موندل شوي مړي د دوو ښځو، دوو سړو او دوو ماشومانو دي.

ښاغلي هاشمي وویل چې لا څرګنده نه ده چې دا کسان به ولي وژل شوي او په پخلنځي کې خښ شوي وي. خو لومړنۍ څېړنې ښيي چې غالباً به هغوی شکنجه شوي وي.

تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اتیایمې لسیزې څو ډله ییز قبرونه موندل شوي دي.

2 thoughts on “په ارګ کې د مړو موندل شوې ټوټې د شپږو تنو دي”
  1. طا لبا نو پټ مر ګونه نه دي کړي، هغوی که څوک وژل علني یی وژل ، که څوک یې بندي کول علني یې بندي کول ، دا مر ګونه طا لبا نو مخکې دورو کې شوي دي، اوس یې پړه پر طا لبا نو ور اچول کیږي قضا و تو نه با ید سیا سي نه وي، با ید ووایم چې زه نه طا لب وم نه طا لب یم خو قضا وت با ید عا دلا نه وي او ټول مر ګونه هم په اتیا یمه لسیزه ونه تپل شي هغه مر ګونه چې له ۵۷ کال څخه نیولې تر اتیا یمې لسیزې شوي سارۍ یی نه لیدل کیږي ځکه زه پخپله د هغه دور د مر ګونو شا هد وم

  2. مونږ به دا ومنو چی الا و بلا در سر ملا ،
    د عدلی طب معلومات باید اټکلی نه وی . لازمه ده چی دا موضوع دقیقا وڅیړل شی . په لومړی قدم کی باید د شهیدانو اصلی هویت تثبیت شی چی څوک دی او بیا یی د وژلو عاملین معلوم شی . د اوسنی ساینس اوتکنالوژی په مرسته کیدای شی د شهیدانو د ن ای معلومه او د وژل کیدو نیټه څرګنده شی.

ځواب ورکول Afghan Shaheen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *