تاند- د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې په تابیا د افغانستان – پاکستان دوه اړخیز کنفرانس نن په اسلام اباد کې پیل شو.
په دې کنفرانس کې، چې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو غړي، نظرخاوندان او ژورنالیستان برخه لري، له افغانستانه د ایساف ځواکونو پر وتلو او د سولې او همکارۍ لپاره دوه اړخیز مشارکت په شان مسایلو بحث کېږي.
د سفما یا د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو د ټولنې رييس امتیاز عالم د کنفرانس په پرانستونکې وینا کې وویل چې امن افغانستان نه یوازې د پاکستان بلکې د ټولې نړۍ لپاره د اوس وخت ضرورت دی.
مشهور پاکستاني ژورنالیست احمد رشید وویل چې د ده په باور، افغان طالبان د پخوا په شان اوس هم د افغانستان د اداره کولو وس او ظرفیت نه لري، نو دوی باید له نورو ډلو سره پخلاینه درک کړي.
احمد رشید همداراز وویل چې په افغانستان کې بدلون تل پر پاکستان اغېز لرلی دی ځکه دا د پاکستان په ګټه ده چې افغانستان د ملي حاکمیت خاوند او پیاوړی هیواد وي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني معین او ژورنالیست عبدالحمید مبارز د افغانستان او پاکستان د اړیکو په اړه وویل چې د پاکستان اوسنی صدراعظم نوازشریف له سیاسي نظره پوره پیاوړی دی او د دوو هیوادونو ترمنځ د ښو او ټینګو اړیکو اراده کولی شي.
کنفرانس ته، چې درې ورځې دوام کوي، د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز مشر غفور لېوال وویل چې باید د دوو هیوادونو سیاست په سیمه کې د سولې او ثبات پر اساس وي ځکه چې هر راز شخړه د دواړو هیوادونو سوله ییزو هڅو ته زیان اړوي.
ښاغلي لېوال همداراز وویل:«موږ باید د ګډو ګټو د زمینو د موندلو لپاره کار پیل کړو او پر یو بل اعتماد وکړو.»
لېوال د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ګډو فعالیتونو د پیلېدو وړاندیز وکړ. د ده په نظر پوهنتونونه او رسنۍ په دې برخو کې مهم رول لوبولی شي.
د پیپلز ګوند غړي قمر زمان کایره امن پاکستان او سوله ییز افغانستان د سولې د ثبات لپاره مهم وبلل. ده د سیمې له هیوادونو سره همکاري د سیمې د خلکو د پرمختګ لپاره ضروري وبلله.
که زه وای، پاکستان مې د دښمن هېواد په توګه ډیکلییر کاوه او یوواري مې ځان ترې خلاصاوه. اول مې درې میاشتې وخت ورکاوه چې ټول هغه افغانان چې په پاکستان کې اوسېږي پخپله خوښه راستانه شي او که څوک راستانه نشي هغه مې هم د هماغو په کتار کې شمارل.
ټول دغه شان کنفرانسونه اوتی بوتی دی نورهیڅ ندی یوازی په لوړلګښت ترسره کیږی که دوه روپی پری مصرف شی نوپنځوس روپی یی حسابوی مونږ تمه زورنا لستانوته درلوده چی دوی به دفساد دجرړو په ایستلوکی کارنده ونډه اخلی خوددوی مشران په خپله په فساد کی ترغاړی کیوتی په یونوم اوبل نوم دژورنالستانو به نامه اتحادیی جوړی شوی کله کابل کی اوکله هم په بهرنیو ملکونو کی دوی ورته غونډی جوړوی خوبیچاره خبریالان دسختو ګواښونوسره سره په ناامنوسیمو کی به کاربوخت وی اوددوی مشران هم لکه ددولت لوړبوړی چارواکی په بهرنی باسپورټ پسی ګرزی که چیری دغه غونډی چی هرځای په لوړ لګښت جوړیږی یوفرهنګی مرکز جوړشی اویاهم ځوانو خبریالانوته میتودیک لنډ مهالی کورسونه جوړشی داتردغوغونډو چی یوازی خپل حضور څرګندوی سل ځله بهتره دی همدغه دجنوبی آسیا دآزادورسنیو په اصطلاح ټولنه چی څوکاله وړاندی یی په دیر لګښت دافغانستان په یوشمیر ولایتونوکی استازی وټاکل تراوسه خبریالان وایی چی هیڅ کاریی ندی کړی اویوازی بهرنی سفرونه یی جوړکړی هیڅوک نشته چی تری پوښتنه وکړی