تاند- د پښتون ژغورنې غورځنګ یا پي ټي ایم د شنبې په ورځ /اپریل ۲۷/ وویل چې د دوی مشران پرې نه ښودل شول چې د اسلام اباد په مطبوعاتني دفتر (پریس کلب) کې خبرې وکړي.

د دې غورځنګ په وینا دوی له دې سره سره د اسلام اباد پریس کلب ته پرې نه ښودل شول چې رسمي اجازه یې اخیستې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دا د بیان پر ازادۍ د بندیز ښکاره نښه ګڼي.

د جمعې په ورځ د اسلام اباد پریس کلب ته د پښتون ژغورنې غړي او د پاکستان د ملي جرګې غړي احسان داووړ او علي وزیر او د نورو ګوندونو مخکښ غړي لکه افراسیاب خټک او فرحت الله بابر لاړل خو امنیتي ځواکونو اجازه ورنه کړه چې کلب ته ننوځي. دوی ته وویل شول چې کلب یې مخکې تر مخکې ریزرف کړی نه دی.

مشهور پښتون مشر افراسیاب خټک د چارواکو د دې اقدام په غبرګون کې وویل«ویل کېږي چې بندیز نشته، خو دا نا اعلان شوې مارشالا (پوځي حکومت) ده.»

محسن داووړ وویل«د پاکستان حکومت د ممنوع ګوندونو او ډلو مالي ملاتړ کوي او هر راز امکانات ورته برابروي، خو پر موږ بندیزونه لګوي.»

له دې پېښې وروسته د پاکستان د پیبلز ګوند مشز بلاول بوټو په یوه ټویت کې دا اقدام په کلکه وغانده.

د پاکستان حکومت د پوځ او استخباراتو په لارښوونه رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مظاهرو او غونډو راپورزونه خپاره کړي. عموماً د دې غورځنګ د غونډو په مهال انټرنیټ هم پرچاو کوي.

One thought on “په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې مشران خبرو ته پرې نه ښودل شول”
  1. د پنجاب حکومت له پښتون ژغورنې غورځنګ نه داسې وېره لري لکه ګیدړ چې له زمریانو ډاریږي. داځکه چې پنجابیان یواځې په دې تېرو 18 کلونو کې له 70000 اویازرو مظلومو او شهیدو پښتنو قاتلان دي.
    اوس چې ماشاءالله پښتانه د خپلو حقوقو د غوښتلو او پښتنو د ژغورلو لپاره سره متحد شویدي، پنجابیان حتی دوي ته د راټولېدلو ، وینا وو او د خپلو حقوقو د غوښتلو حق هم نه ورکوي.
    ټولو پښتنو ته لازمه ده چې د نړۍ په هر ځای کې د خپلومظلومو پښتنو غږ نړیوالو او بشر دوستو انسانانو پورې ورسوي چې د انسانیت دښمن او په نړۍ کې د استعمار دغه وروستی تورمخی ، ظالم او منافق پنجابي د خپل ظلم او وحشت له کبره را وغورځوي.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *