تر دې وړاندې چې د ښځې د حقوقو په اړه څه ووایو اړینه ده چې ووایو اسلام هغه دین دی چې پرور دګارعالم دې دين ته كامل ويلى دی الله پاک فرمائي :

الْيَوْمَ ډَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَډَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمْ الْږِسْلَامَ دِينًا ( المائده اّيت 3 )

ترجمه: موږ نن ورځ ستاسې له پاره مكمل وګرځاوه دين ستاسي اوتمام مې كړه نعمتونه خپل پرتاسې باندې او غوره مې وګر ځا وه ستاسې له پاره دين د اسلام .

یو لیکوال په خپله لیکنه کې د مېرمنو او نارینوو د حقوقو په اړه د اسلام په رڼا کې داسې لیکي: (اسلام د نارينه او ښځې حقوقي او معرفتي مقام يو شان وباله او رسول الله مبارک خپله ټولنه په همدې اساس جوړه کړه، د سلبېدا يو ډول تصور رامنځته شو چې د دوو عواملو پایله وه:

لومړی د شريعت پرمختللو احکامو ته د خلکو توجه کمزورې شوه، ښايي د نارينه واکۍ د تفکر له امله وي چې ډېره مخينه يې درلوده.

دویم د هغو افکارو او عادتونو اغېز و چې له نورو ټولنو لکه برېتانيا فارس او هند څخه يې پر اسلامي ټو لنو حمله کړې وه.

د دغو دوو عواملو نتيجه دا شوه چې مسلمانه مېرمنه يوازې جنسي تمايلاتو، اميندوارۍ او د کور کارونو ته محدوده شي او په دې ډول ښځې د نارينه په پرتله ټيټ مقام ته ورسېده او په ټولنيزو مسئلو او سياست کې له ګډون او د تعليم له حقه محرومه شوه.)

خو په دې وروستیو کې په یو شمېر اسلامي ټولنو کې د ځینو غلطو دودونو له رامنځته کېدو سره پر اسلامي قوانينو او احکامو نیوکې د زیاتې شوې غربیانو همدې ته په کتو سره له همدې ټکې نه په استفادې هڅه وکړه چې غیر اسلامي ټولنو ته دا په ګوته کړي چې اسلامي ټولنه او اسلام پر حق نه دی او په اسلامي ټولنه او مسلمانانو کې یې داسې کسان وروزل چې د وخت په تېرېدو سره یې خپل دغه روزل شوي غلامان په اسلامي ټولنه کې د دوي په پلوۍ او د دوي د اند د تپلو دنده يې پر غاړه ور کړه.

دغه لړۍ هغه مهال په کار واچول شوه چې صلیبیانو په خپله ۲۰۰کلنه جګړه کې د مسلمانانو په ګټه پای ته ورسېده نو دوی سوچ وکړ چې دا به ناشونې وي چې مسلمانانو ته په جګړه ماتې ورکړي نو دوی خپل دغه فعالیت ته ګړندي ګامونه ورکړل او د جګړې پر ځای يې دغه دریځ خپل کړ چې په مسلمانانو کې یې کور په کور بې اتفاقي واچوله او دا رسالې يې جوړي کړې چې مسلمانان له ښځې سره ناوړه چلند کوي او د غفلت او ناپوهۍ کندې ته غورځېدلې ده.

خو پر تصویر حضرت محمد (ص) څخه د لور د پيدايښت په باره كې داسي روایت شوی « په هغه كوركې څلوېښت ورځې نور اوري چې هلته لور پيداشي .»

د اسلام دويم خليفه حضرت عمر (رض) په دې هکله وايي: په خداى قسم په جاهليت کې موږ د ښځو لپاره هېڅ ارزښت قايل نه وو، تر څو چې پاک خداى د هغوى په هکله ايتونه نازل کړل او د هغوى لپاره يې حقوق او امتيازات په نظر کې ونيول.

اسلام په خپلو لارښوونو کې د مېرمنو حقوق په ډېر صراحت او تفصیل سره بیان کړي تر څو په ټولنیز ژوند کې د نفس نوکران دغه موضوع غلطه تفسیر او تعبیر نه کړي. همدا رنګه د اسلام مقدس دين د يوې داسې بشري ټولنې غوښتونکی دى چې له هر ډول بداخلا قيو نه پاکه اوستره وي. او دا هله کيداي شي چي ښځه په ټولنه کې خپل مقام او مرتبه او خپل حقوق واجبات او په ټولنه کې د خپل کار کولو ساحه و پيژني تر څو د هغه ښکار نه شي چې د نفس په منګولو کې دي او د خپل نفس غلامي يې منلې ده.

خو باید له دې نه هم سترګې پټې نه کړو چې زموږ په ننۍ ټولنه کې هم داسې دودونه شته چې د اسلامي شرعیت سره خلاف دي هغه دا چې مېرمنې ته د زدکړې زمینه نه برابریږي او که چېرې د چا لور یا خور زده کړي کوي او یا وغواړي چې زده کړي وکړي نو ددې دغه کړنه بې ننګي بولي دغه ناسمو دودونو له امله ښځه يې په اسلامي کلتور کې له خپل مقامه غورځولې، د دې ناخوالې د علاج له پاره بايد سوچه او دوديز اسلام سره بېل کړو.

له بده مرغه په پښتنې ټولنه کې داسې خلک هم شته چې په تیورۍ کې يې دغه خبره منلې وي خو په عمل کې ښځه له ډېرو هغو حقونو منع کوي چې اسلام ښځو ته ورکړي دي.

خو پر تصویر په او سني غربي جاهليت کې د ښځې مقام او مرتبه تر هغه لوړه ده چې ښځه پيغله وي او کله ئې چې د ځوانۍ دوره تېره شي بيا ورته په سپک سترګه ګوري او په ټولنه کې  هيڅ حيثيت نه لري په اوسني غرب کې زړه ښځه د حکومت لخوا په ډېر لږ معاش باندى وخت تېروي زړې ښځې په يو اطاق کې د مړو په څېر پرتې وي. یهودان ښځه د یوې الې په څېر کاروي تر هغه ورنه ګټه پورته کوي چې پورته کولای يې شي.

خو پر تصویر په اسلامي ټولنو کې چې یوه ښځه څومره زړیږي هغومره يې قدر او عزت د کشرانو په وړاندې زیاتيږي آن تر دې چې د ژوند په چارو کې د همدې مشرانو د اجازې او مشورې پرته هیڅ کار نه کوي.

په پای غوره بولم چې ووایم په دې باندې باید راضي او خوښ اوسو چې الله تعالي مو رب ، اسلام مو دين او پيغمبر مو محمد صلی الله عليه وسلم دی ، او بايد پخپل ځان کې د ايمان نښې او اثار قولاً ، عملاً او اعتقاداً ښکاره کړې ځکه د ايمان سره نيک عمل ضرور دی تر څو د الله سبحانه وتعالی د غضب او عذاب څخه نجات ومومې .

لاندې څو مختصر نصيحتونه غواړم مسلمانو خویندو ته وړاندې کړم په دې هیله چې ورته ګټور تمام شي .

لومړی: يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلاَبِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلاَ يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا (الاحزاب 59 ).

ژباړه : ای پيغمبره ! ووايه ته خپلو ښځو، لوڼو، او د مؤمنانو ښځو ته چې خپل پړوني يا لوي څادرونه پر ځانو خواره کړي دا ډېره غوره کړنلاره ده تر څو و پيژندل شئ نو نه به ربړول کيږئ (د بدکاره او فاسقو خلکو له ضرر او اذلت رسولو په امن وي او الله ښه بخښونکی مهربان دی .

دویم: جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) ( سلسلة صحيحية ) .

ژباړه: کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

درېيمه: جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها ، فإن ثالثهما الشيطان ) رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي ، وصححه الألباني في غاية المرام (180 )

(څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي ورسره کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی) .

څلورم: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : “لعن الله المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال“ ژباړه: ( د الله لعنت دی په هغو ښځو چې د نارينه په شان ځان جوړوي او په هغو سړيو چې د ښځو په شان ځان جوړوي.)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي : من تشبه بقوم فهو منهم “ (څوک چې د کوم قوم سره مشابهت کوي له هغوی څخه به وشميرل شي ) .

پنځم:لقوله تعالی : وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ و(النور ۳۱)

ژباړه : او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې خپلې سترګې ټيټې او خپل شرم ځايونه پټ وساتي .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ژباړه : ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړې ده، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي، د ژبې زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

One thought on “په اسلام کې د مېرمنو حقوق/ حکمت الله نورزی”

ځواب ورکول رضوان الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *