تاند- د پرونۍ زلزلې په وجه په افغانستان او پاکستان کې د تلفاتو شمېر مخ په زیاتېدا دی. ویل شوي چې په پاکستان کې تراوسه پوري لږترلږه ۱۳ نورې وړې زلزلې احساس شوي دي.

د وروستیو راپورونو له مخې په دواړو هیوادونو کې تراوسه پوري د نژدې ۳۰۰ تنو مړینه تایید شوې خو وېره ده چې نن او سبا به احتمالاً د نورو تلفاتو څرک ولګېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د دې زلزلې په اثر د زیانونو او تلفاتو په اړه په یوه وینا کې یادونه وکړه چې ممکن نن او سبا د زلزلې له کبله د مرګ ژوبلو او تاوانونو اصلي تصویر څرګند شي.

پاکستان وايي چې تراوسه په دغه هیواد کې د ۲۰۶ تنو مړي موندل شوي او ۱۳۸۱ نور ژوبل شوي دي.

اکثره مرګ ژوبلې د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ سیمه کې پېښې شوي دي.

د چارواکو په وینا په خیبر پښتونخوا کې ۱۶۰ تنه مړه شوي، ۳۰ نور په قبایلي سیمو او نور په ګلګت، پنجاب او نورو سیمو کې مړه شوي دي.

خو ګومان کېږي چې په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې به تر دې زیات کسان مړه شوي وي.

افغان چارواکي وايي چې په تخار، ننګرهار، کونړ، بدخشان او بغلان ولایتونو کې له ۶۰ تر ۷۰ تنه مړه شوي او تر ۲۰۰ زیات نور ژوبل شوي دي.

د زلزله پېژندنې ماهران وايی، د دې لپاره چې د زلزلې د ثقل مرکز ډېر ژور و ځکه یې تاوانونه نسبت نورو زلزلو ته چې شدت یې همدومره و، لږ و. خو بیا هم وېره ده چې د تلفاتو شمېر زیات شي.

د امریکا د لزله پېژندنې د ادارې د راپور پر اساس د دې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې په مځکه کې ۲۰۰ کیلومتره لاندې و.

په افغانستان کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کونړ کې پېښه شوې. په کونړ کې لږترلږه د ۳۰ تنو مړي له کنډوالو راایستل شوي دي. د تخار د مرکز تالقان ښار په یوه لېسه کې ۱۱ زده کوونکې مړې شوي دي.

په هند کې هم د یوه ښوونځي ۱۴ ماشوم زده کوونکي ژوبل شوي دي.

One thought on “په افغانستان او پاکستان کې د زلزلې د تلفاتو شمېر ۳۰۰ تنو ته ورسېد”
  1. سالام
    كندوالى دحًارويو لپاره استعماليژى له خرابو كه وليكل شى نو شه به وى يا كوم بله اصطلاح ورته ولبكى

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *