تاند– د افغانستان دننه پر هغو انجنیرانو او مزدورکارانو بریدونه زیات شوې دي چې په عمراني کارونو بوخت دي. روانه اونۍ د دوشنبې په شپه د پکتیا په زرمت ولسوالي کې د سړک غاړې ته د شپږو مزدورکارانو مړي وموندل شول، په همدې شپه په هرات کې شپږ تنه وژل شوي وو، چې څلور یې انجنیران و. تر دې پیښو مخکې په بغلان کې انجنیران اختطاف شول، خو په شمال کې سیمه ییزو هڅې وکړې او خپل خلک یې په دوو مواردو کې راخلاص کړل.

په هرات کې د وژل شویو کسانو له ډلې پنځو تنو د ژغورنې له نړیوالې کمیټې ( ای ار سي) سره کار کاوه، دغه موسسه د شوروي اتحاد د پوځیانو د یرغل په وختو په پاکستان کې فعاله وه او د افغان کډوالو لپاره یې ډیر کارونه کول، بیا د مجاهدینو له واکمنۍ سره یې په کابل کې فعالیت زیات شو او د طالبانو د رژیم په وخت یې هم په افغانستان کې کار کاوه. خو اوس په هرات کې د دې موسسې د خلکو له وژلو وروسته دې موسسې خپل کارونه هلته درولې دي.

په افغانستان کې کله ناکله شخصي دښمنۍ هم د داسې قتلونو باعث کیږي، خو د هرات، پکتیا او بغلان پیښې داسې نه دي په دې ولایتونو کې منظمې وسله والې ډلې د رغاونې د پروژو دغه خلک اختطافوي او بیا یې څو ورځې وروسته وژني. په پکتیا کې خو په همهغه شپه چې شپږ مزدورکاران ووژل شول، طالبانو د هغوی خپلوانو ته خبر ورکړ چې دا کار یې کړی دی.

په افغانستان کې د ملکي کسانو له وژلو سره افغانان بیا هم دې اړکیږي چې پردیو هیوادو ته مهاجر شي او بیا د پاکستان وچې دښتې پر دوی شنې شي او د همدغه ای ار سي په څیر پروژې بیا هلته خپل کارونه پیل کړي.

13 thoughts on “په افغانستان کې انجنیران وژل شوي”
  1. الفت صاحب وایي:
    که هر یو رانه وژنې خیال او فکر مې مه وژنه
    په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی
    ارمان کاشکي ته په دې پوهیدای چې دا ستا وطن دی کنه داسې کارونه دې چیرته کول
    عبدالطیف

  2. السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته اما بعد، تاند داسې پاڼه ده چه بعضا د مسلمانو برادرانو علیه تبلیغات کوی. ښه کارونه هم کوی چه د هغه اجر کریم درله له رب العزب دربار نه غواړم. د پاکستان خبر مو کړی خیر دی که افغانان د امت مسلمه دغه خاوره اباده کړی څه عیب دی غونډ مسلمانان وروڼه دی، المسلمون اخوة
    وسلام
    مولوی عبدالرحیم اخندزاده

  3. که په غور سره دی موضوع ته پام وکړو معلومه به شی چی دوی نه غواړی چی ملک جوړ شی او دا د پردیو مزدوران کار دی

  4. پنجاب او ایران او متعصبه ملیشاوی په ټول قوت سره هڅه کوی چی په پښتون میشتو سیمو کی د ابادی کارونه تر سره نه شی. دا وژنی په ډاګه کوی چی غواړی پښتنو کی انجنیران ، ژورنالستان، دینی علما، سیاستوال موجود نه وي. اوس باید پښتانه هر وګړی هر چیری چی دی باید پوه شی چی دوی د متعصبو ملیشاو، د ایران او پنجاپ د مزدورانو ښکار کیدای شی.نو لدی امله هر پښتون وګړی باید خپل امنیت سمبال کړی دا بهیر پیل شوی دی د پښتنو د مغزونو ښکار کول او له منځه وړل . د بلی خوا د کابل د ارګ مشر حامد کرز ی د ایران او پنجاب ته د تسلیمی سیاست مخی ته بیولی دی او دا ددی سبب شوی دی چی پښتانه تباه کړی اوس باید په ارګ او پنجاب او ایران باور ونکړل شی

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ډېر زړه بوږنونکی خبر دی، چې د افغان ولس مظلوم خلک په يو او بل نامه وژل کېږي. وحشت او دهشت هم پوله لري، مګر په افغاني او ډېرو اسلامي ملکونو کې مسلمانان په يو او بل هغه نخرې کوي، چې ليدل او زغمل يې د منلو وړ نه دي. په سوريه کې څه روان دي، په مصر کې څه حال دی، په عراق کې څه پېښ دي، د ليبيا مشر په څه ډول ووژل شو او يوه موده د افغانستان مشران په څه ډول وځپل شول!
    درنو لوستونکو، له بده مرغه بايد ياده شي، چې د افغانستان روڼآندي له يو او بله غچ اخلي، چا د ملا او مولانا په نامه تر تېغه تېر کړل، چا هم د لويديزپال په نامه ووژل او د علمای دين موده چې روارسېدله، نو د کاپېر او کمونېست په نامه يې خلک مړه کړل او نن يې د انجينير او ډاکټر په نامه وژني او د سيکوليريستانو فتوا ته تياري نيسي، چې کوم غم ځپلی افغان به پکې ورشامل کړي او د وژلو قپاله يې تر لاسه کړل شي.
    له ننه دېرش کاله مخکې د مزار شريف په تيمورک کې مجاهدينو لاره نيوله او د هغوی له وېرې له ۱۲ کلنه مشر ماشوم ليا په موټرو کې نه شوی تلای، ځکه د سړک تر څنګ به يې د سازماني، ګوندي او دولتي په نامه چانواري کړل، خو هغه مهال بيا کمونيستي دولت خلک د اشرار، اخوانالشياطين او قومي سلسلو کې سره وژل او ځوانان يې په وچ زور عسکري ته بوول، چې زما د ښوونځي له دورې نن ورځ زما له ټولګېوالو څو تنه هم ژوندی پاتې نه دی. زموږ د دولسم ټولګي لومړي لس فارغين په لومړيو دريو مياشتو کې په پنجشېر، پکيتا او کندهار کې ووژل شول، ځکه د کانکور آزموينه نه وه او د ببرک کارمل په حکومت کې د عسکري عمر له ۲۳ کلونو ۱۸ کلونو ته راټېټ شو، يعنې د روسانو کانې يې پيل کړې او د دولسم صنف فارغين زياتره ۱۸ کلن ول او په ۱۳۶۱-۱۳۶۲-۱۳۶۳-۱۳۶۴ کې يې ټول سوق کړل او له کنډک تجمُع څخه به نېغ جبهې ته ولېږل شول، چې ګڼشمېر يې تريتام شول، حتی پلار او مور يې مړي و نه ليدل او يا يې سوځېدلي جسدونه ورته رواړل، خو په جبهو کې به يې د چا سترګې پرې ايستلې وې او د چا به يې غوږونه پرې غوڅ کړي ول.
    درنو هېوادوالو ! ما دغه اوږده پړ پړه ځکه وليکله، چې افغانستان په ۲۰۱۴ کې بيا نوي ټولنيز پړاو ته ورننوځي، چې د مرحوم ډاکټر نجيب د ۱۹۹۰ کلونو انګازې پکې نغښتې دي، ځکه بيا انارشي رامنځ ته کېږي او د دغه انجينيرانو وژنه يې نوې پېلامه ده او دغه دهشت د ټولنېزې انارشي لپاره زمينه برابروي او افغانان به بيا په ويڼو کې ولمبول شي!
    څه په کار دي! په نننۍ اداره کې د فساد له منځه وړل، د راتلونکو ټاکنو يا موقتي حکومت لپاره صادقانه هلې ځلې، له حکمتيار او ملا عمر سره مخامخ خبرې کول، کېدی شي د افغانستان لپاره سوله رامنځ ته کړي. وروستي، ۴۰ کلونو په افغانستان کې وښودله، چې هېڅ ډله په تنهايي افغانستان نه شي اداره کولی او پرته له څانګپوه خلکو د مملکت اداره نا ممکنه ده، ځکه کار بايد څانګپوه خلکو ته وسپارل شي. افغان ولس او نور ولسونه له هر ډول افراط او تفریط سره کرکه لري، ځکه يې نه کمونيستان خوښ کړل او نه يې هم اسلاميستان ومنل او نه هم ډېموکراتان مني!!
    د افغانستان پرمختګ د ځوانانو يو ځای کېدل دي! هغه افغانان چې په سليقوي اړودوړو کې ښکېل دي! افغانستان نه دا چې ژغورلی نه شي، مګر له نویو بدمرغيو سره يې مخامخ کوي، نو د ټولنې ۶۰ سلنه د ۱۵ او ۴۵ عمرونو تر مينځ جوړوي، نو دوی دې سره يو ځای شي او د افغانستان معضلې ته دې د پای ټکی کېږدي، پرته له دې به زاړه فکرونه او سليقوي آندونه دوی نور هم سره ووېشي او د هغوی ژوند خو په شخړو کې تېر شو او زياترو يې مهاجرت وکړ، چې همالته په بهر کې سره خوري!، نو ستاسو ځوانانو دنده ده، چې مسؤليت احساس کړی او خپل ژوند او د افغان ولس ژوند له نورو تباهيو وژغوری، که نه نو ستاسو ژوند به هم تباه شي!

    اقتصاد د ټولنې اساسي شمزۍ ده. د کمونيستانو دولت ته روسيې ۴۸ ساعته تېل، روسيي چاپ شوې افغانۍ او خوراکه توکي ورنه کړل، نو ځکه ډېر ژر ړنګ شو، تره کي به ويل: د خلکو زور د خدای زور دی! مګر زه به درته ووايم، چې زور په پيسو او امکاناتو کې دی! د کرزي حکومت هم په امريکايي ډالرو چلېږي او راتلونکي حکومتونه به هم همدا ډول د پرديو په مټ راځي او اقتصادي پېيلتيا به لري! نو افغاني ټولنې ته پکار ده، چې د افغانستان لپاره په څه ډول اقتصادي مرستې رامنځ ته کړي او په څه ډول خپلو خلکو او ملي ارزښتونو ته ژمن پاتې شي، نو ځواب يې د يو ملي سازمان يا ملي غورځنک رامنځ ته کول دي، خلک دې صداقت خپل شعار کړي (مه روشت اخله او مه يې ورکوه) او د خلکو نېکمرغي دي خپله موخه کړي، نو بيا کېدی شي افغانستان اداره شي!

    معه سلاموکم الاخوتالمسلمين او الاخوتالافغانيون او اما بعد اخوتالصادقين
    ملا ميوند آخوند

  6. طالبانو ته په دې ورځو کې قومانده ورکړل شوې چې انجینیران شهیدان کړي، په هلمند کې یې هم د انجینیرانو پوښتنه کوله، دا دې آی اس آی یو نوی او خاص حکم دی چې طالب تالي څټو ته شوی دی، او د مولوی عبدالرحیم په ځواب کې باید ووایم چې تاسو مولویانو خو ټول خدمت د پاکستان لپاره دی ، تاسو خو د آی اس آی بچیان یاست، که تاسو ونه وایاست هم موږ پوهیږو چې ستاسو آرمان د تور پنجابي حاکمیت دی او بس

  7. دا مولا عبدلارحیم څوک ده چی غاپی؟ لعنت دی شی په تاسو ماتحت انسانانو، مولاګیه، ورشه ټول کوروالا دی اکوړی، ملافضل، او د راولپنډی جنرالانو ته وروله چی دا امت نور هم در زیات کړی. چی زما د هندو لا تویوی په هغه مردار امت دی اور ولګیږی. زما د خاوری د حیوان وینه لا زه ستا د امت د هغه بهترین نه لوړه بولم

  8. ! سلامونه هيوادوالو
    په خواشيني بايد و وايم چه مونژ نه پنجاب وژني او نه تهران . په موژ كه داسي د سرطان مرض داخل شوي چه تنها علاج يي په يوالي او يوغژي د پشتنو او افغانانو كي دي. تر حو موژ د په نامه مسلمان او په نامه مسلمان هيوادونه لكه پاكستان ايران او بعضي كسيف عربي هيوادنه ته د افغان په نوم نه د مسلمان په نوم يو غژ نشو دا به مو حال وي. يوالي بايد له يهودو زده كو. او رابسو د مولوي رحيم اخونزاده ته چه دا په كوم حديث كه راغلي چه خپل كور وران كه او پنجاب زرغون كه؟؟؟؟ دا كوم ثواب؟؟ او كه دا سبق د په لواتت خانو (مدرسو) د پنجاب كه زده كري ده؟؟؟ په لحاظ د الله لژ مو وجدان او گريوان ته وگوري اخر دپشتني افغاني مور شيدي مو رودلي دي. په هيله د يو ابده او ارامه گران افغانستان

  9. Movlawei abdul rahim akhanzada tha wayam chi grana cha wayal chi pakistan da islam kar kari di hagha tolo musalmanano ki shitani munafiqat kar kawei ha gho da islam panama da staso kam fikar afghanano mulaino na kar akhli yawa kisa bi dar tha wakum 2003 kal ki da pakistan pa BALOCHISTAN chaghi GARDINJANGAL da afghan majoro camp di pa hagha camp ki school oh you hospital wo unchr da khowa da pakistan ISI na ouzabila quran sharifan yai pa litrangano ki wacha wal biya awaza khapara kara chi da NGO wali kari da no dasta parakum moulayan ra walr sowa khalgo ti wa wyal chi da school oh hospital wanarawei no khalqo wanara wal zka chi da zowanan talima hafta kizhi fikar paki razi zka nan hagah kardi jangal 100 ki 70 zowanan pa nishai akhta di ya talib ya kachak bar di pakistan murdabad you kar hum da islam nadi paki sawei da masjid.ya madrasi baghal thi ba randi or mourdaghu khani wei ya shrab khana

  10. د یوې ټولنې او هیواد اصلی سرمایه انسانان دی او په انسانانو کی بیا ځوانان چی د هیواد نن او سبا په دوی پوری اړه لری. د افریقا لویو لویو صحرا ګانو او بیدیاوو ته وګوری هلته او به نشته او خلک نه اوسی هغه دشتی او بیدیاوی هیڅ ارزشت نه لری . د استرالیا لویه وچه هم همداشان یو لوی هیواد دی خو خلک یواځی په آبادو ځایونو کی اوسیدلای شی ، زمونږ د هیواد نفوس هم د اصلی خاوری په تناسب ډیر کم دی ، مثلا زمونږ هیواد له جاپان، جرمنی ، انګلستان ، فرانسی ، ایتالیا او هسپانیی نه لوی دی اما زمونږ نفوس تر هغوی نژدی دوه برابره لږ دی ، که مونږ همداسی بی پروا د خپلو خلکو وژلو او له هیواده بهر ته د تګ سلسله جاری وساتو ، لری به نه وی چی دا خاوره په لوی لاس خپلو اصلی دښمنانو ته تسلیم کړو. که مونږ ډاکتر ، انجنیر ، معلم ، ملا ، فوځی او عسکر ونه لرو نو بیا به ضرور خپلو ګاونډیانو ته لاس ور اوږدو . د عسکر او افسر دنده ده چی له خپل هیواد نه ساتنه وکړی نو پدی که د هغه ګناه څه ده چی د شا له خوا حلالیږی. که دا هیواد د انجنیر په لاس جوړ نه شی نو بزګر خو یواځی کرنه کی تخصص لری او که ښوونکی زمونږ اولادونه ونه روزی نو شپونکی خو یواځی د خپلو میږو او رمو د پوولو په چل پوهیږی. ښه به دا وی چی ټول یو له بله ځار شو.
    زه د خپل هیواد انسان لا څه چی د کوڅی سپی هم له تور پنجابی یا بل سره نه برابروم. هغه چی انسان دی او بیا مسلمان دی هغه بیله خبره ده که دوی له مونږ سره انسانیت او اسلامیت او ګاونډیتوب و پاله نو بیا زه هم په میلمه پالنه کی نوم لرم. ملاصاحبانو خو د یوه میلمه لپاره ټول هیواد د کرایی په شان په سره اور کیښود او لاتر نن پوری په دی کرایی کی افغانان کباب او وریتیږی. د عصبیت او خپل ورور وژلو نه باید لاس واخلو. یوبل ته غیږی پرانیزو او سوله او امنیت باید ټینګ کړو.

  11. De har sa la makhe khpal tawda salamona tolo drano hewadwalo ta wayam! De mullah Abdulrahim akhond zada che adaka ye ISI blarba kare da, no par da tar har cha khpal panjabi palar der gran day! wo doy waie par islam ke sarhad nashta day//ama sarhad pa islam ke shta day hata hadis ayat ham shta day che waye ka par taso bande sok hamla kawi no byad la khpal kor aw khawre na defah wakray(( Al hubolwatan))!no da mullah che khpal namoss ghayrat hayseyat zamiir inesanyat ne lary ,,de da lapara dera mohema da che de panjab khwara abada shi.za bya bala khabar ham kawama che ka ta chere afghan we? aw mullah we ? no hgha de USA Soldaer che sta adaka mor ham talashi kawe.aw sta sara ham hgha kar kawi che de GAY sara ie kawe!no bya de mullah nom la zana ista kra , aw par zan bande de randayo dalal nom kezda! taso kasifo watan froshano ta de pak allah na de ghazab hila kawama!

  12. افسوس افسوس چی د پردیو لاس پوڅی او هغه کسان چی له سره د انسانیت په ژوند نه پوهیږی دغسی ظالمانه کارونه کوی الله دی اول هدایت ورته وکړی او که دهدایت وړ نه وی الله دی دغسی ظالمان تباه هلاک برباد کړی او ددوی خویندی میندی اوخپلوان ددوی په ویر کینی

ځواب ورکول سسلطان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *