د ارشیف عکس

 د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بمي بريدونو چې تر ډېره حده ځانمرګي بريدونه په کې شامل دي شا و خوا ٢٦ کسان ووژل، چې تر ډېره قربانيان ملکيان دي.

 امنيتي چارواکو او عيني شاهدانو رويټرز اژانس ته وويل چې د چهارشنبې په ورځ شپږ کسان په غزني کې پر هغه پوځي اډه په بريد کې ووژل شول چې پولنډي او افغان ځواکونو جوړ کړى.   د نهو سرتېرو په ګډون ٢٠ کسان نور په بېلابېلو نورو بريدونو کې ووژل شول.

 په روانه اوونۍ کې د طالبانو له خوا بريدوننه زيات شوي دي، دوى هڅه کوي پر ناټو ځواکونو چې ټاکل شوې د ٢٠١٤م کال تر پايه له افغانستانه ووځي خپل فشار زيات کړي خو تر ډېره د طالبانو په بريدونو کې ملکيانو ته هم تلفات اوړي.

 وسلوالو طالبانو په غزني کې د پولنډي او افغان ځواکونو پر پوځي اډه د بريد مسووليت ومانه، په دې بريد کې  د ٦ کسانو د وژل کېدو تر څنګ ٣٤ تنه نور ټپيان شوي دي. طالبان وايي ځانمرګي هغې لارۍ ته نژدې چاودنه وکړه، په چاودېدونکو موادو بار و.

 چارواکي وايي لومړى پر پوځي  اډه بمي حمله وشوه ورپسې جګړه ونښته،  په پېښه کې  څلور ملکيان او دوه پوليس وژل شوي دي.

 چارواکي وايي د غزني په بريد کې  نور تلفات ملکيانو ته اوښتي چې ماشومان هم په کې شامل دي.

 هاخوا  په هلمند کې دوو بريدونو کې نن [چهارشنبې) درې سرتېري او ١٠ تنه ملکيان ووژل او تر ٢٠ نور کسان يې ټپيان کړل.

يوه حمله په مرکز لښکرګاه کې وشوه، جې ځان وژونکي د بهرنيو ځواکونو کاروان ته نژدې چاودنه وکړه، خو د ناټو ځواکونو په حمله دوى ته کوم زيان نه دى اوښتى.

 بله حمله د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې وشوه، چې په دې ځان وژونکي بريد کې درې سرتېري ووژل شول.

هلته په کابل کې يوه ځانمرګي بريد يو وزارت په نښه کړ چې په خپله بريد کوونکى او يو بل کس په پېښه کې وژل شوى دى.

One thought on “په افغانستان کې بمي بريدونو ٢٦ کسان ووژل”
  1. کرزی نه شرمیږی چی پاکستان ته ځي او سفرونه کوی . پاکستان ته دده سفرونو د افغانستان نوم د ځمکی سره خاوری کړ. دی چی پاکستان ته ولاړی شی بیا نو په ده باندی د فشار له پاره پاکستان سرپه سر چاودنی او بریدونه کوی همدا اوس د کرزی د سفر پایله په لس ګونو بی ګناه پشتنو شهیدان کیدل دی.

ځواب ورکول سلطان ګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *